نظــر

طالبانو په طلوع مفت آذان وکړ

زخمي افغان

د طلوع ددفتر له منځه یوه خبردار او ددې شبکې د مشر سعد محسني نږدې کس په فیسبوک باندې دا خبره افشاء کړې چې یو وخت د طلوع ځینو کارمندانو د شبکې مشر سعد محسني ته ویلي و چې په ټیلویزیون کې شپه ورځ سندرې،مسخرې،فحاشۍ او هر فسق او فساد نشریږي،نو که ډیر تکلیف نه وي لطفا د آذان لپاره هم یو څه وخت ورکړئ چې کله ناکله آذان هم ترې نشر شي تر څو خو لږتر لږه افغانان په دې پوه شي چې د طلوع کارکوونکي مسلمانان دي او کلمه وایي .

وا یي سعد محسني ځواب ورکړی و چې زه خو چې سندرې او فحاشۍ یا تجارتي اعلانات نشروم نو د هرې دقیقې او ثانیې یي قیمت معلوم دی اوله بیلابیلو سفارتونو،استخباراتي شبکو او ټولنو ورباندې نغدې پیسې اخلم، آذان چې یو اعلان دی که د حج او اوقافو وزارت یې ماته په مقابل کې د نورو اعلاناتو غوندې پیسې راکړي نو نشر به یي کړم او کنه نو هیڅکله به زماله چینله خپور نشي.

خو له تیرې چهارشنبې را هیسې چې طالبانو په طلوع برید کړی،دې شبکې ته نه یوازې مرګ ورپه زړه شوی اود دعاګانو، تلاوتونو او وعظونو خپرونې یي پیل کړي بلکې په ‌آذانونو یي هم پیل کړی دی.

د ډیرو په ګمان خو که د طالبانو برید بل هیڅ نتیجه ونلري دا ثواب یي هم بس دی چې دفساد او فسق خپرونکي شبکه یي څو ورځې په تلاوت او آذان راوسته، د ستاره افغان غوندې د بیلابیلو مستهجنو خپرونو او فحاشو سریالونو مخه یي ډب کړه، او د فساد د ذریعې په بندولو او تعطل سره یي په میلیونونو ځوانان په ګناه کې له ډوبیدلو او بیهوده وخت اړولو څخه وژغورل .

وایي چې دب نه وي أدب نه وي. طلوع هم په تیرو څوارلسو کلونو کې داسې سراېله شوی و چې په هیچا یي سترګه نه ډکېده،څو میاشتې وړاندې چې طالبانو طلوع ته د تأدیب خبره وکړه، نو ددې شبکې مشرسعد محسني چې په دوبۍ کې ناست دی او د افغانستان له آب وهوا ډیر خبر نه دی،په خپل ټویټر یي په ډیر غرور سره ولیکل چې نوموړی د طالبانو په دښمنۍ ویاړي او هیڅکله به یي خبرې ته غوږ ونه نیسي.

مګر له تیرې چهارشنبې را هیسې چې طلوع ځپل شوی د سعد محسني ټويټر هم دطلوع،ستاره افغان، ارمان ایف ایم، اراکوزیا او لمر د پاڼو غوندې د غم په ټغر ناستي او د ویر تورې جامې یي په تن کړي دي.

د ویر، ماتم، ژړا او زاریو په ټویټونو سربیره سعد محسني طلوع ته هم قومنده ورکړې چې په فوق العاده او مفت ډول دي اذانونه هم شروع کړي.

دا چې طلوع اذان خپروي یو مثبت کار دی خدای دي وکړي چې خپلې مسلمانۍ ته دوام ورکړي او له فساد سره مخه ښه وکړي په ضمن کې وایو چې د فسادګرو په سر کله ناکله داسې بریدونو هم ټولنې ته او هم شخصا فسادګرو ته ډیرې فایدې لري، ځکه که خودسره پریښودل شي نو نور هم په فساد کې ډوبیږي، او هوښیاران وایی چې که په مارڅوکاله د انسان ګوزار ونه شي نوبالاخره ښامار ترې جوړیږي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمدربی آماج

په پښتو کی یو متل دۍ چی وایی! هلته به د زده شی، چی په ادرګ بدرګ د شپه شی! او بله دا چی زموږ په پښتنو کی یو متل دۍ چی وایی: که بدی نه کړای بدي چاري !««»» بدۍ به چا وهو په لاري! د هر انسان بی موجبه او بی محکمی قتل جرم دۍ، او اسلام خو بیا دغه مسله بیخی د انسانیت وژنه ګڼی. خو اوس به راشو دی ټکی ته چی آیا د بیان آزادی ځانګړۍ تعریف هم لری؟ او که وی څرنګه دۍ؟ بله دا چی آیا رسنۍ باید اخلاقی کودونه هم ولری او… نور لوستل »

احمد

په سیاست مې سر نه خلاصیږی، خو دا ویلای شم چې ووایي بیا یې تر سره کوي.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x