افغانستان

د چارسدې پېښه، افغان کډوالو ته يو ځل بيا ګوت څنډنه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې ۴مه، ۱۳۹۴ل): وروسته له هغې چې د تېرې چهارشنبې په ورځ د پاکستان د خيبرپښتونخوا ايالت د چارسدې په سیمه پاکستاني وسله والو د پاچا خان په پوهنتون بريد وکړ، پاکستان ددغې پېښې پړه پر افغانستان ور واچوله خو افغانستان د پاکستان دغه تورونه رد کړل.

پر پاچا خان پوهنتون له بريد يوه ورځ وروسته، د پاکستان د ادم خېل درې طالبانو د بريد مسووليت ومانه او په يوه ويډيويي کليپ کې يې د نورو دغه ډول بريدونو خبرداری ورکړ.

خو د پاکستان د پوځ وياند عاصم باجوه رسنيو ته ويلي وو، چې د پاچاخان پر پوهنتون بريد ګرو ته له افغانستان څخه لارښوونې ورکول کېدې.

بل لور ته د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت اعلی وزير پرويز خټک وايي چې د پاچا خان په پوهنتون له بريد وروسته دې په پاکستان کې ټول افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

هغه وويل چې ددې ترڅنګ دې د تورخم په پوله، له افغانستان څخه د سفر د اسنادو نه لرونکو مسافرو مخه ونيول شي.

پرويز خټک د پاکستان په مرکزي حکومت غږ وکړ چې په خيبر پښتونخوا کې دې ميشت افغان کډوال خپل هېواد ته ولیږي.

خټک وويل چې افغان کډوال دې نور په پاکستان کې د اوسېدو پر ځای په خپل هېواد کې ژوند وکړي.

د يادونې وړ ده چې تېر کال هم په پېښور کې پر پوځي ښوونځي له بريد وروسته چې مسووليت يې پاکستاني طالبانو په غاړه اخيستی و، د پاکستان حکومت يې پړه پر افغانستان اچوله او په پاکستان کې ميشت ټول افغان کډوال يې له سختو ځورونو او مشکلاتو سره مخ کړل او په يخ ژمي کې يې ډیرې کورنۍ افغانستان ته راولېږلې.

ددې سربېره یې په پاکستان کې هر افغان کډوال په داسې حال کې چې د اوسېدو قانوني اسناد يې هم لرل نيول.

خو په پاکستان کې ميشت افغان کډوال وايي چې دوی د پاکستان په سياست کې کار نه لري، نو په کار دی چې پاکستان هم په دغه هېواد کې له افغان کډوالو سره بده رويه ونه کړي.

په پېښور کې د حبيب الله په نامه يو تن افغان کډوال د نن ټکي اسيا سيمه ييز همکار ته ويلي چې په پاکستان کې ميشت افغان کډوال ټول غريب خلک دي او سهار له کوره وځي خپله مزدوري کوي او ماښام يې خپلو بچيانو ته راوړي، نو داسې خلک به څنګه په پاکستان په چارو کې لاسوهنه وکړي.

حبيب الله زياته کړه چې په پاکستان کې دې د افغان کډوالو اداره، د افغانستان سفارت او په پېښور کې دې د افغان کونسلګرۍ چارواکي د افغان کډوالو د ستونزو په حل کې مرسته وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x