د ﮐﻴﻮﺑﺎ د ﺟﺰﻳﺮﯤ ﻣﻈﻠﻮم ﺍﺳﻴﺮﺍن!!!

قاري توريالی تائب
 
ﭘﻪ ﺯﺧﻤﻲ ﭘښﻭ ﺯﺧﻤﻲ ﻻﺳﻮﻧﻮ ﮐﯥ ځﻧځﻳﺮ ګﺭځﻭﻭ “
ﺩﺍﺳﯥ ﻧﺎﺧـﻮﺍﻟﯥ ﻣﻮږ ﻟـﻪ ﻻﺳﻪ د ﺗـﻘـﺪﻳﺮ ګﺭځﻭﻭ “
 
ﻟـﮑﻪ ﭘﺘﻨګ د ﺳـﺮﻩ ﺍﻭﺭﻭﻧـﻮ ﺳـﺮﻩ ﻟــﻮﺑﯥ ﮐـــﻮﻭ “
ﺩﻧـﻨﻪ ﺯړﻩ ﮐﯥ د ﺍﺷـﻨـﺎ ښﮐﻠﯽ ﺗـﺼـﻮﻳﺮ ګﺭځﻭﻭ “
 
ﺯﻣﻮﻧږ ﻣﺴﻠﮏ ﺑـﺪﻣﺎﺷـﻲ ﻧـﻪ ﺩﻩ ؛ ﺧﻮ ﻏﻠـﻴﻢ ﻟﭙﺎﺭﻩ “
ﺧﭙﻠـﻮ ﺳﺮﻭﻧﻮ ﮐﯥ د ﺟﻨګ ښﮐﻟﯽ ﺗـﺪﺑﻴـﺮ ګﺭځﻭﻭ “
 
د ﻏـﺮﻭﻧـﻮ ﺧـﻠـﮏ ﻳﻮ ﻟـﻪ ﻏـﺮﻭﻧـﻮ ﺳﺮﻩ ﻣﻴـﻨﻪ ﻟﺮﻭ “
ﭘـﻪ ﺯړﻩ ﮐﯥ ﻣﻴـﻨﻪ د ﺷﻤﺸﺎﺩ ﺍﻭ د ﭘﺎﻣﻴـﺮ ګﺭځﻭﻭ “
 
ﻭﺍﺭﺧﻄﺎ ﻧـﺸﯥ ، ﺩﻩ “ﺗـﺂﺋﺒــﻪ !” ﺍﻣﺘﺤﺎﻥ د ﻣﻴﻨـﯥ “
ﺳﺘﺎ ﭘﻪ ﻭﻟـﭽﮑﻮ د ﻳﻮﺳﻒ(ع) د ﺧﻮﺏ ﺗﻌﺒﻴﺮ ګﺭځﻭﻭ “
 
ﻗﺎﺭﻱ ﺗﻮﺭﻳﺎﻟﯽ ﺗﺎﺋﺐ
د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د