نظــر

اسلام کی اسلامونه جوړول حرام دی

 337242796 0a3cd1bcd1 هغه اسلام چه د الله ج له خوا د حضرت محمد ص په واسطه  د انسانانو د لارښودنو  د پاره رالیږل شوی،  یو اسلام وو ، هغه اسلام د نړی ګوټ ګوټ ته ورسیدو ، پخوانی فرهنګ ، قومی برتری  ، بدی کړنی اوهر ډول  افواهات یی له منځه یووړل  د جهالت ، شرک او ناپوهی تاریکی یی په هدایت ، توحید او د ا سلامی پوهی په رڼا  وځلولی ، د الهی نظام په حاکمیت سره د فریب کاریو او ظلم مخه یی ونیول شوه   ، انسانان یی د انسانانو  له غلامی او استثمار   وژغورل 

او  انسانانو ته یی د سولی او هوساینی پسرلی رانیوی کړو .   اسلام مونږ ته  یواځی او یواخی د یوه  اسلام  د منلو او عملی کولو امر کړی چه  ( وعتصمو بحبل الله جمیعا و لا تفرقو )، یواځی به یوه  اسلام  راټول شی او تفرقی  مه کوی  .  د نظرونو توپیر په اسلام کی دننه  باید حل وفصل شی  .

       په داسی حال چه مونږ په ډیرو کوچنیو مسایلو  (  کله معقولو ااو کله غیرمعقولو  او د شخصی ګټو ، مقام او شهرت په خاطر )  او یا د اسلام د دشمنانو په لمسون د نورو  مسلمانانو له بدنه  بیل او بیا مو  د نوو اختلافاتو او دشمنیو  لمن  لا پسی پراخه کړی  او د تش په نامه اسلامی انقلابی ګروپ دعوی کوو  چه  د اصلی اسلام سره  په مهمو مسلو کی ډیر توپیر لری  خو هغه ګروپ ته  د قومی منفی ویاړنو بڼه ورکوو  او له هغه وروسته  نور ګروپونه رامنځته شی د اسلام دشمنان د مسلمانانو تر منځ له دغه  خالیګاوو ګټه اخلی د منافقت لاسونه رااوږده او   ددغه ګروپونو ترشا ودریږی.

استثمارګرو د خپلو استثماری ګټو په مقابل کی  اسلام د خطر زنګ وګاڼه  ، چه که اسلام  نړیوالو ته ورسیږی او  د انسانی ژوند  ټولی چاری د اسلامی نظام او  اداری لاندی راشی مونږ نور استثمار نه شو کولی  او نه به مونږ په خلکو غلامی وکړی شو ،  نو د اسلام  او  مسلمانانو د تضعیفولو  په فکر کی شول ، د مشرکینو سره یی هر ډول مالی او جانی مرستی پیل کړی ،  کاذب  پیغمران یی وزیږول  ، قومی  تعصباتو او اور بلونی  ته به یی لمن وهله ، خپلی ټولی وسی او وسیلی یی  په کار واچولی .   داچه مسلمانان  د اسلام په صدر کی  سره  یوه خوله او  د بشریت  ستر لارښود حضرت مجمد ص یی  په منځ کی  تشریف درلود  هر یو یی د ایمان او توحید په وسله سنبال  او د الله ج او رسول ص سره یی  مینه تر ځان او اولاد زیاته وه ، د مسلمانانو کیفیت ، هدف او دریز سپیڅلی او پیاوړی او  د الله ج  نصرت  او پاملرنه ورسره ملګری وه ،  له هر ډول ګمراهیو  او خرابکاریو  خوندی پاتی  وو .

     حضرت محمد ص له رحلت وروسته ، د مادیانو سره د مسلمانانو  د مینی د زیاتلوالی له امله   د یهودو د پاره د  دوی تر منخ  د نفاق اچونی زمینه برابره شوه  ، ځکه چه  د مادیانو سره  مینه ایمان کمزوری کوی.  ملوث چاپيریال کی  هر ډول جراثیم  ښه وده کوی ،  نو ددی امله د مسلمانانو تر منځ  د ورانیو او ویشنو  د پاره لیاری پرانیستل شوی .  له ټولو اولنی فتنی یی  د خوارجو او بیا دشیعه وو د رامنځته کیدو فتنی وی   ددی سره سره بیا هم مسلمانانو  اسلام  نړیوالو ته ورسولو ،   اسلامی شریعت یی  پلی او اسلامی فرهنګ یی خپور کړو .

      اسلامی نظام ،  په هغو سیمو کی  چه اسلامی شریعت حاکمیت موندلی وو  د استثمارولو  او غلامولو کچه راښکته کړه . د استثمارګرو ګټی د خطر سره مخ شوی دا   کار  د حریصو  یهودو د پاره د منلو او هضمولو وړ نه وو چه د دوی  د  ناوړ و ګټو مخه دی  ونیول شی  نو د  هر دول وسیلیو ،  دسیسو او پلانونو  جوړولو څخه  یی  کار واخست  .

       د دوی د پلانونو څخه ډیر غوره  او لوی پلان  هماغه د نړیوال ګوند د تاسیسولو  پلان  وو  چه ( ماسونیزم یا فریمیسنری )  نومیده رامنخټه کړو ، دی ګوند  بیا  د ټولو شیطانی چارو واک لاس کی ونیولو د دیموکراسی په نوم  د یو شیطانی دین  بنسټ یی کیښود  ، او بیا  ددی دین د  خپرولو او پشپړتیا د پاره یی  بیلا بیل  (  ایزمونه )  رامنځته کړل  چه ځینی  یی لکه  کمونیزم او کاپیتالیزم ( اقتصادی سیستمونه )، ځینی د قومی تعصباتو د پاره ډیره خطرناکه او معتبره  وسله  لکه نشنلیزم او فاشیزم  او ځینی یی بیا صرف  دا چه حکومت به له دینونو جلا وی  ( یغتی  سکولریزم ) او داسی نور ایزمونه  رامنځته کړل  او بالاخره د ( نړیوال حکومت ) د تاسیسولو په فکر کی شول .

      د دیموکراسی شیطانی دین یا نظام  اولنی حمله په اسلامی هیوادونه وه چه زر ، زور او زیور په  کارولو ، د  اسلامی هیوادونو  د ځوانانو په ایزمی کولو یی   ایزمی نظامونه  رامنځته کړل  ، په دی ډول یی په  ټولو اسلامی  نړی کی د اسلامی  شریعت ټغر ټول کړو  او د مسلمانانو سیاسی قدرت  یی خپل کړو  کله چه مسلمانانو سیاسی قدرت له لاسه ورکړو ، ماسونیستانو ته د مسلمانانو بدن بربنډ او بی  دفاع پاتی شو ، نو دغه وخت دی چه له یوی خوا یهودانو د اسلام په نوم  د مسلمانانو د ویشنی د پاره هر ډول کتابونه او رسنی رامنځته کړی  ، د مسلمانانو تر منخ یی د ماده پرستی رقابت او  مسابقه پیل کړه   ، د دوی تر منځ یی ماده پرست  اسلامی علما را خپل کړل  ،  هغوی ته د ندی ورکړی شوی چه اسلامی ګوندونه ، مذهبونه او  ځانګړی څانګی  بیلی  او په اسلام کی نور بی شمیره ( اسلامونه ) جوړ کړی، ځینی خو د اسلام له دایری هم خارج شول  لکه قادیانیان او نور،  ځینو بیا معتدل  یا امریکایی  اسلام له دیموکراسی سره  پخلا  ، او ځینو بیا  اسلام خلع سلاح  او له  سیاسته یی وویست او ځینی یی بیا  افراطی سیاسیون  شول  او اسلام  یی قدرت ته د رسیدلو وسیله  جوړه کړه  او قدرت ته له رسیدو وروسته  یی ددی پرځای چه د اسلام پیروی وکړی  اسلام یی مجبور کړو چه د دوی پیروی وکړی .

      دا چه اسلامی حکومت شتون نه درلود ، دا چه د فتوی ورکولو د پاره خاص معیارونه نه وو  . هر چا کولی شو ( لکه د اوس وخت په شان )  بری لیکونه او تصدیق لیکونه له هر چا  او له هر ځایه تر لاسه کړی ،  د مدرسو د زده کړو  کیفیت او څرنګوالی  د هماغه مدرسو د علماوو پوری چه د کوم مذهب او یا ځانګړی مفکوری پلویان وو، اړه درلوده  څومره  به  چه د  فارغانو او علماوو شمیر کی زیاتیدو  په همغه  کچه به د اختلافاتو  لړی نوره هم پراخه  او تیزه شوه،  مناقشی به په جنګونو او یو بل ته په کافر ویلو او نورو بدو ویلو بدلی شوی  او  لا به رشتیا هم یوه یا  ټول اړخونه به په ډیرو مواردو کی د کفر تر کچی ورسیدل،  کرکو به دومره یو له بله لیری وستی وو  چه یو د بل په مقابل کی به یی  د اسلام د دشمنانو سره اړیکی نیولی .  

      نو  زما هیله له ټولو هغه اسلامی ګروپونو  ، مذهبونو او ګوندونو داده چه د الله په خاطر ، د حساب د ورځی د مخامخ کیدو په خاطر ، ددی مظلوم او په وینو کی لت پت او په غمونو کی اخته غم زپلی اولس د  اوښکو وچولو په خاطر ،وینو تویولو د مخنیوی  په خاطر ، د مسلمانو خویندو د بی عزتیو ،  په زندانونو کی  د د مجاهدینو د شکنجو ، بی شمیره توهینونو  او  د سپو سره د  داړولو  په خاطر او نورو ټولو ناخوالو او  بی حرمتیو په خاطر ورونو په هر مذهب  ، هر اسلامی ګوند ، هر قوم ، به هره ژبه چه خبری کوی  ا و هره سیمه کی چه اوسیږی که  د شهادت کلمه  مو په رشتینی  او د زړه په تصدیق ویلی وی او فکر کوی چه زمونږ سره به حساب کیږی   ،د حساب ورځ حقه ګڼی  او باور لری چه د الله ج سره به مخامخ کیږی  راځی چه اسلام کی اسلامونه جوړول بس کړو  او یواځی په یوه اسلام  راټول شو  ، له هغه وروسته مونږ د ایمان په وسله مجهز کیږو او بیا مونږ بریالبتوب ته رسیږو  کومه چه الله ح مونږ سره ژمنه کړی   چه مونږ بریالی یوکه مونږ مومنان یو، زمونږ د بریالیتوب شرط ایمان  او زمونږ د ایمان د زیږیدو شرط  اسلام دی چه  په یوه اسلام راتول شو او تفرقی نه کوو .   

دا که  مونږ له کوم قوم ، یا ګروپ  څخه یاستو او د هغه ګروپ څخه  یواځی د پیژند نی د پاره  کار واخستل شی  جواز لری  خو په لویه کی باید  یواځی د  یو ا سلام رسی ونیسو  ځانونه د یوی رهبری او یوی قوماندی  لاندی راولو .    باور وکړی  چه مونږ  د  خپل  انحتاط   او  محوه کیدو  په اخرو مرحلو کی قرار لرو .  ویښ شی   نور ځانونه مه تیر باسی او نه د الله ج د تیروتنی هڅی وکړی  د اختلافاتو د حل وخت هم اوس نه لرو د اسلامی حکومت  تر جوړیدو خپل معقول او یا غیر معقول اختلافات شاته وغورځوی   که نه  یو به هم نه یاستو   اوس د جهاد او مباززی وخت دی اوس د د اسلامی ورورولی او  د  افغانی یووالی وخت دی ، اوس چه مونږ هر چیری یو د اسلام د دښمنانو مقابل کی  د ځان او مسلمانانو ورونو او خویندو د بی ګناه وژنو مخه ونیسو لږ تر لږه غندنه یی وکړو کرکه ورسره ولرو .    ومن الله التوفیق

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x