نظــر

د ترکي انجینر د خلاصون انګیزې او دلالتونه

taliban 400  دوه ورځې وړاندې طالبانو په خپله پاڼه کې اعلان خپور کړ چې د ترکيې هېواد یو بندي انجینر چې دوه کاله وړاندې یې د کابل جلال آباد پر لاره ددوی په خبره له اسنادو او شواهدو سره نیولی وو د ښه نیت له مخې آزاد کړ.

 د اسلامي همدردۍ او انساني خواخوږۍ له مخې دهر بندي آزادول ښه کار دی، په دې اړه باید هر څوک هڅې وکړي، او دا یو دستایلو وړ ګام و، دلته د نوموړي اسیر د خوشي کېدو په اړه څو ټکي د پام وړ دي:

لومړی:

  دا چې طالبان وايي چې دوی نوموړی ترکی انجینر له شواهدو او اسنادو سره نیولی وو، او اوس یې پرته له دې چې یا يې ووژني او یا یې کم تر کمه په بدل کې د خپلو اسیرانو د خوشي کولو غوښتنه وکړي؛ ځکه چې ترکیه د ناټو غړیتوب لري او عملا په افغانستان کې د همدې ایتلاف تر سیوري لاندې په کار لګیا ده، یا څه مادي غوښتنې  وکړي په دې دلالت کوي چې د طالبانو او ترکیې تر منځ  مخامخ یو څه اړیکې شته، او داسې بريښې چې نوموړی انجینر د همدې اړیکو په رڼا کې آزاد شوی وي، لیرې نه ده چې دا هر څه د طالبانو د سیاسي دفتر او ترکیې تر منځ د اړیکو له مخې را منځ ته شوي وي، او دا ښيي چې طالبان په نړیواله کچه له ګڼو هېوادونو سره اړیکې لري، او په خپل وار سره د طالبانو د سیاسي موجودیت او فعالیت ځواک په ډاګه کوي، کوم چې د نړۍ، سیمې، او په ځانګړي ډول د هېواد په راتلونکي سیاسي چاپیریال کې د طالبانو د یو قوي شتون غمازي کوي!

دوهم:

   تر ټولو د پام وړ دا چې نوموړی انجینر د افغانستان په داخل کې د ترکيې هېواد استازو ته سپار ل کېږي او هغه هم د کابل په ګاونډي ولایت او تګاب کې! دا هغه څه دي چې په ډاګه ښيي چې طالبان په هېواد کې له پوره او بشپړ ولسي ملاتړ څخه برخمن دي، تر دې چې کولی شي دوه کاله داسې یو اسیر چې له ټولې نړۍ، خصوصا له ناټو او امریکې سره یې یو رنګه تړاو درلود په داخل د افغانستان کې وساتي، دلته که د ولس او ځايي خلکو ملاتړ نه وي، په هېڅ صورت ممکنه نه ده چې دوه کاله دې نوموړی اسیر د کابل په څو کیلو مترۍ کې وساتل شي او بیا دې همدلته ور وسپارل شي.

 دریم:

 داسې بریښي چې د نوموړي اسیر په نیولو او بیا سپارلو کې د بل چا د لاس لرلو خبره ډېره پیکه ښکارېږي، ځکه که د بل چا  لاس پکې وای نو کم تر کمه یو خو به په دې اړه په مطبوعاتو کې مخکې له مخکې یو څه څرک لګېدلی وای، کوم څه چې تر سترګو نه شول، او بل دا چې په یو سرحدي ولایت کې به ورته سپارل کېدو، ځکه که دغه اسیر له وخته نه همدلته نه وای نو د هېواد زړه ته یې را وستل او په دومره لارو یې را تېرول که دخوب لیدل نه وي نو خوب ته تر ډېره ورته دي، او که داسې ګومان کېږي چې بل څوک په افغانستان کې دومره نفوذ لري چې دا هر څه کولی شي، نو دا په حقیقت کې د افغانستان  او افغانانو شتون ته د سوالیې لویې علامې اېښودلو په معنی دی! کوم څه چې په هېڅ صورت ممکن نه دي.

څلورم:

نوموړې پېښه ښيي چې طالبان لکه څه رنګه چې له پخوا نه پېژندل شوي د عمل خلک دي، څه چې وغواړي کوي يې، تر ډېرو خبرو ‎، شور او ځوږ کار او عمل ته ترجیح ورکوي، او دا هغه څه دي چې په نړیواله کچه یې د طالبانو حیثیت ته قوت او ځواک ور بښلی، او له دې مخکې طالبان د ولس تر منځ  په دې مشهور دي چې قول او عمل یې تر ډېره ورته والی سره لري.

پنځم:

 د ترکي انجینر آزادول ښيي چې طالبان غواړي عملا له نړۍ سره ښې اړیکې ولري، خصوصا له اسلامي نړۍ سره، او په دې توګه په راتلونکي کې د یو قوي سیاسي ځواک په څېر عرض اندام وکړي، اوس خبره دا ده چې نړۍ او سیمه باید دې ټکي ته متوجه شي، خصوصا هغوی چې عملا په جګړه ور سره اخته دي، پراخه هڅې په کار واچوي له طالبانو سره له نېږدې خپل روابط او اړیکې ټينګې کړي، او دستونزو دهواري لپاره عملا لاس په کار شي.

شپږم:

په ټولیز ډول ټوله نړۍ په ځانګړي ډول غرب باید له همدې نه زده کړي، دوی هم هغه مظلوم بندیان چې دا یوولس کاله بې سرنوشته په پنجرو کې په داسې حال کې ساتل کېږي چې له هر رنګه انساني حقونو نه بې برخې دي، زر تر زره خوشي کړي، تر څو د ستونزو د هواري لپاره لارې هوارې شي.

اووم:

زه په پوره یقین سره ویلی شم طالبانو وکولی شول په دې کار سره په عام ډول د ټولې نړۍ، په ځانګړي ډول د ترکي ولس او ترکي حکومت خواخوږي را جلب کړي، طالبانو نړۍ ته دا وښودل چې دوی داسې نه دي لکه د دوی دښمنان یې چې انځوروي، بلکې دوی انساني ارزښتونو او بشري حقونو ته  تر بل هر چا زیات ژمن دي.

اتم: دغه پېښه په داسې وخت کې را منځ ته شوه چې کرزی قطر هېواد ته په دې موخه روان شو تر څو د طالبانو لپاره د دفتر د خلاصولو په اړه خبرې وکړي، داسې بريښې لکه طالبانو چې کرزي ته دا ویل غوښتل چې دفتر تر تا پورې کوم تړاو نه لري، مونږ کولی شو خپل سیاسي فعالیت په هغه ډول پر مخ بوزو په کومه توګه یې چې مونږ غواړو

ایمل نوري

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x