نظــر

ما وپیژنئ ، زه یم څوک؟

ژباړن: محمد الله تبسم

ژباړن: محمدالله تبسم
ژباړن: محمدالله تبسم

ایا تاسو خو به په ځواب کې له ځان سره دا نه وي ویلي چې زه هماغه زه یم پلانې د پلانې زوی د پلاني ورور؟
که چیرته تا داسې سوچ کړې وي نو ښاغیله! تاسو په سوال نه یې پوهه شوي…..

زه دا پوښتنه کوم چې ( زه ) څوک دی؟ کله چې زه وایم چې ، زه داسې کوم. یا زه په دې پوهیږم، یا زه له وړوکوالي داسې کوم. نو سوال دادی چې دا (زه) څوک دی؟ ددې (زه) حقیقت څه دی؟ ایا له دې (زه) نه مراد زما جسماني وجود دی؟

که چیرته داسې وي ، نو که خدا مه کړه صبا زه موټر ټکر کړم، او د هغې په نتیجه کې زما د جسم یو غړی لاس ، پښه، یا سترګه، یا کوم بل غړی له منځه لاړ شي؟ نو سوال دادی چې بیا به هم زه موجود یم. جواب دی چې هو ، زه به بیا هم (زه) یم. کوم کارچې ما کلونه مخکې کاوه هم (زه) یې په غاړه اخلم، او کوم کار چې اوس کوم هم زه یې د کولو دعوا کوم. یعنی د وخت له تیریدو سره زما ( زه) نه ختمیږي. او نه زما د جسمي اعضاوو په شتون یا نه شتون زما په( زه) باندې کوم اثر غورځي. نو اوس دا ښاغلی( زه) دی څوک؟ دا خو قطعي زما جسم نشي کیدلای. دا( زه) خو به زما کوم نا لیدلی وجود نه وي. چې د همدې جسم په ذریعه باندې اظهار کوي.

زه لږ غږیږیم، یا زه ډیر خوب کوم. یا زه نا پوهه یم. یا زه رښتیا وایم. دا ټول صفتونه او عادتونه د همدې (زه) سره دي خو خپله دا (زه) څنګه کیدلای شي. په دې صفتونو او عادتونو کې کمبوت او زیاتوالې راتلای شي خو (زه) خو په هماغه خپل حال دی.

مولانا روم په خپل یوه فارسي شعر کې وایې چې په ما کې دننه هم یو فرعون ناست دی. چې غواړی د خدایې دعوا وکړي. هغه وایي چې زه یم او بس زه حاکم یم ، او بس زه قادر یم . او بس زه عالم یم.

دا زه ډیر د غضب شی دی. دې خپل تسلط غواړي ، شاید له همدې وجې د لوی اختر په ورځ يوه هندي انسان د اوزې ذبحه ولیده نو ویې ویل، چې کاش چې مونږ هم نن دا خپله انا ذبحه کولای شوی څوک چې هر وخت مې مې کوي. یادونه باید وکړم چې په هندی ژبو کې د زه لپاره مې چې د اوزې د اواز غوندې دی استعمالیږي.

د بعضې خلکو به نزد دا (زه) کوم بل ځانته حقیقت نه دی، بلکې د همدې جسم د کیمیاوي اجزاوو د ترکیب نتیجه ده. سوال دا دی چې ایا یوازې د کیمیاوي اجزاوو د ترکیب نه د یو عاقل ، ذهین، او د یو باشعوره وجود جوړیدل ممکن دي؟ که څوک وایي چې هو ممکن دي خو بیا داسې ولې نه کیږي چې مونږ د یوه مړه انسان د وجود هماغه کیمیاوي اجزاوې بیا له سره ترکیب کړو او بیا ترې یو عاقل او با شعوره وجود جوړ کړو؟

دا بیا یو بدیهي حقیقت دی چې انسان خپله بې شمیره تخلیقات وکړه. چې به هغې ډیرې تخلیقات ذهین هم دي. لکه کمپیوټر یا روبوټ او داسې نور…

لیکن ددې ذهینو تخلیقاتو کوم قدر او اصل چې مشترک دی هغه دادی په داسې ذهینو تخلیقاتو کې ذهانت له بهر څخه اچول غواړي. په بله بیا د ذهانت یو خپل بیل حیثیت دی. او دا صرف د اجزاوو د ترکیب نه خود به خوده نه حاصلیږي. د کمپیوټر مثال به واخلو. ددې درونيو او بهرنیو اجزاوو د یو ځای کولو نه بو میخانیکي حرکت خو لاسته راوړی شو.

لیکن به ده کې بیا د ذهانت لپاره باید د یوه بهرنې شافټویر انسټالول لازمي دي. یوازي هارډ ویر ته په ترتیب ورکولو سره او یا صرف به برقي توانایي ورکولو سره په کمپیوټر کې ذهانت نه شو پیدا کولو. د انساني جسم د ترتیب هم همدغه معامله ده. که هر څومره جسماني او کیمیاوي اجزا د هارډویر غوندې یو ځای کړو. لیکن به دې جسم کې بیا د ذهانت پیدا کولو لپاره د نفس سافټویر لازمي دی. همدا یوازینې حالت دی چې د زه ظهور کیدای شي. کنه د انسانو د جسمونوله سلهاوو اعضاوو نه د انسانی شعور منځ ته راتلل ناممکن دي.

اوس چې کله پر دې پوهیږو چې (زه) زمونږ له همدې مادي وجود نه هم ماورا دی،او دا جسم یوازی د (زه) د اظهار ذریعه ده. نو لا محاله دا هم راته معلومیږي چې ددې مادی جسم په شتون او نه شتون سره د (زه) بقا نه ده مشروطه. ددې یو مثال به داسې وي . چې ته ناست یې او په تلویزون باندې د خپلې خوښې چینل ګورې. او یو دم ستا تلویزون بند شي. نو ته پاڅیږي او خپل تلویزون ګوري او درته معلومه شي چې ستا په تلویزون کې کومه سخته تخنیکي ستونزه منځته راغلې .

اوس سوال دادی چې ستا د تلویزون د خرابیدو په نتیجه کې کیدلای شي چې ستاد خوښې هغه چینل دې هم خراب شوې وي؟ او هغه دې هم بند شوې وي؟ جواب همدا دې چې نه! هیڅکله هم نه! هغه چینل خو اوس هم ستاپه کوټه کې د برقي امواجو په شکل موجود دی. لیکن اوس تا سره د تلویزون غوندې کوم جسم نشته چې دا برقي موجونه راونیسي او ددې یو تصویري رنګ تا ته دروښايي. نو زمونږ همدا جسماني وحود هم د یوه داسې تلویزون غوندې دی چې ددې تلویزون له لارې مونږ خلکوته د خپل روح یا شخصیت ښودنه کوو. کله هم که زمونږ دا ترکیبي جسم بیکاره کیږي نو له دې نه هیڅکله هم مونږ دا نتیجه نه شو اخېستې چې زمونږ هغه حقیقي او روحاني وجود هم ختم شوی دی.

د ځینو پر وړاندې بیا دا کاینات او په دې کې موجود هر شی صرف یو سراب دی، او یو خوب دی. څرنګه چې په خوب کې لیدونکي تصویرونه او نقشې رښتیا نه وي. او دهغو هیڅ وجود نه وي ددوی په نزد همداسې زمونږ له (زه) راواخله هر په نظر راتلونی شی دهوکه ده. په یوې پخوانې هندي میتالوجي کې ان تر دې ویل شوی دي، چې زمونږ په شمول دا ټول کاینات د بهګوان خوب دی، بهګوان خوب ویني چې په کوم خوب کې مونږ د بهګوان خیالي تصویرونه یو. نعوذ بالله !

او کله چې بهګوان له خوبه بیدار شي نو بیا به دا خوب هم ورک شي او کاینات به داسې شي چې لکه هیڅ چې نه وو .

لیکن ایا رښتیا ددې ټولو کایناتو نفې ممکنه ده . زه د خپلو خوا او شا شیانو نه انکار کولای شم. زه حالات او واقعات دهوکه منلې شم. زه شاید تا هم دروغ ومنم او ووایم چې ته هم شاید زماد خوب یوه حصه یې؟ لیکن زه ددې نه هیڅکله نشم منکریدلای چې زه یم … زه فکر کوم ، زه شعور لرم، زه د شیانو درک کوم،. زه خپله نظر او رایه لرم، زه په هیڅ صورت کې خپل انکار نشم کولای. نو همدا (زه) خو یم چې ددې انکار یا اقرار سبب کیږم؟ زما لپاره تر ټولو زیاته نږدې او یقیني تجربه د همدې خپل (زه) ده.

دا (زه) په خپل وجود کې لا محدوده امکانات او یوه لویه دنیا لري. د همدې رعایت له مخې بعضو عارفانو انسان ته د عالم صغیر اصطلاح کارولې. او بعضو بیا انسان عالم کبیر بللی. یا په بله چې یا خو (زه) ددې ټولو کایناتو عکس دی. او یا دا ټول کاینات ددې (زه) اظهار دی. له امله شاید داسې ویل شوی وي چې الله ج په زمکه او سامانونو کې نه شي ځاییدلی مګر په زړه کې ځاییږي.

محققینو کله دا (زه) روح ، کله نفس، کله انا، کله شعور بللی لیکن حقیقت شاید داوی. چې هیځ کومه اصطلاح د زه حتمي تعین نشي وړاندې کولای. علامه اقبال همدا (زه) د خودي د لفظ سره منسوبوي. د هغه تول کلام د خودۍ د اسرارو بیان معلوموي. هغه دا د خودۍ فلسفه له کوم ځای نه اخذ کړه؟ کوم فلسفي یا فلسفه یې خيله او بیان کړه؟ دا هغه سوال وو چې د هغه د زوند لیک لیکونکي یو محقق ته پیدا شوی وو؟ نو علامه اقبال په ځواب کې ورته وویل. چې صبا ته راشه.درته وبه وایم. دا محقق خپل تاثرات بیاموي او لیکي چې ټوله شپه خوب رانه غلو چې شاعر مشرق او د زمانې مفکر به راته صبا ته دا راز وايی. کله چې سحر شو نو د علامه اقبال کور ته ورغلم نو اقبال راته وویل چې له هغې المارې نه قران مجید راواخله.

محقق لیکي چې زما په خوشحالې او توقع باندې نا امیدي خوره شوه. متا فکر کاوه چې به د المارې نه راته د پروفیسر وایټ هیډ یا برګسان کوم ریسرچ راته ښایي.

خو د قران د راخیستلو نه وروسته اقبال راته د قران مجید د سوره الحشر ۱۹ ایت راوښوده. چې له دې نه هغه ته دا د خودۍ یعنې د زه فلسفه حاصله شوې وه.

ژباړه : او د هغې خلکو له ډلې مه کیږه چې هغوې خپل خدای هیر کړې او خدای ج بیا هغوې سره داسې کړل.چې له هغوې نه خبله هغوی هیر شول. دابدکرداره خلک دي.

خلاصه دا چې کله انسان خپل رب هیر کړي نو د رب د هیرولو رباني اثر دا راوځي چې هغه انسان له خپل (زه) نه هم غافله شي. نو له همدې وجې د دې حقیقت سره نږدې د حضرت علي کرم الله وجهه یو قول دی چې فرمایي
چا چې خپل ځان وپیژنده نو یقینا هغه خپل رب و پیژنده.

دا بیا بیله خبره ده چې د تصوف د فنا فی الوجود ، وحدت الوجود ، او بقا با الله یا فنا فی الله د بحثونو غوندې دقیق موضوعات موجود دي. هلته بیا دا (زه) د فنا او بقا کنجي فکر کیږي .

نو امید چې تاسو به اوس زما په سوال پوهه شوې یې؟ هو! هماغه سوال چې زه یم څوک؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x