
کندهار: د ریګستان امنیه قومندانۍ کې ۱۸ پولیس مسموم شوي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې ۴مه، ۱۳۹۴ل): د کندهار د ریګستان ولسوالۍ په امنیه قومندانۍ کې ۱۸ پولیس مسموم شوي دي.
لومړني معلومات وايي چې په د ریګستان په امنیه قومندانۍ کې مسموم شوي پولیس د خپلو ملګرو له لوري د زهرجنو خوړو په وسیله مسموم شوي دي.
د ریګستان ځايي چارواکي وايي چې مسموم شوي پولیس يې روغتيايي مرکز ته رسولي دي او د عمل عاملان يې نیولي دي.
تر اوسه نه ده څرګنده چې پولیسو ولې خپل ملګري مسموم کړي دي، خو تر دې وړاندې د هلمند په امنیه قومندانۍ کې هم مرګ ـ ژوبله واړوله.
د هلمند ځايي چارواکو ومنله چې چاودنه د امنیه قومندانۍ د ننه د نشه يي توکو پر ضد ماموریت کې وشوه او ۱۳ تنو ته يې مرګ ـ ژوبله واړوله.