نظــر

د مغل ټولواک اکبر د درباري ملایانو داستان

حامد افغان

ملا عبد القادر بدایوني د مغل ټولواک جلال الدین اکبر معاصر او د هغه له درباري علماو نه وو، ده د “منتخب التواریخ” په نوم یو کتاب لیکلی دی، دی پخپل کتاب کې د اکبر په اړه لیکي: هغه حق غوښتونکی پاچا و، او ډېر ښه فکر یې لاره، هغه په پیل کې ډېر دینداری او ښه عبادت به یې کاوه.

اکبر ځان ته د امامت له پاره اووه امامان مقرر کړي وو، چې پخپله عبد القادر بدایوني هم له دې اوو امامانو نه و، دی وایي د اکبر په دربار کې به پنځه وخته په جماعت سره لمونځ کیده او پخپله پاچا به هم په ټولو لمنځونو کې وجود لاره، دی به چې کله په سفر ووت د لمانځه له پاره به ځانګړې خیمه ورسره وه، او په جمعه به یې لمونځ کاوه.

د اکبر د دین پالنې له مزاج سره سم طبعا د هغه په دربار کې علماء زیات شول، ده د حدیثو او دیني مسائلو له اوریدلو سره زیاته دلچسپي لرله، او له دې امله به د علماو په مجلسونو کې خوشاله او تر ډېرو به ورسره ناست و، ملا عبد القادر بدایوني لیکي د اکبر په دربار کې تر سلو زیاتو علماو شتون لاره، په دې درباري ملایانو اکبر پاچا پریمانه نعمتونه اورول او له همدې ځایه د یوه دينداره پاچا د بې دیني کیسه پیل شوه.

ښکاره خبره ده چې سل کسان په یوه وخت کې د پاچا څنګ ته نشي کښېنستلی، نو د درباري ملایانو لومړۍ جګړه په ځایونو پیل شوه، هر یوه غوښتل د پاچا خواته ځای ولري، کوم ملایان به چې له دې درباري نعمته محروم شول هغوی به سخت سوځېدل، داراز طبعا د پاچا په انعامونو او ورکړو کې به هم توپیر و نو کم انعامونه ترلاسه کوونکي به هغه نورو ته غوسه وو، او په دې توګه د دربار حضرات یوه بل ته په سینو کې سره خوټېدل.

درباري ملایانو د یوه بل د مقام ټیټولو په نیت د یوه بل پرخلاف سپکې سيوري سره پیل کړې، ملا عبد القادر بدایوني وایي: د ملایانو منځ کې سختي بدي خبرې رامنځته شوې، یوه بل پسې یې د ژبو توري راوایستلې، او د یوه بل په له منځه وړلو بوخت شول، دا اختلاف تر دې ځایه ورسید چې د یوه بل د ګمراه او بېلاري ثابتولو هڅې پیل شوې، ملا بدایوني لیکي خبره دې ځای ته ورسیده چې د اکبر په دربار کې به دې ملایانو د یوه بل پرخلاف دومره سختې خبرې وکړې چې د غاړو رګونه به یې ورسره وپړسیدل، او پخپلو کې به یې شور او شغف جوړ کړی وو.

د ملایانو له دې بدرنګه کړنو طبعاً پاچا اغیزمن کیدی، هغه یو وخت ډېر خپه او غوسه شو، او ملا عبد القادر بدایوني ته یې امر وکړ چې دا ځیني کم عقل عالمان بیا زما دربار ته مه راپریوده، خو له دې سره درباري ملايان پخپلو شخړو بوخت پاته شول. د علماو خبرې د ناستو خلکو له پاره باید د ګټې او پند خبرې وي خو د دوی له خبرو کرکې او نفرتونه اوریدل، یوه عالم به د یوه شي د جواز فتوا ورکړه بل به هغه شی حلال وباله، د درباري ملایانو دې انډوخر پاچا او درباریان شکمن او بدګومانه کړل او وروسته نو ځکه خبره تر بدو بدتره شوه.

په دې درباري ملایانو کې یو هم ملا عبد الله سلطانپوري و، د ده سرکاري لقب مخدوم الملک و، ده چې له مختلفو لارو څومره شتمني جمعه کړې وه د هغې په اړه ملا عبد القادر بدایوني کاږي: کله چې هغه ومړ نو پاچا امر وکړ چې په لاهور کې دې د هغه کور وکتل شي، د هغه په کور کې دومره خزانې پیدا شوې چې د هغو کیلیانې له شمیره وتلې وې، او څو له سرو زرو ډک صندوقونه آن د هغه له پلرنۍ هديرې نه راوايستل شول، چې د مړو په بهانه یې دفن کړي وو.

د شاه عبدالقدوس ګنګوهي لمسی ملا عبدالنبی نومیدی، هغه د اکبر په زمانه کې ترټولو لوی عالم بلل کیدی، په ټول هند کې خطیبانو او امامانو ته به ځمکې او کورونه د ده په لاس ویشل کیدل، اکبر پاچا به د هغه دومره احترام کاوه چې پخپله به یې هغه ته بوټونه سمول. د اکبر په دربار کې د درباري ملایانو په روان انډوخر کې د یاد شوي مخدوم الملک ملا عبد الله او همدې ملا عبد النبي ترمنځ سخته سیالي او مخالفت روانه وه. هر یوه د بل پر خلاف او ګمراه ثابتولو کې کتابونه ولیکل، مثلاً یوه د بل پر خلاف ولیکل چې هغه د بواسیرو ناروغي لري په هغه پسې لمونځ نه کیږي، بل ولیکل چې هغه خپل پلار عاق او ترټلی دی نو د امامت وړتیا نه لري. او د اکبر په دربار کې به سهار او ماښام داسې چټي بحثونه روان وو.

جلال الدین اکبر په پیل کې ډېر دینداری او له دیني شخصیتونو سره یې زیاته مینه لرله، لکه مخکي مو وویل: چې ملا عبد النبي ته به یې پخپله بوټونه برابرول، خو د دین د استازو او درباري ملایانو دا شخړي او مخالفتونه یې چې ولیدل نو آن له دینه بېزاره شو، او له دیني خلکو یې هم نفرت شو، ځکه درباري ملایانو د نفرت وړ کارونه پیل کړي وو، یوه به یو شی حرام بل به حلال کړ، ملا بدایوني لیکي: اکبر د خپل وخت عالمان له غزالي او رازي غوره بلل، کله یې چې د هغوی سپک حرکتونه ولیدل، نو موجوده وخت یې له ماضي سره پرتله کړ او د ټولو علماو منکر شو.

له دې وروسته د اکبر په دربار کې د علماو وقار ختم شو، د ابو الفضل او فیضي په څېر خلکو په دربار کې اهمیت پیدا کړ، اکبر هسي هم د ملایانو له له خبرو کرکه کوله ابو الفضل به د ده په مخکي د علماو سپکاوی کاوه، دا خبره ابو الفضل او فیضي ښه وغځوله او آن د سلفو علماو سپکاوی یې هم پیل کړ، لکه ملا بدایوني چې لیکي: کله به چې د مجتهدینو اقوال وړاندې شول، ابو الفضل به ویل: تاسو ما ته د حلوایي، فلانکي کفن ګنډونکي یا څرمن پلورونکي خبرې ماته وړاندې کوئ او په هغو استدلال کوئ؟! .

د مغل ټولواک جلال الدین اکبر د درباري ملایانو د داستان دا کوچنۍ نمونه د تاریخ هغه مهم څپرکی دی چې په موجوده وخت کې ښه عبرت او پند ورنه اخيستلی شو، نن هم دربارونه له چرب ژبو چالاکانو ډک دي چې ملايان یې هم یوه برخه ده، داراز د ابو الفضل او فیضي په څیر منافقان هم پوره فعال دي. له درباره صادریدونکي وحشتونه، پساتونه او ګڼ شمیر دسيسې د همدې درباري چاپلوسانو د له فساده ډک ذهنيت محصول ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

حامد صاحب السلام علیکم !تاسی چه د کومی لیکنی په تبصرو کی سلامونه ډالیۍ کړی وو ، ډيره خوشاله شوم ، په دی نه چه د څه وخت ورک ورور می بیا موند بلکه داسی عالم شخصیت چه هره لیکنه یی مونږ د پاره اموزنده او مونږ یی په استازی ویاړو ، خدای دی وکړی تاسی ته چاپلوسی معلومه نه شی ستاسی لیکنی نه یواځی په عقلی او نقلی منطقی دلایلو متکی بلکه د موثریت وزن پکی بریښی . الله ج دی راته ژوندی لره . مونږ ډیر ژر ستاسی سلام ته وعلیکم سلام ولیکلو ، بیا مصروف پاتی شوم… نور لوستل »

Hamid

علیکم السلام ورحمه الله وبرکاته

محترم استاد بیانزی صاحب الله مو راته ژوندی او تل خوشاله او سوکاله لره، او زما د لیکنو په اړه ستاسو نظر ستاسو ښه ګومان او زما له پاره افتخار او حوصله ده، محترم مشر استاد بیانزی صاحب موږ چې څه لیکو دا ستاسو درنو استادانو له لیکنو نه د تأثر اخیستلو برکت ده الله مو زموږ له سره مه کموه، او متاسفانه تاسو چې د تبصرو په ترڅ کې د سلام او علیک کومه خبره کړې ده زما یاد ته نه راځي. په درنښت، مینه او احترام

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x