نظــر

د طلوع او طالبانو ترمنځ روانه جګړه لومړی چا پیل کړه ؟

عبدالرحیم (ثاقب)
د تیرې چارشنبې په ورځ دکابل ښار د دار الامان په سیمه کې د طلوع ټلویزون اړوند موبی ګروپ د لیږدوونکو موظفینو پر موټر د تر سره شوي برید له امله ۷ کسه مړه او تر شلو زیات مرګوني ژوبل شول .
له بریده څو شیبې وروسته طالبانو رسما د برید مسؤلیت په غاړه واخیست او دایې د هغه ګواښ عملي کیدل وبلل کوم چې په تیر سپتمبر کې یې د یاد ټلویزون د تبلیغاتي ناسمو خبرونو د خپرولو په مقابل کې هغوی ته کړی و.
طلوع ټلویزون په کال ۲۰۰۳ کی د موبی ګروپ د مشر سعد محسیني لخوا ایجاد شو او په خپل ۱۳ کلن نشراتي فعالیت کې یې د هیواد د نورو سیاسي جریاناتو تر څنګ کله ناکله د طالبانو له ویاندویانو سره هم مرکې کړې او هم یې د هغوی پلویان په مختلفو پرګرامونو کې سیاسي بحثونو ته بللي .
د تیر کال په سپتمبر کې په شمال کې د طالبانو پرمختګ او د هغوی لخوا د لومړي ځل لپاره دکندوز استراتیژیک ولایت ولکه کول په افغانستان کې د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ د ۱۵ کلنې پوځي مقابلې وضعیت په ډراماتیک ډول بدل کړ.
له ډیره بده مرغه چې د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ د مقابلې په دې ډراماتیک تغیر کې طلوع تلویزون هم یو په یوه د حکومت دیوه پوځي شریک په توګه په مقابله کې ورګډ او د شمال جګړې په اړوند ټولې خپرونې ، ګذارشونه او له سیمې څخه د هغوی د خبریالانو لایف (نشر مستقیم) رپوټونه یې د طالبانو په خلاف خپرول پیل کړل .
دبیلګې په توګه د جګړې لومړۍ کرښې ته به د طلوع خبریالان د حکومتي ځواکونو په ملتیا ورتلل او هلته به یې د دفاع وزارت اړوند د پوځي شوبلو له منځه په ژوندۍ بڼه د دولتي ځواکونو په ګټه رپوټونه ورکول .
دا چې طلوع ټی وي د افغانستان په کچه له پرمختللو او مشهورو تلویزوني شبکو څخه ګڼل کیږي ، هغوی به حتما د جګړې په ساحه کې د خپلو خبریالانو د پیژندني او همداراز د هغوی د تحفظ لپاره د press په نښه مشخصې کړل شوي حفاظتي واسکټونه لري ، او د هغوی استعمال به خپل صحافتي مسؤلیت ګڼي مګر د طلوع اړوند خبریالانو تر دې کچې ځان دولتي ځواکونو ته ورنیږدي کړ چې د press د ځانګړو محافظتي واسکټونو پرځای به یې د دفاع وزارت اړوند پوځي زغره لرونکي واسکټونه په ځان کړي او د جګړې د لومړیو کرښو تر امنیتي چارواکو به هم دوي وړاندې روان ول.
د هیواد له دفاعي ځواکونو سره نږدیوالی او یا د هغوی پلويتوب د هر چا خپل مسؤلیت او پریکړه ده خو ژور نالیستان چې د هیواد د ټولو جنګي پیښو په اړه یواځې د واقعیتونو د انعکاس مسؤلیت لري ، نه باید په جګړه کې د جګړې د ښکیلو ډلو په پلوي فعالیت وکړي.
که همدا ژورنالیستان غواړي د دولتي ځواکونو په پلوي له طالبانو سره وجنګیږي هغوی کولای شي ځان د دفاع وزارت او ملي اردو په لیکو کې منسجم کړي ، نه داچې د رسنیو د خبریالانو په جامه کې په غیر مستقیم ډول د دولتي ځواکونو رول تر سره کړي.
طلوع تلویزون د شمال په جګړه کې د حکومت په پلوي کې دومره مخکی ولاړی چې نه یواځې داچې د جګړې په ډګر کې خبریالان له امنیتي ځواکونو سره اوږه په اوږه روان ول بلکي له مهني او تبلیغاتي اړخه یې هم د طالبانو خلاف هماغه اصطلاحات کارول پیل کړل کوم چې د حکومت سیاسي او تبیلغاتي چارواکو د طالبانو خلاف کارول ، دولتي تبلیغاتي رسنیو به طالبانو ته د تروریستانو او د هیواد د دښمنانو اصطلاح کارولې ، طلوع ټلویزون هم په خبرونو او هم په رپوټونو کې کټ مټ د طالبانو لپاره هماغه اصطلاحات کارول او د هغوی خلاف یې تبلیغاتي پرو پاګنډه جاري ساتله .
د د غې پروپاګنډ له جملې څخه یوه هم د کندوز په ښار کې د کندوز پوهنتون پر ښځینه محصلاتو باندې د طالبانو لخوا د جنسي تیري اتهام و چې د طلوع لخوا پر طالبانو وارد شو .
خو د طلوع دا اتهام هم د کندوز د خلګو او هم د پوهتنون د محصلاتو لخوا په کلکه تکذیب شو، ځکه د کندوز د سقوط پرمهال د لوی اختر د رخصتي له امله په ټول پوهنتون کې نه نارینه محصلین موجود ول او نه هم ښځینه .
طلوع ته د طالبانو ګواښ .
د طالبانو او طلوع په مقابله کې لومړنی برید طلوع وکړ چې له امله یې طالبان یواځې رسانه يي تهدید ته اړیستل شول .
طالبانو د طلوع د اتهام په مقابل کې د طلوع ټلویزون چارواکي بښنې غوښتلو او له ناسمو تبلیغاتو څخه لاس اخیستلو ته راوبلل ، او د تخلف په صورت کې یې هغوی د پوځي اهدافو په جمله کې شاملولو سره وګواښل .
که څه هم چې هماغه وخت ټولو خبري رسنیو ، د ژور نالیستانو اتحادیې او ملګرو ملتونو د طالبانو د دغه اقدام په مقابل کې غبر ګون ښکاره کړ او طلوع تلویزون پر خلاف یې د طالبانو ګواښ د بیان د آزادي ضد عمل وګاڼه ، خو د طالبانو استد لال دا وه چې هغوی په خپلې اعلامې کې د هیواد له لسګونو تلویزوني شبکو څخه مشخصا د طلوع او یک تلویزوني شبکې ځکه ګواښلي چې د هغوی خلاف یې عملا پوځي موقف نیولی .
د طالبانو او طلوع ترمنځ د پیل کړل شوي جګړې مسؤلیت د چا پر غاړه دی ؟
لکه مخکي چې مو وویل طلوع تلویزوني شبکې د نورو خبري رسنیو او تلویزوني شبکو ترڅنګ خپل خبري فعالیت یواځې په تبلیغاتي برخه کې د طالبانو خلاف پر مخ وړ خو طالبانو د بیان آزادي ته د احترام په خاطر کله هم د هغوی په خلاف اقدام ونه کړ ، خو کله چې طلوع له تبلیغاتي ساحې ور هاخوا په په پوځي ساحه کې هم عملا د هغوی په خلاف دریځ ونیو طالبان مجبور شول چې د خپل ځان په دفاع کې د هغوی خلاف یوه اعلامیه خپره کړي.
د طلوع په خلاف د طالبانو لومړنی غبرګون فقط د یوې اعلامیې په چوکاټ کې محدود و نه عملي اقدام ؛ ځکه هغوی د اعلامیې له صادریدو نه د دار الامان تر برید پوري طلوع ته پوره پنځه میاشتې مهلت ورکړ چې ښايي طلوع د طالبانو خلاف خپلې تبلیغاتي تګلارې ته تغیر ورکړي مګر طلوع بیاهم دا ټول مهلت نادیده وګاڼه او د طالبانو خلاف یې په خپلې پالیسۍ کې هیڅ بدلون نه راوست .
د طلوع دوژل شویو کارکوونکو مسؤلیت د چا پرغاړه دی؟
دا چې د طالبانو او طلوع ترمنځ روانې مقابلې د یوې عملي پوځي مقابلې بڼه غوره کړه نو د طلوع چارواکوته ته په کارو چې یا له دې مقابلې لاس واخلي او یاهم د هغې له تهدید څخه د خپلو کارکوونکو د تحفظ لپاره لازم تدابیر ونیسي.
د طلوع اړوند موبي ګروپ کوم موټر چې د هغه کارکوونکي لیږدول د هغه د محافظت او ساتنې لپاره هیڅ تدابیر نه وي نیول شوي .
په همدې مشخص موټر کې له تیرو څو میاشتو راهسي ټول هغه کارکوونکي سهار ماښام خپلو کورونوته لیږدول کیدل چې له فعالیتونو او بشري انرژي څخه یې عملا د طالبانو خلاف استفاده کیدله خو د دوي د حمایت او حفاظت هیڅ چاره نه وه سنجول شوې هماغه ول چې هغوی په ډیرې اساني سره د یوه مقابل هدف په حیث د طالبانو تر برید لاندې راغلل او په ډیرې بي پروايي سره ووژل شول.
که حقیقت ته وکتل شي د دغو کسانو د وژل کیدو اصلي مسؤلیت د طلوع اړوند د موبي ګروپ د چارواکو پرغاړه دی چې د هغوی په حفاظت او ساتنې کې جدي بیغوري کړي .
دا چې هغوی پوهیدل چې طالبانو عملا د پوځي اهدافو په لیست کې راوستي باید د خپلو ټولو کاروونکو د خوندیتوب لپاره یې عملي اجراأت او امنیتي تدابیر نیولي وای تر څو یې په لسګونو کاروونکی د غه ډول په بي پروايي سره له لاسه نه وای ورکړي .
یواځي دا یو برید ؟
د طالبانو او طلوع ترمنځ پیل شوې مقابله یواځې په دې یوه برید سره پای ته نرسیږي بلکې لا به تر ډیرو جاري وي ، که طلوع نور هم غواړي دا مقابله جاري وساتي نو باید د خپلو کارکوونکو تحفظ او ژوند ژغورلو ته جدي توجه وکړي .
طلوع چارواکو چې په خپل ۱۴ کلن نشراتي جریان کې یې د افغانستان د مسلمانې ټولنې د مذهبي مقدساتو او افغاني اصیلو رویاتو خلاف کومه تګلاره غوره کړې هغه یواځې د طالبانو لخوا نه بلکې د حکومت په داخل کې د ولسي جرګې ، مشرانو جرګې ، سترې محکمې او علماوو شورا له کلک مخالفت سره هم مخ شوي ، خو داچې د طلوع تر شا قوي لاس شتون لري نو د طلوع ادارې او نشراتي مجریانو هم د هیچا پروا نه کوله او نه دولتي دري ګونو قواو د هغوي د افغانیت او اسلامیت ضد خپرونو مخنیوی وکړای شو .
طلوع والو د طالبانو لخوا ورکړل شوی تهدید هم د حکومتي چارواکو د غیر مؤثرو تهدیدونو په څیر باله او د هغوی لخوا له ورکړل شوي پنځه میاشتني مهلت څخه یې هیڅ عبرت نه اخیست.
هماغه وه چې بالآخره د طالبانو د ورکړل شو ي پنځه میاشتني مهلت موده پایته ورسیده او د طلوع پرخلاف یې خپل ورکړي ګواښ عملي کړ چې طلوع والو هم د طالبانو له دې عملې ګواښ څخه په درس اخیستلو سره سمدستي خپلې ټولې غیر مذهبي او اخلاقي خپرونې د قران کریم او آذان په خپرولوسره بدلې کړلې .
خدای دې وکړې چې طلوع وال نور هم په خپل نشراتي فعالیت کې دغې اصلاحې تګلارې ته دوام ورکړي او نور د خپلو مسلکي کارمندانو له ژوند سره بي پروايي ونه کړي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمدربی آماج

موږ په پښتو ژبه کی یو متل لرو چی وایی: که بدی نه کړای بدي چاري !««»» بدۍ به چا وهو په لاري! د هر انسان بی موجبه او بی محکمی قتل جرم دۍ، او اسلام خو بیا دغه مسله بیخی د انسانیت وژنه ګڼی. خو اوس به راشو دی ټکی ته چی آیا د بیان آزادی ځانګړۍ تعریف هم لری؟ او که وی څرنګه دۍ؟ بله دا چی آیا رسنۍ باید اخلاقی کودونه هم ولری او که د سرچوک د چار چټانو غوندی بی مسولیته وی. او هر څه چی وایی، یایی ښیی هغه د بیان آزادی ده او… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x