افغانستان

نورستان: طالبانو د خلکو په مرسته ۱۴ کیلومتره سړک ورغاوه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې ۴مه، ۱۳۹۴ل): د نورستان ولایت په وانټ وایګل ولسوالۍ کې طالبانو ۱۴ کیلومتره سړک له رغولو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپاره.

دغه سړک چې د خلکو په مرسته په سیمه کې مېشتو طالبانو له اوږدې مودې کار وروسته ګټې اخیستنې ته چمتو کړ، د وانټ وایګل ولسوالۍ د دیبلي کلی له ارنس کلي سره نښلوي چې په اوږدو کې يې د پرتو وړو کلیو ستونزې هم ورسره هوارې شوې دي.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې طالبانو له ولسوالۍ نه تر بيلي کلي پورې هم پر سړک او پلونو کار پیل کړی او هم يې د نشګرام، زمیوبیلي، هشمزو پر پلونو هم هممهال کار پیل کړی دی.

طالبانو هم په دې سیمه کې د خپلو ملګرو له لوري د دې سړک د جوړولو تاييد کړی او ويلي يې دي چې په دې سیمه کې افغان حکومت هیڅ هم نه دي کړي.

دم ګړۍ یاده ولسوالۍ بشپړه د طالبانو په لاس کې ده.

ياده دې وي تر دې وړاندې هم طالبانو د کندوز په چهاردره، د غزني په قره باغ او د بغلان په ځينو سیمو کې لويې لارې او پلونه جوړ کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x