افغانستان

پګواش غونډې ته د ولسمشر پيغام: طالبان د سیاسي مخالفینو په حیث منو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې ۴مه، ۱۳۹۴ل): ولسمشر اشرف غني په قطر کې د پګواش روانې غونډې ته په یوه لیږل شوي پيغام کې ویلي چې دوی د طالبانو اسلامي تحریک د سیاسي مخالفینو په توګه مني، او د مخامخ خبرو لپاره ورسره چمتو دي.

دغه پیغام د دفاع سرپرست وزیر معصوم ستانکزي په لاس د پګواش غونډې چلونکو ته لیږل شوی، چې په غونډه کې د دوهمې ورځې د رسمیاتو له پيل سره د غونډې د چلونکو له لوري ګډونوالو ته اعلان شو.

تېره ورځ پګواش غونډه کې طالب پلاوي په ښکیلو غاړو غږ کړی و چې باید «د ستونزو د هواري او د اندېښنو د لیرې کولو لپاره مخامخ خپله له اسلامي امارت سره خبرې وشي».

باید وویل شي چې د ولسمشر اشرف غني په موقف کې دا یو مثبت انعطاف بلل کیږي. نوموړي د دې تر مخه د چین، پاکستان او امریکا په واسطه غوښتل چې پر طالبانو فشار وارد کړي، تر څو د سولي خبرو ته ورسره امادګي وښيي، خو تیره ورځ چې کله طالبانو خپل موقف په غونډه کې اعلان کړ، د غونډي ګډونوالو د طالبانو موقف وستایه، او د سولي لپاره یې د پګواش د بې طرفه سازمان تر چتر لاندي غونډي مثبتې او د نړیوالو قوتونو په شمول یې هغه څلور اړخیزي غونډي بې ګټي وبللې، چې له تیري میاشتي څخه پيل شوي او تر اوسه یې دوه غونډي تر سره شوي دي.

د پګواش غونډه چې تېره ورځ پيل شوې، د طالبانو د سیاسي دفتر مشر شیر محمد عباس ستانکزی او د سیاسي دفتر مرستیال عبد السلام حنیفي په شمول د طالبانو لوړ رتبه هیئت هم په کې ګډون لري.

طالبانو تیره ورځ په خپل دریځ کې وویل چې دوی سولي ته اماده دي، خو د سولي تر مخه یو لړ داسي خنډونه ددوی مخته اچول شوي چې له امله یې تل د سولي لپاره هلي ځلي په نطفه کې خنثا شوي.

طالبانو ټینګار وکړ چې ددوی سیاسي ادرس دي په رسمیت وپيژندل شي، ددوی نومونه دي د تور لیست څخه وایستل شي، تر څو وکولای شي چې خپل نظر د خپل ولس او له نړیوالو سره شریک کړای شي. او د سولي په هلو ځلو کې په ښه توګه شرکت وکړای شي.

د طالبانو د رسمي دریځ چې د سیاسي دفتر مشر شیر محمد عباس ستانکزي ګډونوالو ته واوروی، په اړه یې راپور دلته لوستلای شئ:

طالبان پګواش ناسته کې: له اسلامي امارت سره دې مخامخ خبرې وشي

طالبان: سوله د هرې ټولنې لومړنۍ اړتیاه ده ـ پګواش غونډه کې د طالبانو د وينا بشپړ متن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد عبدالله

اوهو اشرف غنی هم سم سړی شو مسلمان خو وو اوس سم سوچه مسلمان شو کیدای شی خزه یی هم مسلمانی سره مینه پیدا کړی وی کنه؟او انعطاف یی وکړو جلالتماب دافغانانو مشر ده سخت مهربان سیاست کوی او طالبان د سیاسی مخالفین دی سنګه ومنل؟ تا خو په شهدانو متیازی کول سیاسی مخالفینو مړی باندی سوک متیازی کوی وبخی هغه خو کرزی کړی وو ته خو هسی اشرفی یی او تورلیست ختمول هم تور اوباما ته کومه غته خبره نده که تورلیست کی وی که نه وی وژل یی دوی ته قانونی ده که سوک امریکایانو باندی هم دتیګی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x