افغانستان

د خلکو استازي په ژمنۍ رخصتۍ کې بهرنيو هېوادونو ته ځي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې ۴مه، ۱۳۹۴ل): د ملي شورا د ژمنۍ رخصتۍ له پیل سره د استازيو موکلین شکایت کوي چي وکیلان يې د دوی د د ستونزو د اورېدو پر ځای بهرنیو هېوادونو ته سفرونه کوي.

د ولسي جرګې او مشرانو جرګې ژمنۍ رخصتۍ تېره چهارشنبه پیل شوه، چې یوه نیمه میاشت به دوام وکړي.

د کندهار، غزني، پکتیکا او هلمند اوسېدونکي وايي چې وکیلان يې له همدې رخصتۍ په ګټې د دوی د ستونزو د اورېدو پر ځای بهرنیو هېوادونو ته سفرونه کوي.

د غزني د اندړو اوسېدونکی محمد رسول وايي چې دوی یوازې د ټاکنیزو ناندریو په وخت کې د وکیلانو غونډې او مېلمستیاوې لیدلې دي، بیا يې څوک نه دي ليدلي.

د دوی په خبره له قانوني اړخه دا رخصتي د خلکو د ستونزو د اورېدو او له خپلو موکلینو سره د وکیلانو د لیدلو یو لپاره ورکړل شوې ده، خو استازي بهرنیو هېوادونو ته د تفریح لپاره ځي.

د ولسي جرګې دویم مرستیال حاجي نذیر احمد نذیر وايي چې استازي باید له خلکو سره وویني.

د هغه په خبره هغوی چې نا امنۍ پلمه کوي د هغوی د امنیتي خونديتوب لپاره يې د کورنیو چارو وزارت له مسوولینو سره خبره کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x