مکه مکرمه: مراسمو کې په اضافه خوړو د نړۍ ۴،۸ ميليونه خلک مړيږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې ۴مه، ۱۳۹۴ل): د سعودي عربستان د مکې مکرمې ښار په مراسمو کې په ضايع کېدونکو خوړو د نړۍ د ۱۸ وروسته پاتې هېوادونو ۱۷ سلنه انسانان مړيږي.

د عرب نيوز په نامه د سعودي عربستان رسنۍ د يوې خېريه ټولنې د معلوماتو پربنسټ په يوه تازه راپور کې ويلي چې، په مکه مکرمه کې په ضايع کېدونکو خوراکي توکو د نړۍ د ۱۸ وروسته پاتې هېوادونو ۱۷ سلنه انسانان چې ۴،۸ ميليونه کيږي، مړيږي.

په مکه مکرمه کې د خوراکي توکو ددغې خيريه ټولنې مشر احمد المطرفي وايي چې په اسيا، افريقا او د لاتيني امريکا په ځېنو هېوادونو کې ماشومان د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي.

احمد المطرفي وايي چې په عمومي توګه په مکه مکرمه کې په يوه واده کې دومره خواړه ضايع کيږي چې له ۲۵۰ څخه تر ۳۰۰ تنو پورې وږي خلک پرې مړيدلی شي.

هغه وويل چې په کلني حساب سره د يوکال په اضافه شویو خوړو نږدې ۵ ميليونه وږي انسانان مړيدلی شي.

د احمد المطرفي د معلوماتو له مخې په مکه مکرمه کې ټولې ۱۲۰ واده خونې دي چې تر دا مهاله دوی له ۶۰ هغو سره اړیکې نيولي او د اضافي خوړو د جمع کولو، او په اړو خلکو د ويشلو سپارښتنه يې ورته کړې.

هغه زياته کړه چې زمونږ له اعلاناتو سره سره بياهم تر اوسه ۳۰ سلنه خلکو هم مونږ ته د اضافي خوراکي توکو خبر نه دی راکړی.

مطرفي وايي چې مونږ په دې هڅه کې يو چې دنړۍ ټولو وږو خلکو ته لاس رسی ولرو او هغه څه چې د نورو هېوادونو د خوښيو په مراسمو کې ضايع کيږي راټول کړو او په اړو خلکو يې وويشو.

د يادونې وړ ده چې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې وږو او اړو خلکو د خوړو د رسولو په اړه پروګرامونه نيول کيږي، او هڅه کوي چې په نړۍ کې خلکو ته د ورځې دوه وخته خواړه تيار کړي، چې ددې له پاره ټولنې له بېلابېلو لارو مرستې ټولوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د