د ملي تدارکاتو کميسيون دوه قراردادونه منظور او ۵ يې رد کړل

نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې ۴مه، ۱۳۹۴ل): د ملي تدارکاتو کميسيون د شپږ سوه ميليونو افغانيو په ارزښت دوه قراردادونه منظور او پنځه نور يې ردکړل.

له ارګ څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو د کميسيون په غونډه کې دوه قراردادونه منظور شوي دي، خو د ملي دفاع او فوايد عامې وزارتونو ۵ قراردادونه د بې کيفيتۍ له امله رد کړي دي.

په دغه غونډه کې د ۶۰۰ ميليونو افغانيو په ارزښت د بريښنا شرکت او فوايد عامې وزارت اړوند دوه قراردادونه منظور شول ، خو د ملي دفاع او فوايد عامې وزرات د سرک جوړونې پنځه نور قراردادونه چې له څه مودې راهيسې د بې کفايتۍ او درغلۍ له امله ځنډول شوي وو، رد شول.

يه خبر پاڼه کې ويل شوي دي چې د ملي تدارکاتو کميسيون د رد شويو پروژو د ارزولو له پاره يو پلاوی ګومارلی و چې د پايلو له ارزولو وروسته يې د ردولو پرېکړه وشوه.

په خبر پاڼه کې راغلي، هغو شرکتونو چې په دغو پروژو کې يې خپلې ژمنې نه دي پوره کړي عدلي او قضايي مراجعو ته به وروپېژندل شي.

خو د ملي دفاع وزارت د رد شوي قرارداد په اړه څه نه دي ويل شوي.

د يادونې وړ ده چې د افغانستان په ادارو کې د اداري فساد له امله ډيری وخت ځينې رغنيزې پروژې په سمه توګه نه ترسره کيږي چې له امله يې د دولت کار له خنډ او ځنډ سره مخ کړی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د