شعـــــرونه

يرغلګره!

يرغلګره څه ځوانان دي رانه بېل کړل
څه بوراوې څه ګلان دي رانه بېل کړل

بددعابه درته ولې له زړه نه کړم
زړه دي وچ سه خوخپلوان دي رانه بېل کړل

سړى خوره بشر دوست کېدلى نه شې
خويندې ميندې ماشومان دي رانه بېل کړل

سرولمبودي ګودرونه لو لپه کړل
چنارونه هم مارغان دي ران ه بېل کړل

په سينوکي يې قرآن وو درست ساتلى
بلبلان وو حافظان دي رانه بېل کړل

تا به وژني باوري يم افغانان دي
خير که ځيني ناپو هان دي رانه بېل کړل

يو په دې مو خپه زړونه يو څه ښه دي
چي جرګې ته غلامان د دي رانه بېل کړل

ازغن سيم استشهادي زلمي ته هيڅ دى
اوس به مري چي قاتلان دي رانه بېل کړل

ورسره به ما الهام هم زمزمې کړې
سنګرپالي شاعران دي رانه بېل کړل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x