fbpx

طالبان: سوله د هرې ټولنې لومړنۍ اړتیاه ده ـ پګواش غونډه کې د طالبانو د وينا بشپړ متن

نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې ۴مه، ۱۳۹۴ل): د پګواش نړیوالې مؤسسې له لوري په قطر کې د افغان قضيې په اړه درې ورځنی کنفرانس جوړ شوی، چې پکې سیاسي شنونکي، د نظر خاوندان او د طالبانو د سیاسي دفتر غړي هم برخه وال دی.

په دې کنفرانس کې چې د سولې اړوند بحثونه کېږي، پرون ـ شنبه ـ طالبانو خپله مفصله وينا ګډونوالو ته واوروله، چې پکې يې د سولې اړوند خپل مقدماتي شرطونه هم وړاندې کړي و.

طالبانو په خپلو خبرو کې ويلي چې سوله د هرې ټولنې لومړنۍ اړتیا ده، او په وينا يې د سولې خبرې باید له دوی سره مخامخ وشي او د دوی مشران باید له تور لیست نه ویستل شي.

ياده دې وي افغان حکومت د سولې په دې نړیوال کنفرانس کې له ګډونه انکار کړی او د سولې د هڅو په پلمه د څلور اړخیزو ناستو تر څنګ يې دا ناسته « نامناسبه » بللې ده.

د پګواش په دې ناسته کې د طالبانو د وینا بشپړ متن دلته لوستلی شئ، چې په یاده ناسته کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر شیر محمد ستانکزي ولوست:

په پګواش کنفرانس کې د اسلامي امارت د استازو لخوا د لوستل شوې بيانيې متن

بسم الله الرحمن الرحیم

الحمد لله نحمده و نستعینه ونستغفره، ونعوذ بالله من شرور أنفسنا و من سيآت أعمالنا، من يهده الله فلا مضل له ومن يضلل فلا هادي له، وأشهد أن لا إله إلا الله وحده لا شريك له و أشهد أن محمدا عبده ورسوله، أما بعد:

تر هر څه د مخه له ټولو ښاغلیو او آغلیو ګډونوالو څخه مننه کوم او کور ودانی ورته وایم چې زمونږ د ګران هېواد افغانستان او مظلوم افغان ولس د ستونزو د هواري په اړه د بحث او نظر شریکولو لپاره دلته سره راغونډ شوي، په ځانګړي ډول د قطر د اسلامي هېواد او ښاغلي امیر شیخ تمیم بن حمد بن خليفة آل ثاني څخه د زړه له تله مننه کوم چې په خپل هیواد کې یې د دې مهمې ناستې لپاره اسانتیاوې برابرې کړې.

همدا ډول د پګواش له نړیوالې مؤسسې او د هغوی له اړونده مسؤولینو او کارکوونکو په ځانګړي ډول د پګواش له سکرتر جنرال ښاغلي ( پاولو کوټا راموسینو ) څخه مننه کوم چې له ډېر وخت راهیسې يې د دې ناستې د برابرولو لپاره هلې ځلې کړې دي.

اوس غواړم د خپل ګران هېواد د روان وضعیت او اړونده موضوعاتو په اړه له تاسو سره معلومات شریک او په اړه یې د افغانستان د اسلامي امارت رسمي دريځ روښانه کړم، الله دې وکړي چې دا ناسته زمونږ د کړېدلي او ځورېدلي ولس د ستونزو د هواري لپاره یوه ښه پیلامه شي.

په افغانستان کې د نږدې څلورو لسیزو د غمیزو او جګړو د دوام عوامل:

زمونږ ګران هېواد، مسلمان او مجاهد ولس له نېږدې څلورو لسیزو را په دیخوا د اور په لمبو کې سوزي، مادي او معنوي هستۍ یې تالا او ترغه شوې، د هر ډول پرمختګ مخه یې نیول شوې، په سل هاوو زره خلک بې کوره شوي، فقر او مسکنت بل هغه لوی مصیبت دی چې د جګړو له امله افغان ولس ورسره لاس او ګرېوان دی، د دې ټولو ناخوالو بنسټیز لامل د بهرنیانو لاسوهنې او یرغلونه دی، ور سره د وخت د واکمنو خودخواهي، بې کفایتي، بې عدالتي او په اسلامي معتقداتو بې باوري بل لوی لامل دی چې هېواد او ولس یې له غم لړلي ناورین سره مخ کړی دی، د افغان مسلمان ولس د اوسنیو ناخوالو او کړاوونو د مزي سر د ۱۳۵۷ هـ ش کال له کمونیستي کودتا سره تړلی دی چې د وینو ویالې یې تر نن پوري روانې دي.

کله چې د الله تعالی په نصرت او بیا د افغان مجاهد ولس د مېړانې په نتیجه کې شوروي اتحاد ماتې وخوړه او د هغوی لاس پوڅی نظام نسکور شو، متآسفانه چې افغان ولس بیا هم د آرام ساه وانخیسته، کورنۍ جګړې پیل شوې، په هر ښار او هره سیمه کې ملوک الطوائفی جوړې شوې، انارشیزم را منځته شو، نه د چا سر په امن و، نه یې مال او نه عزت، د دې مشکلاتو د حل په خاطر، د طالبانو اسلامي تحریک د مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله په مشرۍ کې راپورته شو چې په ډېر لنډ وخت کې یې د الله تعالی په نصرت او د ولس په مرسته د هېواد اکثریت سیمې تر خپل کنترول لاندې راوستې؛ خو د امارت ضد قوتونو اسلامي امارت او افغان ولس ته په تشو بهانو د ستونزو په جوړولو پیل وکړ.

د سپتمبر د یوولسمې پېښه او په افغانستان د امریکا د ناروا یرغل ناوړه عواقب:

په داسې حال کې چې اسلامي امارت د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱ مې په پیښه کې هیڅ ډول لاس نه درلود، د دې پرځای چې د پېښو په اړه یوه عادلانه او هر اړخیزه څېړنه شوې وای، بر عکس د امریکې د وخت ولسمشر جورج بوش نېغ په نېغه افغانستان او اسلامي امارت ته ګوته ونیوه، که څه هم اسلامي امارت له مختلفو لارو ډېرې هڅې وکړې چې نړیوالو ته قناعت ورکړي چې د پېښې په اړه څیړنه وشی، تر څو حقیقت معلوم شي؛ مګر اړونده امریکايي سیاستوالو په هېڅ ډول د منطق او عقل خبره نه اورېده.

همغه و چې امریکې په افغانستان یو ناروا او ظالمانه یرغل وکړ، په افغان ولس یې ړنده بمباري، میزاییل او راکټونه ویشتل پیل کړل.

دا دی څوارلس کاله پوره شول، د کومو اهدافو چې دوی شعار ورکاوه یو یې هم تر سره نه شو، بلکې عملا یې د هغو شعارونو په خلاف ګامونه پورته کړل چې له مخې یې په افغانستان باندې خپل یرغل توجیه کاوه، د امریکا دغه ناروا یرغل بې شمیره ناخوالې او ناوړه عواقب درلودل چی د نمونې په توګه په لاندې ډول د یو څو یادونه کوو:

۱- د هېواد ‌ اشغال او اسلامي نظام له مینځه وړل:

یو اسلامې نظام چې د ولس غوښتنه او د مجاهدینو د پاکو وینو ثمره وه، هیواد یې له تجزیې ژغورلی و او عدالت یې پکې تامین کړی و، هغه یې د خپل ناروا یرغل په نتیجه کې له مینځه یووړ، یو اسلامي او خپلواک هېواد یې اشغال کړ، د ولس او هېواد خپلواکي یې سلب کړه، د خپلې خوښې یوه بې صلاحیته او په فساد ککړه اداره یې رامینځ ته کړه چې واک یې له دوی سره دی، کوم څه چې دوی وغواړي په خلاص مټ یې کولی شي او هغه ناروا بشریت ضد جنایتونه یې وکړل چې په خپلو هېوادونو کې یې نشي کولی.

۲- ملکې تلفات او مالې زیانونه:

د هېواد زیر بناوې یې نه دا چې په اساسي ډول جوړې نه کړې، بلکې د هېواد د معادنو او کانونو د غیر قانوني استخراج او چور لپاره یې زمینه برابره کړه، طبقاتي نظام یې پیاوړی او پراخه کړ، د خلکو تر مینځ یې د انساني خواخوږۍ، اسلامي ورورولۍ او اخلاقي ارزښتونو معیارونه ونړول، په لسهاوو زره عام خلک، سپین ږیري، ماشومان او ښځې یې شهیدان کړل، په ودونو، کلیو، جوماتونو، جنازو، بازارونو، مدرسو او ښوونځیو، ماشومانو او عامو خلکو یې بمبارۍ وکړې، د خلکو فصلونه، کښتونه او باغونه یې خراب کړل، خلک یې له خپلو کلیو او کورونو څخه کډه کولو ته اړایستل.

۳- تعصبونو ته لمن وهل او د اسلامي او ملي ارزښتونو له منځه وړل:

له یرغل سره سم یې عملا د ولس په ټوټه کېدو لاس پورې کړ، د ولس تر منځ یې د قوم، ژبې، سمت او مذهب په نامه کرکې او نفرتونه وکرل، دا کار یې په ډېرو برخو او مختلفو کچو ترسره کړ، په اجتماعي برخه کې یې په تبلیغاتي بڼه په خپل لاس د جوړو کړیو رسنیو له لارې، او په حکومت کې د قوم، ژبې، سمت او مذهب په نامه د چوکیو د ويش او تقسیم له لارې دغه ناوړه کار ته لمن ووهله.

بار بار یې د اسلام او مسلمانانو د مبارک او مقدس کتاب قرآن کریم سپکاوی وکړ، د جوماتونو بې حرمتي یې وکړه، د شهیدانو د جسدونو سپکاوی یې وکړ، حتی د الله تعالی د مقدس ذات په وړاندې ګوستاخیانې وشوې، د دې جنایتونو د مرتکبینو حفاظت او ساتنه یې وکړه، او په ټولنه کې یې اخلاقي فساد رواج کړ.

۴ – په خلکو کې د ډار او ترهې فضا را منځته کول:

په داسې حال کې چې په کور کې واړه ماشومان په خواږه خوب ویده وي، یرغلګر او انډیوالان یی پرته له کوم مخکني خبر، یو په یو په دېوالونو ور اوړي، دا کار نه یوازې د اسلامي قانون له مخې یو جنایت دی، بلکې د هر انساني قانون او عرف خلاف عمل دی، په افغاني ټولنه کې د ورځې له خوا د یو چا په کور ورننوتل ستر جنایت دی، دا چې د شپې له خوا د چا په کور څوک ورننوزي، هېڅکله یې افغاني غیرت نشي برداشت کولی، متاسفانه د دوی له خوا د افغان ولس په حق کې دا جنایت هره ورځ تر سره کېږي.

یرغلګرو په زرهاوو بې ګناه افغانان یا هسې په ظاهري بڼه چې دوی ور سره نابلد دي، بندیان کړي، یا یې د خپلو ګومارل شویو جاسوسانو په غلطو راپورونو د زندان تورو تمبو ته اچولي او په کلونو کلونو بې سرنوشته هملته پراته دي، چې یوه ښه بېلګه یې د بګرام کرغېړن زندان دی چې هلته له نورو زرګونو بي ګناه بندیانو سره ۶۰۰ یوازي هغه بندیان چی د بند موده یی هم پوره شوې، په غیر قانوني ډول په زندان کې ساتل شوي او د تعذیب شپې او ورځې تیروي او داسې شکنجې ورکوي چې ځینې بندیانو خپل ژوند له لاسه ور کړی، دا ډول ډېرې پېښې رامنځ ته شوې دي، چې په رسنیو کې هم راغلي دي.

یرغلګرو د افغان ولس په منځ کې په عام ډول یوه د ډار او ترهې فضا حاکمه کړې، په کلیو او بانډو کې خلک نه د شپې په آرام وي نه د ورځې؛ ځکه هره شېبه د دې احتمال وي چې یرغلګر راشي، یا چاپې ووهې، او یا بمبار وکړي.

۵– د کېمیاوي وسلو استعمالول:

په افغانستان کې د کیمیاوي وسلو استعمال بل هغه لوی جنایت دی چې یرغلګرو تر سره کړی، هغوی یوازې د عادي وسلو په کارولو بسنه نه ده کړې، بلکې داسې نښې نښانې شته او په دې اړه ځینې څېړنې هم شوې دي، چې ښيي یرغلګرو په افغانستان کې کیمیاوې وسلې استعمال کړې دي.

۶- افغانستان د استخباراتو او مخدره موادو په مرکز بدلول:

یرغلګرو په خپل راتګ سره زموږ ګران هېواد افغانستان د نړیوالو استخباراتو په ځاله بدل کړ، تر پنځوسو زیاتو هېوادونو ته یې داسې زمینه برابره کړه چې په هېواد کې استخباراتي ځالې جوړې کړي او د خپلو شومو موخو لپاره په خلاص مټ کار وکړي، همدا رانګه د نشه یي توکو پدیدې چې اسلامي امارت یو مخیزه له مینځه وړې وه، متاسفانه چې د اشغال په دوران کې یې په بیساري او هر اړخیز ډول وده وکړه او په ملیونونو افغانان په نشه یې توکو روږدي شول.

۷- د ښځو په وړاندې د زور زیاتي د پېښو زیاتوالی:

یو بل د پام وړ جنایت چې د یرغل په پایله کې رامنځته شوی، هغه له ښځو سره زور زیاتی، او د ښځو په وړاندې غیر انساني، غیر اخلاقي او غیر افغاني چلند دی، له کومې ورځې چې یرغلګر راغلي د ښځو په وړاندې د زور زیاتي پېښې ډېرې شوې دي، له همدې کبله د ښځو ځان وژنه په ځانګړي ډول ځان سوځونه زیاته شوې، په ښځو په ځانګړي ډول په وړو ماشومانو د جنسي تېري (د پیښو) زیات راپورونه ثبت شوي دي، که څه هم یرغلګر دعوه کوي چې د ښځو لپاره یې د زده کړې او کار زمینه برابره کړې ده؛ خو که پام وشي د یو انسان لپاره تر هر څه د مخه ژوند لومړی او اساسي حق دی، چې باید خوندي وي، په داسې حال کې چې د ځينو ښځو په ژوند او آبرو لوبې کېږي، که یو څو نورو ته د تعلیم او کار زمینه برابره شي، دې ته د ښځو حقوق نشي ویل کېدی، د یادونې ده چې د نجونو د تعلیم په هکله د دوی ارقام په حقایقو نه دي ولاړ بلکې تر ډیره حده تخیلي دي، په دې اړه په خپله د کابل ادارې په اصطلاح د تعلیم او تربیې وزرات ځینو پخوانيو چارواکو او نورو نړیوالو څارونکو په مطبوعاتو کې له پټو او حیرانوونکو حقایقو پرده پورته کړې ده.

د کابل اداره بې واکه ده:

د کابل ادارې چوکاټ څوارلس کاله وړاندې په بون کې د یرغلګرو په نوښت، مرسته او ملاتړ جوړ او په افغان ولس وتپل شوه او اوس هم د هغوی له خوا په سیاسي، اقتصادي او اداري برخو کې اداره کېږي، په هر ملک کې نظامي ځواک د ملا د تېر حیثیت لري، کوم نظام چې پوځي ځواک و نه لري، په دې معنی دی چې اصلا څه نه لري، او د چا چې نظامي ځواک د بل په واک کې وي، په دې معنی چې اصلا خپلواکي او استقلال نه لري، د کابل ادارې په اصطلاح ملي اردو روزنه او تمویل د یرغلګرو له خوا ترسره کیږي، ډوډۍ، تیل او معاش یې دوی ورکوي، په داسې یو حالت کې، آیا دغه عسکر کولی شي د هغوی د امر مخالفت او د خپل ولس خدمت وکړي؟ آیا دغه نظام خپلواک ګڼل کېدی شي؟

د کابل اوسنۍ اداره قانوني مشروعیت نه لري:

ټولو ته واضحه ده چی د کابل ادارې اوسنی سیاسي برخلیک متاسفانه د یرغلګرو په سفارت کې وټاکل شو! که پام وشي په ټوله نړۍ کې داسې بیلګه نشته چې په یوه چوکۍ دې دوه کسان موجود وي، د کابل ادارې د اوسنیو چارواکو تر مینځ لومړی واک پنځوس پنځوس وویشل شو، ورپسې پنځوس په خپلو کې دیرش، شل او لس وویشل شو.

په دې کې هېڅوک شک نه لري چې د کابل اوسنۍ اداره هېڅ ډول قانوني مشروعیت نه لري، نه د اسلامي قانون له مخې او نه د غیر اسلامي قوانینو له مخې، په دې اړه بار بار خپله د ادارې لوړ پوړو چارواکو او نورو مستقلو سیاسي محللینو هم څرګندونې کړې دي.

اداري فساد:

اداري فساد په حقیقت کې د کابل ادارې لپاره د سرطان ناروغي ده چې ورځ تر بلې زیاتېږي او اوس د دې ادارې رسمي دنده بلل کیږي، درغلي او رشوت، ظلم، بې عدالتي، د حقوقو تر پښو لاندې کول په اداره کې عادي خبره ګرځېدلې، له دې علاوه په نړۍ کې داسې فساد نشته چې په نوموړې اداره کې شتون ونه لري.

د ملیشو په واسطه په ولس کې بې امنیتي رامنځ ته کول:

د کابل اداره دومره بې کفایته او بې صلاحیته ده چې د کابل ښار امنیت هم نشي تامینولی بلکې دوی خپله د بې امنیتۍ لامل دي؛ ځکه تر هر چا مخکې خپله د ادارې لوړ پوړي چارواکي قانون تر پښو لاندې کوي. له بلی خوا د کابل ادارې د خپلو بهرنیو مشرانو په مرسته، مشوره او ملاتړ د هېواد په ګڼو برخو کې ملیشې او اربکیان جوړ کړي، بې بندوباره، معتاد او بیسواده ځوانان یې پکې راټول کړي او د هغوی په نامه امکانات په خپلو جیبونو کې اچوي، چې اربکیان بیا خلک شکوي، غلاوې کوي، قتلونه کوي، د خلکو په آبرو او عزت تجاوزونه کوي.

له هيواده د ځوانانو تېښته:

د کابل د ادارې یوه لویه ستونزه بیکاري ده، په ولس حکومت کول د دې لپاره نه وي چې حکم پرې وچلوي بلکې د دې لپاره وي چې د ولس لپاره هوسا ژوند برابر کړي او د خلکو خدمت وکړي، ډېر د تاسف ځای دی چې د هېواد او ولس په پانګه روزل شوي ځوانان د دې پر ځای چې خپلې خاورې او ولس ته خدمت وکړي، د موجوده ادارې د بې کفایتۍ او بې اعتنایي له کبله له خپلې خاورې پښې سپکوي، د دقیقو شمېرنو له مخې نږدې دوه لکه ځوانان په دې لنډ وخت کې له هېواد څخه تښتېدلي دي چې د ماشومانو او ښځو په شمول یوه د پام وړ برخه یې په لارو ضایع شوي او په دریابونو کې ډوب شوي دي.

د افغانستان د اسلامي امارت لنډ تاریخ، اهداف او تګلاره:

دوه لسیزې مخکې کله چې ګران هیواد افغانستان او زموږ مسلمان ولس د یو ستر ناورین او نامعلوم سرنوشت سره مخ وو، یو تعداد مخلص افغان مجاهدین او د دیني مدارسو شاګردان د عالیقدر محترم امیرالمؤ منین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله تر مشرۍ لاندې د ولس د نجات لپاره راپورته شول، د دوی هدف دا و چې په هیواد کې نا امني ختمه او هیواد له تجزیې، ملوک الطوایفي او زورواکي څخه وژغوري، مهمه دا چې د اسلامي نظام په بڼه کې د مجاهدینو د قربانیو ثمره چې د ذات البیني جګړو له امله لا نه وه ترلاسه شوې او هغه د جهاد او مجاهدینو د بدنامۍ سببب ګرځیدلې وې، ترلاسه کړي.

دا یو افغاني او ولسي حرکت و او د قوت سر چینه یې د ولس ملا تړ تشکیلوله، د خپل ظهور نه سملاسي وروسته یې په هیواد کې د بشپړ امنیت په راوستلو سره د خپلسري مخه ونیوله، د خلکو مال، سر او عزت یې خوندي کړل، د مخدره موادو د قاچاق او کښت مخنیوی یې وکړ، هیواد یی له احتمالي تجزیې وساته، ځمکنۍ بشړتیا یې تامین کړه، د سرحداتو ساتنه یې وکړه او د یوې واحدې ادارې او اسلامي نظام په رامنځته کولو سره یې د ملی وحدت په لور غښتلي ګامونه واخیستل.

اسلامي امارت د امریکا له یرغل وروسته:

په افغانستان باندې د امریکې له یرغل وروسته د اسلامي امارت مشرانو او مجاهدینو د الله تعالی په نصرت او د افغان مسلمان ولس په ملاتړ له اسلامي او ملي ارزښتونو څخه د دفاع په خاطر د قربانۍ او جهاد میدان ته راودانګل، په خپلو کمو وسایلو یې د یرغلګرو د پرمختللې جنګي تکنالوژي مقابله وکړه، د خپل کلک عزم، میړانې او لوړې حوصلې ثبوت یې هیوادوالو او نړیوالو ته وړاندې کړ.

د افغانستان اسلامي امارت د ځمکې پر سر یو مسلم حقیقت دی، اوس هم ټول حکومتي تشکیلات، او په ګڼو برخو کې د پام وړ لاسته راوړنې لري، د هیواد په زیاتو برخو کې ولس د امارت محکمو ته مراجعه کوي، د افغانستان په ډیرو سیمو کې تعلیمي چارې د اسلامي امارت په مرسته مخ پر وړاندې روانې دي.

اسلامي امارت د تپل شوي جنګ او د اشغال د خاتمې لپاره د نظامي او سیاسي دواړو لارو څخه کار اخیستی دی او د افغانستان د مسئلې د سوله ایز حل لپاره یې لومړی ځل په ۲۰۱۰ کال کې د خپل مشر عالیقدر امیرالمومنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله له منظوري سره سم د امریکا د متحده ایالاتو سره خبرو ته امادګي وښودله او د اعتماد سازي لپاره یې د یو لړ اقداماتو غوښتنه وکړه.

د اسلامي امارت نوی زعامت:

د امیر المومنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله له وفات وروسته، د اسلامي امارت د رهبري شورا غړو، مشائخو او علماء کرامو چې د اهل الحل والعقد له شرعي اعتبار څخه برخمن وو، د یوې غونډې په ترڅ کې له اوږدو سلا مشورو وروسته، د ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله نږدې او د اعتماد وړ ملګری او د اسلامي امارت پخوانی مرستیال محترم ملا اختر محمد منصور د اسلامي امارت د امیر په حیث وټاکه.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان د اسلامي امارت زعیم ملا اختر محمد منصور حفظه الله، د طالبانو د اسلامي تحریک د مخکښو او ابتدایي مسئولینو څخه دی، د امارت د علني واکمنۍ او په افغانستان باندې د امریکې د یرغل څخه وروسته یې د اسلامي امارت په مختلفو مهمو پوستونو کار کړی دی، د امریکایي یرغل نه وروسته د جهادي مقاومت په پراخولي او غښتلي کولو کې یې مهمه ونډه لرلې ده او د ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله د نږدې او معتمدو کسانو څخه ګڼل کیده، او د تېرو شپږو کالونو راهیسې یې عملا د اسلامي امارت سرپرستي او مشري په غاړه درلوده.

له انتخابیدو وروسته امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور حفظه الله د اسلامي امارت د مجاهدینو او افغان مسلمان ولس لپاره یو لړ چاپي او صوتي بیانونه خپاره کړل چې په هغو کې یې د اشغال ختمولو، د اسلامي نظام قیام، د صف وحدت، د ملکي تلفاتو مخنیوی، د دیني او عصري تعلیم پراختیا او د ولس هوسایي او عدالت ته چې زمونږ د ولس ضرورت دی، خاصه توجه کړې، په ځانګړي ډول یې مجاهدینو ته لارښوونې کړې چې ولس سره به د خادم په توګه چلند کوئ، په بې اساسه راپورونو به خلک نه ځوروئ، د اسلامي امارت ترلاس لاندې سیمو کې به د دیني او عصري علومو لپاره زمینه برابروئ، د ملکي تلفاتو مخنیوی وکړئ، د سیمې د علماوو او قومي مشرانو سره مشوره کول به د خپل کار برخه ګرځوئ، له دې علاوه یې د افغانستان د مسئلې د حل لپاره د نظامي لارې ترڅنګ سیاسي لاره هم پرانیستې پرېښې ده چې دلته زمونږ او تاسي ناسته د دې تګلارې عملي نمونه ده، څو افغان مسلمان او مجاهد ولس وکړی شي له سوله ایزې لارې خپلو مشروع اهدافو ته ورسیږي.

د اسلامي امارت اهداف:

روان جهاد د افغان مجاهد ولس یوه مقدسه جګړه او د سپېڅلو او لوړو اهدافو د تر لاسه کولو لپاره ده، د افغانستان اسلامي امارت د اقتدار د انحصار په فکر کې نه دی بلکې مخې ته یې لوړ اسلامي او ملي اهداف ايښودي دي، کوم چې د هر مؤمن او غیور افغان مشترکه ارزو ده، د نورو ترڅنګ، د اشغال خاتمه، د هېواد استقلال، د اسلامي نظام قیام او د ملي وحدت او د عدالت تامین، دا ټول د اسلامي امارت مهم اهداف دي.

۱- د اشغال خاتمه:

د دې لپاره چې د هیواد د طبیعي ودې او وقار لاره پرانیزو، لازمي ده چې د افغانستان استقلال اعاده شي، اشغال ته د پای ټکی کښیښودل شي، تر څو افغانان د ژوند په ټولو برخو: سیاسي، اقتصادي، اجتماعي، فرهنګي، تعلیمي او نورو برخو کې د خپل ولس په ګټه ځواکمنې او ولس پلوې پریکړې وکړای شي، دا یو څرګند حقیقت دی چې په افغانستان کې اشغال د جګړې د دوام اسباب برابروي؛ نو لومړی باید مونږ افغانان دغه اسباب له منځه یوسو او یا په دې فکر وکړو چې څنګه یې له منځه وړلای شو، دغه کار به هیواد کې سولې او د افغانانو په خوښه نوي نظام جوړولو ته لاره هواره کړي.

۲- افغان شموله اسلامي نظام رامنځ ته کول:

دا چې د افغان ولس مطلق اکثریت مسلمانان دي؛ نو په هېواد کې پرته له خپلواک اسلامي نظام نه بل نظام ستونزې نشي هوارولی، او افغان مسلمان ولس بل نظام نه مني؛ ځکه چې نژدې څلويښت کاله قربانۍ يې هم د همدې هدف لپاره ور کړې دي او لا یې ورکوي، او دا یې د ټولو قوانینو له مخې مسلم او ثابت حق دی چې د خپلې عقېدې او ارزښتونو سره سم نظام ولري.

اسلامی امارت د افهام او تفهیم پر اصل باور لري، غواړي چې د ټولو افغانانو سره په تفاهم او مشوره د یوه افغان شموله خپلواک اسلامي نظام لپاره کار وکړي.

۳- په هیواد کې د امنیت او عدالت تامینول:

په هیواد کې امنیت او عدالت تامینول د اسلامي امارت د مهمو اهدافو څخه دي، اسلامي امارت د هیواد د آزادي په خاطر، له یوې خوا د اشغالګرو عسکرو او د هغوی د ملاتړو په خلاف جهادي مقاومت پرمخ بیایي، له بلی خوا نه پریږدي چې د کابل د ادارې تر سیوري لاندې اختطافګر، غصب کوونکي او غله زمونږ د هیوادوالو ژوند نا امنه او نا آرامه کړي، په ټول هیواد کې یې قضایي سیستم فعال کړی او د اداري فساد پرته د هیوادوالو ستونزې هواروي، د هیوادوالو سر او مال ته د زیان رسولو مخنیوی کوي، که په هیواد کې د اسلامی امارت عدلي او قضايي قوه موجوده نه وای، خپلسرو وسله والو به په هیواد کې د نويیمې لسیزې غمیزي بیا تکرار کړې وای.

۴- سمتي او قومي تبعیض او تعصب له منځه وړل:

اسلامي امارت د ټولو افغانانو کور دی، په دې کور کې د هیواد له هرې برخې څخه مسلمان او مجاهد افغانان راټول شوي دي، څنګه چې په اسلام کې معیار امانت او تقوی ده؛ نو د اسلامي امارت لارښوونکی معیار هم په همدې اصل ولاړ دی، اسلامي امارت د هر ډول سمتي او قومي تبعیض او تعصب سره مخالف دی، او باور لري چې په هیواد کې د ژبني او سمتي تعصب پراخولی او هوا ورکول د افغانانو کار نه دی بلکې دا د پردیو پروژه ده چې د خپلو شومو اهدافو د لاسته راوړلو لپاره غواړي لومړی افغانان په یوه او بل نوم سره وویشي او بیا خپلو شومو سیاسي، فرهنګي او اقتصادي موخو ته ځان ورسوي، باید ټول افغانان دغه ټکي ته متوجه شي او د مخنیوي لپاره یې کار وکړي.

د اسلامي امارت داخلي تګلاره:

۱- د شریعت په چوکاټ کې د بیان د آزادي تامینول:

اسلامی امارت د بیان آزادي ته ځان ژمن بولي، سالم انتقاد د ټولنې د اصلاح او پرمختګ لپاره یو ضرورت ګڼي، که د بیان آزادي نه وي، په ټولنه کې فساد او ظلم رامنځ ته کیږي، اسلامي عدالت ته زیان رسیږي او ټولنه د تمدن په ځای د وحشت او ګډوډي لور ته درومي، موږ په اسلام کې د آزادي لپاره څرګند اصول او عملي نمونې لرو چې زمونږ لپاره د لارښود کار کوي، اسلامي امارت د ټولو هغو مدني ټولنو هر کلی کوي چې د افغان ولس خدمت ته یې ملاوې تړلې دي او د اسلامي اصولو په رڼا کې افغانیت او انساني کرامت ته ژمنې وي.

د بیان آزادي باید د اسلامي اصولو او افغاني ارزښتو په چوکاټ کې وي، هغه آزادي چې خلک بد اخلاقي او انحراف ته رابولي او زموږ د هیواد اسلامي او ملي مصالح متضرر کوي، هغه زموږ اسلامي ټولنې ته نه جبیره کیدونکي زیانونه اړوي.

۲- دیني او عصري تعلیم ته زمینه برابرول:

اسلامي امارت دیني او عصري زده کړې د افغان ولس لپاره ضروري ګڼي، په ننني عصر کې له تعلیم پرته د هېواد پرمختګ او اقتصادي ښیرازي ناشونې ده، لکه څنګه چې د یو مسلمان لپاره دیني زده کړې ضروري او حیاتي دي، همدغه شان عصري زده کړې هم لازمي او لوړ ارزښت لري، په اوسني وخت کې سره له دې چې اسلامي امارت د اشغال د خاتمې لپاره په جهادي مقاومت بوخت دی او کافي مالي وسایل په اختیار کې نلري لکن د اسلامي امارت زعیم محترم امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور حفظه الله پخپل تیر اختریز پیغام کې د اسلامي امارت مجاهدینو ته هدایت کړی چې د خپل لاس لاندې سیمو کې د دیني او عصري تعلیم لپاره زمینه برابره کړي، همدا راز، د اسلامي امارت مشرتابه په هیواد کې د دیني او عصري زده کړو د پراختیا لپاره پخپلو تشکیلاتو کې د تعلیم او تربیې او عالي تحصیلاتو ځانګړی کمیسيون جوړ کړی چې د هیواد په ټولو ولایتونو کې نمایندګان لري او په هیواد کې د تعلیم د پرمختیا او پراختیا لپاره کارکوي، اسلامي امارت په دې برخه کې په خپلو هڅو قانع نه دی بلکې غواړي په دې برخه کې نور کار هم وکړي.

۳- د اسلامي اصولو په رڼا کې ښځو ته مشروع حقوق ورکول:

اسلامي امارت د ژوند په ټولو برخو کې د ښځو هغو حقوقو ته ځان ژمن بولي چې د اسلام مبارک دین ورکړي دي، ښځه په اسلام کې د ملکیت حق لري، د میراث حق لري، د علم او کار حق لري، اسلامي امارت به د ښځو دغه حقوق په داسې ډول خوندي کړي چې نه د هغوی روا حقوق تر پښو لاندی شي او نه یې انساني کرامت او اسلامي ارزښت له ګواښ سره مخ شي.

۴- د ملکي تلفاتو مخنیوی:

اسلامي امارت د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره واضحه ستراتيژي او عملي تګلاره جوړه کړې چې وخت په وخت یې اعلام کړې او هم یې خپلو ټولو مجاهدینو ته رسولې ده، همدا شان په هغوی یې د عملي کولو لپاره لازم مقررات وضع کړي دي، هر ولسي وګړي ته چې ضرر رسیږي، دا داسي دي لکه په خپله چې اسلامي امارت ته ضرر رسیږي؛ ځکه اسلامي امارت د ولس له منځ څخه راټوکیدلی او د ولس په مینځ کې اوسیږي.

همدا ولس دی چې اسلامي امارت سره د روان جهادي مقاومت په پرمخ وړلو کې مرسته کوي، نو د ولس هوسایي او خوندیتوب د اسلامي امارت له لوړو اهدافو څخه دي، د اسلامي امارت مشر حفظه الله تعالی په خپل اختریز پیغام کې تل د خلکو د سر، مال او عزت په ساتنه او د ملکي تلفاتو په مخنیوي ټینګار کړی، د همدې لپاره یې د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره یوه مستقله او با صلاحیته اداره جوړه کړې ده.

۵- د عام المنفعه تاسيساتو او ملي اثاثو ساتل:

اسلامي امارت د عام المنفعه تاسیساتو جوړول او ساتل د خپل هیواد او هیوادوالو د هوسا ژوند لپاره یوه اړینه اړتیا بولي، پلونه، تونلونه، د اوبو بندونه، د اوبه خور سیستمونه، بریښنا کوټونه، د بریښنا د انتقال مراکز، د کانونو د استخراج، د نفتو د تصفیې مراکز او سامان الات یې، تعلیمي ادارې، مدرسې، مساجد، ښوونځي، پوهنتونونه، صحي مراکز، کلینیکونه، روغتونونه او داسې نور عام المنفعه ځایونه اسلامي امارت د ولس مشترک مال ګڼي او ساتنه یې خپله وجیبه بولي، په دې اړوند اسلامي امارت د ولس د منفعت په خاطرد ټاپي پروژې او دې ته ورته نورو ملي پروژو ملاتړ کوي او هر نوع همکاري ته تیار دی او د خپلو جهادي عملیاتو په دوران کې د هیواد ملي مصالح په نظر کې نیسي.

د اسلامي امارت بهرنۍ تګلاره

د متقابل احترام په اساس د ګاونډیانو، او نړیوالو سره روابط ساتل او پراخول:

اسلامي امارت د متقابل احترام پر اساس د نړۍ له هیوادونو، د ملګرو ملتونو، اسلامي کنفرانس په ګډون له نورو نړیوالو مؤسساتو سره د ښو او مثمرو اړیکو په لرلو باندې باور لري او ټول هغه نړیوال قوانین مني چې له اسلامي اصولو او زمونږ له ملي ارزښتونو سره په ټکر کې نه وي، د هر هیواد د مثبت او رغنده رول هر کلی کوي چې د افغانستان د ريښتوني پرمختګ او د افغانانو د هوسایي لپاره وي، او د سیمه ایزې او نړیوالې سولې او ثبات د تفاهم لاره پرمخ بیول غواړي.

اسلامي امارت یو ځل بیا ګاونډیو ملکونو، سیمه ایزو هیوادونو او نړیوالو ته د خپلې پالیسي په اړه تاکیدا وایي چې اسلامي امارت اراده نلري چې نورو ملکونو او یا د هغوی اتباعو ته ضرر ورسوي او نه به چاته اجازه ورکړي چې د افغانستان خاوره د بل چا په ضرر استعمال کړي او بل چاته هم اجازه نه ورکوي چې زمونږ په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي، اوس چې موږ په هیواد کې د اشغال په خلاف په جګړه بوخت یو، د نړۍ په هیڅ ګوټ کې د کوم حکومت یا ولس په خلاف په تخریبي اعمالو کې ښکیل نه یو او نه یې غواړو چې دا زموږ د تګلارې عملي مثال دی.

سوله:

۱- د سولې اړتیا:

سوله د هرې ټولنې لومړۍ اړتیا ده، په تیره بیا د مظلومو افغانانو تر ټولو مهمه غوښتنه ده، له سولې پرته آرام ژوند او اقتصادي، تعلیمي، فرهنګي، اجتماعي او سیاسي پرمختګ ناشونی دی، یوازې په سوله کې ولسونو او هیوادونو پرمختګ کړی، لکن سوله یوازې په ویناوو او شعارونو منځ ته نه راځي بلکې کلکې ارادې او ښکاره عمل ته اړتیا لري، هر چیرې چې د ولسونو څخه د آزادۍ حق واخیستل شي، د انصاف او حق ځای ظلم او بې انصافي ونیسي، د کمزوري حق په زور تر پښو لاندې شي، ظاهره ده چې هلته به سوله له منځه ځي.

جنګ په اسلامي امارت او افغان ولس تپل شوی دی؛ ځکه چې هیواد اشغال شوی، اشغالګرو او د دوی داخلي ملګرو يې په هیواد کې یوه فاسده لاسپوڅي اداره رامنځ ته کړي؛ نو تر ټولو د مخه باید هغه عوامل له منځه لاړ شي چې په افغانستان کې د سولې له منځه تګ او جنګ د دوام باعث ګرځیدلي دي.

۲- سوله باید تګلاره وي نه پروژه یا شعار:

متاسفانه په افغانستان کې په تیره یوه نیمه لسیزه کې سوله یوازې تر شعاره محدوده پاتې شوې، خارجیانو او د خارجیانو په لاس جوړې شوې ادارې تل سولې ته د ضرورت په ځای د یوه تکتیک په سترګه کتلي دي، کله وایې سوله کوو، کله وایې سوله نه کوو، څو زریزه ملیشې جوړوو، د قوت په زور به وسلوال ختموو، نور شریکان يې بیا نورې خبرې کوي!

۳- د سولې په هکله د امریکې متزلزل موقف او د زور د استعمال پالیسي:

د امریکا پالیسي په افغانستان کې تل یو قدم مخته او دوه قدمه شاته ولاړه ده، هیڅ وخت په خپلو ژمنو نه دریږي، بلکې د خپلو ژمنو څخه د یوتکتیک په توګه کار اخلي، تاسو لیدلي چې په تیره یوه نیمه لسیزه کې یې خپل ټول زور وکاراوه؛ خو کامیاب نه شول،‌ وروسته يي بیا د سولې غږ د یو تکتیک په ډول پورته کړ نه د واقعې سولې لپاره.

امریکایانو ته په کار ده، لکه څنګه چې افغانستان ته مخامخ ننوتل او حمله يې پرې وکړه، همداسي نن باید د سولې پروسې ته هم مخامخ ننوزي، امریکا ته په کار ده چې د سولې اړوند روښانه تګلاره خپله کړي او متزلزل موقف چې ډیر ځلې يې پرجګړه اصرار کړی او کله کله يې د سولې شعار پورته کړی، په دغه موقف باندي تجدید نظر وکړي.

۴- د سولې په اړه منفي تبلیغات:

تر څو چې امریکایان او نور داخلي او خارجي ملګري يې د سولې پروسې ته د جوړجاړي د یوې واقعي پروسې په نظر ونه ګوري، سوله نه شي راتلای، د سولې له پروسې څخه باید د رواني او تبلیغاتي جنګ حربه جوړه نه کړي، که داسې نه وي نو دابه سوله نه بلکې ځان تیرایستنه وي، کله چې د سولې خبرو ته زمینه سازي کیږي، نړیوال کنفرانسونه جوړیږي مغرض حلقات یې مخنیوی کوي، او کابل اداره کې هم ډیری رسنۍ زهرجن او منفي تبلیغات کوي چې د سولې د پرمختګ مانع ګرځي.

د جنګ د اوږدولو لپاره د کابل ادارې له خوا د بهرنيانو دعوتول او د سولې نارې وهل، د اوسنۍ ادارې هغه هڅې دي چې غواړي ځان ته وخت واخلي او خپله لړزانده بقا وغځوي.

د سولې لپاره مقدماتي اقدامات:

مخکې له دې چې د سولې خبرې پیل شي، باید ځینې مقدماتي ګامونه پورته شي، چې هغه د سولې لپاره ضروري دي او د اعتماد سازي برخه ده لکه:

۱– دفتر پرانیستل:

د خبرو لپاره ځای او د ارتباط محل چې د دفتر په شکل کې وي، ضرورت دی، اوس د خبرو د ځای په توګه د اسلامي امارت ښکاره او رسمي ادرس چې یو ابتدایي ضرورت دی، نشته، باید ووایو د سولې اړوند منظم مجلسونه یوازې د دفتر په شتون کې ترسره کېدای شي، دفتر د دې لپاره هم ضرور دی چې د سولې اړوند مطبوعاتي بیانونه ورکړي، د خلکو پوښتنو ته د یوه مسئول جهت په توګه ځواب ووایي او د ولس انديښنې لیرې کړي، همداراز د سولې ضد کړیو ته به دا بهانه په لاس نه ورځي چې د طالبانو رسمي ادرس نه دی معلوم.

۲– تورلیست ختمول:

دا یو بې بنیاده او ړوند لیست دی، په دې کې داسې کسان هم شامل دي چې له اسلامي امارت سره هیڅ تړاو نلري، ځینې یې د کابل په اداره کې دي، او ځینې داسې کسان دي چې اوس وفات شوي خو په لیست کې موجود دي، د سولې پروسه او تورلیست دوه متضاد مفاهیم دي، له یوه او بل سره اړخ نه لګوي؛ نو په کار ده چې تورلیست او د جایزې لیست ختم شي، تر څو د طالبانو استازي وکولای شي پرته له ستونزو د سولې اړوند خبرو کې په بېلابېلو ځایونو کې برخه واخلي.

دا هم ضروري ده چې د سولې دواړه خواوې په آزاده فضا کې او د هر ډول فشار پرته د سولې پروسه پر مخ بوزي، نه دا چې یو لوری په تور لیست کې وي، آزاد سفر نشي کولی، هر وخت د تعقیب لاندې وي، او بل لوری آزادي ولري او د تور لیست کارت له ځان سره ګرځوي، هر وخت چې وغواړي د فشار په توګه یې استعمال کړي، دغه بې انډوله پروسه نه پرمخ تلی شي او نه مطلوبه نتیجه ورکوي.

۳– د بندیانو آزادول:

امریکا او د دوی تحت الحمایه رژیم د مجاهدینو او د بې ګناه افغانانو نیول او زندانونو ته اچول د سولې سره متضاد عمل دی؛ ځکه امریکا او د دوی تحت الحمایه رژیم په لسګونه زره افغانان او مجاهدین په خپلو پټو او ښکاره زندانونو کې اچولي او له هغوی سره د ټولو قوانینو خلاف ناوړه او بد چلند کوي، دا څنګه کیدای شي چې یو څوک دې له یو طرف نه د سولې چیغې وهي او له بل طرفه دې داسې ناوړه او غیر قانوني کړنې ترسره کوي؟ دا په خپله د سولې اړوند یو مانع دی،‌ د واقعې سولې راتلو او فاصلې کمولو له پاره باید جانب مقابل د اسلامي امارت مجاهدین او عام افغانان چې اوس په زندانونو کې دی، آزاد کړي.

۴- د اسلامي امارت په خلاف زهرجن تبلیغات درول:

موږ مخکې وویل چې د کابل ادارې او ملا تړي یې د اسلامي امارت پر خلاف د تبلیغاتو میدان ګرم ساتلی، اکثره رسنۍ د شته ادارې په ولکه کې دي او امریکا یې هر اړخیز ملاتړ کوي او په اسلامي امارت هر ډول تورونه پوري کوي، چې دا په خپله د سولې د پرمختګ مانع ګرځي، همداراز ځیني استخباراتي کړۍ ناوړه پیښو ته لاس اچوي، پلونه الوزوي، د ښوونځیو په شاګردانو تیزاب پاشي او د سرک تر غاړې په ملکي موټرونو چاودنې کوي؛ خو د کابل ادارې پورې مربوطې رسنې په پټو سترګو دغه پیښې د اسلامي امارت په خلاف د خپلو زهرجنو تبلیغاتو لپاره د خامو موادو په توګه استعمالوي او هغه نتایج هم نه اعلانوي کله چې د تحقیقاتو په پای کې ثابته شي چې دغه ډول ناوړه اعمال د اسلامي امارت د مجاهدینو نه بلکې د استخباراتي کړیو دي، دا ځکه چې دوی فکر کوي په دې ډول به اسلامي امارت له ولس او نړۍ څخه منزوي وساتي او د خپل اقتدار ورځې به نورې هم اوږدې کړي، د داسې زهرجنو تبلیغاتو په څپو کې حقیقت او سوله دواړه قرباني کیږی.

د سولې په وړاندې خنډونه:

۱– اشغال

د واقعي سولي لپاره باید د ولس ارادې ته غاړه کېښودل شي، اشغال پای ته ورسول شي، اشغال د ټولو غمیزو مور ده، په افغانستان کې سوله او د خارجي قواوو وتل یو له بل سره تړلي دي؛ ځکه چې د خارجي قواوو وتل د سولې لپاره عملي زمینه برابروي، متاسفانه لا تر اوسه په افغاستان کې سوله راوستل د نړیوالو او سیمه ایزو لوبغاړو له خوا د یو تکتیک په توګه کارول شوې او دا د ولس په سترګو کې خاورې اچول دي.

موږ وینو چې ځینې خواوې کوشش کوي د واقعي سولې په ځای اسلامي امارت تسلیمۍ ته اړباسي، دوی فکر کوي چې لومړی باید اسلامي امارت په نظامي ډګر کې کمزوری کړي، بیا به یې د قوي دریځ څخه سولې ته مجبور کړي؛ خو دا یوازې ځان تیر ایستل دي چې له ځمکنیو حقایقو سره اړخ نه لګوي، د اسلامي امارت تر شا افغان مجاهد ولس ټینګ ولاړ دی، یرغلګر او انډیوالان یې باید ومني چی د نړۍ هیڅ قوت ولسي قوت له مینځه نشي وړلای، او نه ستونزه د بې مسولیته او غیر قانوني تړونونو په لاسلیکولو هوارېږي، اصلي خبره دا ده چې د سولې لپاره پخې ارادې او په واقعیتونو ولاړې ستراتیژۍ ته چې په هغه کې د اشغال خاتمه مهم جز دی، اړتیاده، نه دا چې په دې اړه د وینا او عمل ترمينځ یې توپیر وي.

۲– د اسلامي نظام نه شتون

په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره باید د داسې افغان شموله خپلواک اسلامي نظام په رامنځته کیدو توافق وشي چې افغانانو ته د منلو وړ او د اسلامي او افغاني ارزښتونو څرګندوی وي؛ ځکه چې اسلام د افغان ولس دین او د هیواد د اقتصادي ترقي، اجتماعي عدالت او ملي یو والي ضامن دی.

۳– د سولې د توافقاتو د تضمین نه شتون

د سولې پروسه تضمین ته اړتیا لري؛ ځکه د دې پرته د سولې د توافقاتو مادې په سمه توګه نشي پلې کیدلای، لهذا ملګري ملتونه،‌ لوی قوتونه، اسلامي کنفرانس غړي او تسهیلاتو برابروونکي هیوادونه باید د توافقاتو د عملي کیدو تضمین وکړي.

۴– فعلي اساسي قانون

اساسي قانون د هر هیواد لپاره مبرم ضرورت دی؛ ځکه چې له هغه پرته د ولس او هیواد د پرمختګ چارې له ګڼو ستونزو او ګډوډیو سره مخامخ کېږي، د اساسي قانون له لارې د افغانستان د هر وګړي شخصي، مدني او سیاسي حقوق تنظیمېږي، د حکومت او ولس په مینځ کې به د اړیکو څرنګوالی روښانه کړي، د حکومتي درې ګونو قواوو پر توازن به رڼا واچوي، تشکېلات او واک به مشخص کړي، په مجموع کې به د افغانستان د کورني او بهرني سیاست په اړه تګلاره وټاکي.

له همدې امله اسلامي امارت د خپل ګران هیواد او غیور ولس د پرمختګ، هوسا ژوند او د چارو د بهبود لپاره یو داسې اساسي قانون ضرور بولي چې د اسلام د مبارک دین د اصولو، ملي ګټو، تاریخي ویاړونو او ټولنیز عدالت پر بنسټ ولاړ وي، انساني کرامت، ملي ارزښتونو او بشري حقوقو ته ژمن وي، د هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا او د ټولو هیوادوالو د ټولو حقوقو ضمانت وکړای شي.

د اساسي قانون مسوده به د حریت په آزاده فضا کې د افغاني علماوو او پوهانو لخوا ترتیبیږي، د كابل ادارې موجوده اساسي قانون ځکه د اعتبار وړ نه دی چې د غرب څخه کاپي شوی، او د اشغالګرو د اشغال تر سیوري لاندې د افغانستان په مسلمانې ټولنې باندې تپل شوی دی، د افغانانو غوښتنو ته جواب نشي ویلای او خپله د کابل ادارې د لوړ پوړو چارواکو له خوا په پرله پسی ډول نقض کیږي؛ ځکه چې مواد یې په خپلو کې متضاد او مبهم دي، لهذا اوسنی اساسي قانون په فعلي بڼه کې د سولې په وړاندې یو لوی خنډ دی.

۵– د سولې پر ځای د جنګ پاليسي ته ادامه ورکول:

سوله ایز مذاکرات کول او سوله راوستل هغه جملې دي چې د کابل د ادارې د مشرانو له خوا تل تکراریږي؛ خو په عملي ډول هر وخت د سولې د خبرو په ځای د دولتي ځواکونو لخوا په سلګونو ځمګني او هوایي بریدونه پکې ترسره کیږي چې دا هم د سولې په لاره کې بل خنډ دی.

له نړیوالو څخه زموږ غوښتنې:

۱- موږ د نړۍ د ولسونو او منصفو هیوادونو، اسلامي حکومتونو او ولسونو، ملګرو ملتونو، اسلامي کنفرانس او په ځانګړي ډول د علماوو له نړیوالې ټولنې څخه غواړو چې د افغانستان د استقلال د ترلاسه کولو په لاره کې د افغانستان د ولس سره مرسته وکړي تر څو د افغانستان مظلوم ولس خپلواکې ترلاسه او د خپلو اسلامي او ملي ارزښتونو مطابق حکومت جوړ کړي.

۲- موږ د نړۍ له ټولو ولسونو څخه چې حکومتونو یې د دوی د ارادو او غوښتنو پر خلاف د افغان مظلوم ولس د وژلو لپاره د دوی زامن افغانستان ته رالیږلي، غواړو چې پر خپلو حکومتونو فشار راوړي چې زمونږ له هیواد نه خپل پوځونه وباسي او خپل اولادونه د مرګ له کومي وژغوري.

۳- د نړیوالې ټولنې نه غوښتنه کوو چې د اسلامي امارت د ټولو غړیو لپاره د آزاد سفر سهولتونه برابر او د شته خنډونو په له منځه وړلو کې هڅې وکړی.

۴- امریکا او ورسره ملګري یې باید د افغان ولس او د خپلو ولسونو ارادو ته غاړه کیږدي، خپل پوځونه وباسي او نور د مظلومو افغانانو له وژلو او ځورولو نه لاس په سر شي، د دې پر ځای داسې مرستې ورسره وکړي چې د ولسونو ترمنځ د سولې او آرامۍ فضا رامنځ ته کړي او هم په نړۍ کې د امن، ثبات او پرمختګ سبب وګرځي.

۵- د عدالت له پلي کولو نه پرته حق او حقیقت ته رسیدل ناممکن دي، موږ د نړی له هیوادونو غواړو چې د اسلامي امارت غږ په نړیواله سطح واوریدل شي او د اظهار نظر فرصت ورته میسر شي، ترڅو په افغانستان کې د واقعیتونو په اړوند له نېږدې نړیوالو ته خپل نظر ورسوي؛ ځکه یو طرفه قضاوت چې اوس د اسلامي امارت په خلاف ترسره کیږي، د ظلم او جنګ د دوام سبب ګرځي.

۶- اسلامي امارت ټولو ته اعلانوي چې د ښوونځیو د ورانولو، سوزولو او یا د زده کوونکو د مسمولو اعمال غندي او په داسې ناوړه کارونو کې لاس نلري؛ نو د ټولو رسنیو څخه زموږ غوښتنه دا ده چې د ژورنالیزم د اصولو مطابق واقعیتونه منعکس کړي او د هیوادونو د مشخصو حکومتي تکلارو له مخې موږ د تبلیغاتو قرباني نکړي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالولی
میلمه
عبدالولی

الله تعالی مو له خیره سره بریالی کړه چی دا مظلوم ملت د اوسنی شرو فساد حاکمیت څخه خلاص شی ژوندی د وی د افغانستان اسلامی امارت. وسلام

الحاج استا ذ بیانزی
میلمه
الحاج استا ذ بیانزی

ټول وایی مونږ سوله غواړو ، امریکایان او ناتو هم سوله غواړی ، طالبان هم سوله غواړی ، هغه څوک چه جنګ غواړی او جنګ یی جوړ کړی هغوی نشته ، خیر دا چه څوک سوله او څوک جنګ غواړی هم ورسره ومنو چه ټول سوله غواړی نو بیا سوله ورکه ده څوک یی پیدا کولی نه شی ، یا دا چه سوله شته مګر د اوو زمکو لاندی او یا د اوو اسمانو د پاسه ده ؟ هغوی چه څوک په رښتیا د سولی او یا په رښتیا د جنګ اړخ کی قرار لری ، د هغو د عمومی… نور لوستل »