
ګډ حکومت ولي پګواش غونډې ته خپل استازي نه لیږي؟!
نن ټکی اسیا – سرمقاله: د پګواش غیر دولتي موسسې په نوښت یوځل بیا د قطر هیواد په پلازمینې دوحې کې د افغان لانجې د هواري په غرض غیر رسمي غونډه جوړه شوه .
یادې غونډې ته د طالبانو په شموال يو شمير مطرح سياستوال وربلل شوي خو ګډ حکومت د خپل رسمي استازې له ورلیږلو ډډه کړې .
که څه هم چې د دوحې غونډه د یوه غیر دولتي سازمان لخوا غیر رسمي ناسته ده خو په هغې کې د ګدونوالو او مطرحو سیاسي شخصیتونو وړاندې شوي نظرونه په یوه نه یوه ډول زمونږ په جګړه ځپلي هیواد کې د سولې له ټینګښت سره مرسته کولای شي.
تیرکال هم د پګواش په غونډه کې د دولت رسمي استازی ګډون نه درلود او په دا ډول غونډو کې د حکومت د رسمي استازي نه ګډون د دې ښکارندویه دی چې هغوی د سولې په اړه له خپلو مشخصو طرحو پرته نورو معقولو طرحوته نه اعتناء کوي او نه ورته د افغان سیاست والو نظر اهمیت لري .
بلکي هغوی ته یواځې هغه طرحې او پلانونه د منلو وړ دي چې د دوی د نظر او فرمایش مطابق د سولې په اړه مطرح کیږي .
تيره اونۍ چې په کابل کې د سولې په اړه څلور اړخیزه غونډه جوړه شوې وه هم یواځې د ګډ حکومت د بهرنیو چارو وزارت له لوري هغه بریالۍ وبلل شوه په داسې حال کې چې د خلیل زاد په شمول ډیری امریکايي او نورو افغاني شخصیتونو د داسې غونډو جوړول د وخت ضیاع وبلل.
داچې تر بل هروخت زیات د ګډ حکومت د واکمنۍ په مهال کې افغانستان له سخت بحراني وضعیت سره مخ دی نو د هغه چارواکو ته په کار دی چې د سولې په اړه له هر ممکن فرصت څخه په خپل وخت استفاده وکړي؛ ځکه ولس ګوري چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت ورځ تر بلې خرابیږي او د دې هرڅه مسؤلیت د حکومت پرغاړه دی.
د پګواش وروستۍ ناسته که هرڅومره غیر رسمي غونډه ده خو ښايي چې پایلې او په هغې کې وړاندې شوي نظرونه د سولې لپاره تر هغې څلور اړخیزې رسمې غونډې چې د امریکایانو په دستور جوړه شوي وي ډیر ګټور وي .
ځکه په یاده غونډه کې ښکیل لوري او ګډنوال له هرډول تحمیل او فرمایش پرنه خپل نظرونه مطرح کوي او د اسلام اباد او کابل څلور اړخیزې د امریکایانو په دستور یواځې د هغوی د ځانګړو مصلحتونو د تر سره کولو لپاره جوړې شوې چې خپله د همدوی په اعتراف د افغاني لانجې د هواري ورکې هیڅ څرک نه تر سترګو کیږي .