fbpx

پر فيس بوک ديارلسمه آنلاين فی البديهه مشاعره

تر تيب: مستور مجاهد

د تېرې  جمعې  د شپې (  آنلاين  فی البديهه   مشاعره )  چې  د تکړه  شاعر ( عرفان  الله  عرفاني )  صاحب  د فيس بوک  پر دېوال  تر سره  شوه  په  لا ندې  ترتيب  يې  کتلی  شئ !

د معمو ل  سره  سم  دا دی  مشاعره  د ښاغلي ( مسروري  صاحب )

د شعر په  مطلع  پيلوو، په  همدې  قافيه  او رديف  يې  راپيل کړئ .

تا نيمګړي  ارمانونه  رانه  يووړل

مرګه  بيا دې  اوميدونه  رانه  يووړل

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د غزلو سوداګره  لږ راتم  شه

چېر ته  درومې  تا شعرونه  چېر ته  يووړل

عرفاني

ته  خ چې  د بل  شعرو کې  تا خپل  نوم  ليکلو

غَلَه  تا هغه  شعرونه  چېر ته  يوړل

حاکمي  اشنا

زه  يو څه  چايې  لا خورم  د کور خاونده

ياره  تا دا ګيلاسونه  چېر ته  يوړل

احمدي

ای  طلوعه  بيا به  چېر ته  داسې  نکړې

که  غلط  دې  راپورونه  چېر ته  يوړل

د هيلو جرس

و لاړې  د جنت  په  سفر ګرانه

بورې  مور دې  کتابونه  چېر ته  يوړل

مدثر همراز

د پيرانو مزارونو ته  پراته  وي

آه  سوالګر خپل  حاجتونه  چېر ته  يوړل

مستفيد

په  ګلونو د سيلۍ  دي  يرغلونه

وخت  خزان  مو بهارونه  چېر ته  يوړل

نعمت الله  عمري

زنکدن  دی  وچې  شونډې  تږی  پروت  يم

ساقي  تا رانه  جامونه  چېر ته  يوړل

عزت الله  خدر خېل

انقلاب  دی  در په  در کوڅو کې  ګرځو

تا د ګران  يتيم  نازونه  چېر ته  يوړل

خپلواک  امارتي

زما زړه  درته  دعا وکړې  طالبه

تا غربپاله  چينلونه  چېر ته  يوړل

خالق  يار احمدزی

امريکا حيرانه  پاته  پر ميدان  شوه

موټر بم  بريد يې  فوځونه  چېر ته  يوړل

سيف الرحمن  رحماني

فدايي  جانانه  سوال  مې  درنه  دا دی

د کافر نه  دې  خوبونه  چېر ته  يوړل

شکرالله  شمال

د عُنقا په  څېر عدم  له  دې  دنيا شې

تا زمونږ سپين  بيرغونه  چېر ته  يوړل

فريادي  جانان

مجاهده  ستا له  زلفو نه  زارېږم

له  ناټو نه  دې  خوبونه  چېر ته  يوړل

باران

ته  په  يو تکبير له  ډېرو ژوندون  واخلې

له  اغيارو  نه  دې  زړونه  چېر ته  يوړل

تنها

د بوشکې  د لاسه  نه  شو تلئ  هلمند ته

طالبانو زمونږ ټانګونه  چېر ته  يوړل

کندهار ميسي

دې  ترخې  دنياګۍ  ستړي  او ستومان  کړو

ژونده  زمونږ نه  دې  خوبونه  چېر ته  يوړل

طالب جان  خپلواک

پسرليه  په  راتګ  دې  خلک  خاندي

زمونږ له  زړونه  دې  غمونه  چېر ته  يوړل

نصرت الله  ابن  طارق

د ګودر خوا کې  شهيدې  پرتې  خورې

پر تندي  دې  سره  خالونه  چېر ته  يوړل

عزيزالله  حسيني

په  ښکلا يې  چې  ودانه  دنياګۍ  وه

تا هغه  سره  سپين  ګلونه  چېر ته  يوړل

جلالي  محسود

ټوله  شپه  په  ويښه  تېره  کړم  جانانه

اخ  له  ما نه  دې  خوبونه  چېر ته  يوړل

م  صادق  صادقي

زما د مينې  مدرسې  څخه  چې  ورک  شول

غمازانو کتابونه  چېر ته  يوړل

ريحان  جان  زاهد

په  څېره  به  يې  د ښکلا عجيبه   کيف وو

بدرنګي  هغه  رنګونه  چېرته  يووړل

مهاجر افغان

زمونږ زړونه  دې  ټوټې  زخمي  زخمي  کړل

مرګه  تا زېړي  ګلونه  چېرته  يووړل

غازي

چې  د تورې  په  ګزار يې  سر ورمات  کړ

مرګي  دا ستر قوتونه  چېرته  يووړل

همدر افغان

سور ګلاب  شو پاڼې  پاڼې  له  پاک  دينه

د سرو شونډو دې  لعلونه  چېرته  يووړل

جبار تنها

اربکيه  کورته  راغلې  کور دې  چور کړ

تا هغه  پاسته  توسونه  چېرته  يووړل

پرهري  افغان

تل  به  خښ  وه  د دښمن  په  ګرېوانه  کې

تا هغه  تکړه  لاسونه  چېرته  يووړل

سيف الله  ځدران

د هلمند  څپې  نن  بيا په  مستۍ راغلې

ګوډاګيه  تا ټانګونه  چېرته  يووړل

سيف  الرحمن  رحماني

چې  دې  لارې  د راتلو څاري  شهيده

زما د سترګو دې  خوبونه  چېرته  يووړل

منيب  فاتح

مازديګر زمونږ کور کلی  پرې  آباد وه

هغو خلکو اوس  کورونه  چېرته  يووړل

هلال  مهاجر

تا زما پر ارمانونو قدم  کېښود

تا زما د زړه  خيالونه  چېرته  يووړل

حيات  جان

زه  په  طمعه  ياره  ستا د ديدن  ومه

تا له  مانه  دېدنونه  چېرته  يووړل

جنتي  ملنګ

چې  دښمن  ترې  په  هيڅ  ځای  په  امن  نه وو

تا هغه  سپين  سره  ګلونه  چېرته  يووړل

ظاهر شاه  سروضوال

مازديګر پر څنګ  د لمر له  سترګو ورک شوې

تورماښام  دې  قدمونه  چېرته  يووړل

افتاب  زلمی

ای  له  غرب  څخه  رالوتې  سور سېلابه

تاد بڼ  دا بهارونه  چېرته  يووړل

مهربان  مجاهد

مرګه  بس  کړه  نور مو ولې  ځوروې  ته

تاښايسته  ښايسته  ګلونه  چېرته  يووړل

طلحه  مجاهد

چې  زمونږه  پرې  درست  کلی  ښايسته  وو

مرګي  هغه  سپين  مخونه  چېرته  يووړل

زرقاوي  ځاځی

شهادته  در پسې  يې  زړونه  مات  شول

تا هغه  ځوانان  يادونه  چېرته  يووړل

حبيب الله  سيال

چې  جوړه  به  ګرځېدلو سره  دواړه

هجره  تاهغه  وختونه  چېرته  يووړل

الهام  خوستی

صدقه  دې  له  ګوزار شم  طالب  جانه

د طلوع  نه  دې   خوبونه  چېرته  يووړل

شهاب  زعفران

چې  په  شتونه  يې  ځمکه  غرونه  نازېدله

تا ښکاري  ښکاري  بازونه  چېرته  يووړل

علي  غزنوي

د ځوانۍ  په  پسرلي  دې  خزان  ګډ کړو

انقلابه  تا ګلونه  چېرته  يووړل

رحيم الله  شېرمل

دزړه  آه  مې  درته  وکړلو سوالونه

رايې  کړه  تادې  لاسونه  چېرته  يووړل

مالک  وفا

ای  مرګيه  زر کړه  زر ځواب  يې  راکړه

تا زلمي  لکه  ګلونه  چېرته  يووړل

محمدالله  سنګري

غم  دې  دومره  زورور دی  ای  شهيده

تازما دناز خوبونه  چېرته  يووړل

ملنګ  افغان

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د