افغانستان

هره میاشت ۵۰۰۰عسکر دکرزي دپوځ له لیکو وزي

Afghan-National-Armyبرتانوۍ ورځپاڼې انډپنډینټ دبرتانې هیواد دلوړپوړو چارواکو له خولې لیکې چې دکرزي دوسلوال پوځ له لیکو دپوځیانو دتېښتې بهیر ورځ تربلې پرمخ روان دي ، هره میاشت ۵۰۰۰ تنه عسکر دپوځ له لیکووزي اوخپل دندې پرېږدي
ورځپاڼه لیکي په هرو لسو تازه استخدام شویو کسانو کې درې یې ضایع کیږي، د طالبانو له لوري وژل کیږي،نیول کیږي او یا هم خپله له دندې تېښته غوره کوي. انډپنډینټ ورځپاڼه کاږي په پوځ کې دعسکرو دګمارنې بهیر له پوره ناکامۍ سره مخ دی

،له یوې خوا نوې کسان په پوځ کې شاملیږي خو په لنډ وخت کې دګڼو لاملونو له امله بیرته دندې پرېږدي ،دیادې ورځپاڼې په قول دترسره شوې سروې لمخې په کال کې ۶۳زره عسکر دپوځ له لیکو نه وزي ،دا تعداد دټول پوځ کابو دریمه برخه جوړوي.
دکرزي رژیم په وسلوال پوځ کې دهغو کسانوشمیره  چې د یوې خاصې ګروهې او فکر لمخې دي په پوځ کې شامل شوي وي ، دیره کمه ده ،ډیری کسان دڅه مادي امتیازاتو او نور موخو لپاره دپوځ لیکو ته مخه کوي،همداراز دترسره شویو څیړنو لمخې په وسلوالو ځواکونو کې شامل زیات شمیر عسکر دنشیي توکو معتاد دي، چې دیوه درد ددوا کیدلو تمه نشي ترې کیدای
ډیری شنونکې په دې نظر دي چې دطالبانو د دعوت او ارشاد دکمیسیون فعالیتونه او له مختلفو جهتونو سره تماسونه دپخوا په نسبت ډیر زیات شوي،دطالبانو مشرتابه درک کړې چې د دعوت او ارشاد او جلب جذب له لارې حالات په خپله ګټه بدلولای شي. دطالبانو دې اقدام هم دکرزي رژیم دپوځ او امنیتي ارګانونو په لیکو کې په ولاړو افرادو ډیره اغیزې کړې .همداراز دپوځ او پولیسو په لیکو کې دطالبانو زیات نفوذ هم ددې لامل شوی چې دپوځ او پولیس په لیکو کې ولاړ یوشمیر وسلوال افراد پربهرنیو پوځيانو او داخلي لوړ پوړو کسانو مرګونې حملې ترسره کوې .دې کار خارجي ځواکونه او دکرزي رژیم له سختې وارخطایي او اندیښنې سره مخ کړې.
ددعوت او ارشاد دکمیسیون دراپورونو په استناد هره ورځ دهیواد په مختلفو ولایتونو کې درژیم دپوځ او امنیتي کړیو له لیکو په لسګونه وسلوال او دنورو ارګانونو منسوبین دحق په درک کولوسره خپلې دندې پریږدي او له مجاهدینوسره یو ځاي کیږي،چې دمجاهدینو له لوري دسرپرامن برسیره په مادي او معنوي تقدیر هم نازول کیږي.
له الاماره څخه په مننه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x