په برما کې ۱۳ ماشوم طالبان په اور سوزیدلي
دبرما هیواد له ینګون ښار څخه راپورونه وایي چې دسې شنبې په سهار وختي ددې ښار په یوه اسلامي مدرسه کې د اورلګیدنې یوه مرموزه پیښه رامنځته شوې ، چې په نتیجه کې یې د مدرسې ۱۳ تنه مسلمان ماشوم طلاب داور په لمبوکې سوزول شوي ، او په شهادت رسیدلي .
د برما چارواکو رویټر اژانس ته ویلی چې اور دماشومانو دخوب په خونه کې د برقي شارت له امله لګیدلی ، خو دسیمې مسلمانان او دماشومانو خپلوان وایي ، چې په غالب ګومان پیښه قصدي رامنځته شوې ، او د ظلم دهغه بهیر وروستۍ پیښه یي بولي چې په دې وروستیو کې دمتعصبو بودایانو لخوا دبرما دمسلمانانو په خلاف پیل شوي .
تردې وړاندې هم داسې راپورونه ورکول شوي وو ، او حتی داسې مستند افلام نشر شوي وو چې بودایي ظالمان مسلمانان په اور سوزوي ، خو په دې لنډو شپو کې دا لومړی ځل دی چې دداسې وحشیانه جنایت راپور ورکول کیږي .
د راپور له مخې دماشومانو دسوزیدنې پیښې دبرما مسلمانان نور هم په اندیښنه کې اچولي ، او اراده لري چې ددې ماشومو شهیدانو د جنازو په تشییع سره خپل داعتراض غږ تر نړیوالو ورسوي