د هلمند دبندیانو لمونځ هم مفت نه دی
په دې وروستیو کې یوځل بیا دامریکایانو او دکابل رژیم په زندانونو کې دبندیانو اعتراضونه راپورته شوي ، چې کله ناکله خویې رسنیو ته هم لاره موندلې ، که له یوې خوا دګوانتانامو په امریکایي زندان کې دبندیانو لخوا دقرآن کریم په ننګ پیل شوی دلوږې اعتصاب په دوهمه میاشت واوښت ، تردې چې ډیری بندیان دکوما حالت ته ورسېدل او سورصلیب له دې زندان څخه بیړنۍ کتنې ته اړ شو، له بلې خوا دبګرام دزندان د څلورنیم زره بې ګناه بندیانو برخلیک لاهم څرګند نه دی ، او دکابل او امریکا چارواکو ترې دخپلو سیاسي تبلیغاتي ګټو لپاره دقمار دانه جوړه کړې ، چې هر لوری هڅه کوي ددې څلورنیم زره بې ګناه انسانانو له برخلیک څخه دخپل ځواک او پرستيز دنمایش لپاره استفاده وکړي .
د بګرام زندان چې دکابل درژیم دخپل اقرار او پلټنې له مخې یې مطلق اکثریت محبوسین عام ،بې غرضه ولسي وګړي دي ، او د ډیرو کورنیو ټول نارینه په کې زنداني شوي دي ، لا یې هم دزندانیانو دخلاصون په برخه کې کوم اقدام نه دی شوی ، او بده یې لا داچې دکرزي حکومت غواړي ددې بې ګناه انسانانو له برخلیک څخه دخپلو سیاسي ګټو لپاره استفاده وکړي .
په دې وروستیو کې یو بل زندان چې دبندیانو غږ یې مطبوعاتو ته راوتلی دهلمند دلښکرګاه زندان دی ، چې ویل کیږي ، دمحبوسینو د ژوند شرائط یي خورا سخت او ظالمانه دي .
داپریل په لومړۍ نیټه دلښکرګاه په زندان کې دیوشمیر بندي افغانانو خپلوانو مطبوعاتو ته شکایت وکړ ، چې که چیرې ددوی دمحبوسو خپلوانو غږ وانه وریدل شي ، او دژوند انساني ماحول ورته برابر نه شي دوی به په اعتراضیه لاریونونو پیل وکړي .
دبندیانو خپلوانو وویل چې دلښکرګاه محبس له زندانیانو سره چارواکي خورا ظالمانه او وحشیانه چلند کوي ، په سنګینو سزاګانو ، شکنجو او دایمي کوټه قلفۍ سربیره یوبله لویه ستونزه داده چې له بندیانو څخه دهرشي په مقابل کې پیسې اخیستل کیږي ، تردې چې داوداسه او څښاک اوبه هم په پیسو پرې خرڅیږي ، او دلمانځه اجازه هم د پیسو په مقابل کې ورکول کیږي .
د لښکرګاه دزندان محبوسین وایي ، که زندانیان وغواړي له کوټۍ قلفۍ څخه یوه شیبه ازاد شي یا دلمانځه یا بل ضرورت لپاره له یوه ځایه بل ته لاړ شي ، باید دزندان عسکرو ته رشوت ورکړي ، دوی وایي دزندانیانو څخه پیسې شکول ، اوس دعسکرو عادت ګرځیدلی او همدا دګټې وټې ښه سرچینه ورته ښکاري .
د لښکرګاه زندانیان او خپلوان یې له چارواکو دا نه غواړي چې دوی ازاد کړي ، دوی وایي زندانیانو ته دې یوازې دانساني زوند فرصت ورکړل شي او داسې شرائط دې نه پرې کیښودل کیږي چې دزندانیانو په وس پوره نه وي ، دوی وایي لږترلږه له زندانیانو څخه باید داوداسه ، لمانځه نورو دیني احکامو او انساني اړتیاوو په مقابل کې پیسې وانه خیستل شي .
باید ووایو چې یو میاشت وړاندې هم یوځل دلښکرګاه په زندان کې بندیانو دچارواکو دناروا کړنو له امله اعتراض پیل کړی وو ، او دزندان ساتونکي پولیس او نور عمله یې یرغمل کړي وو چې تر څلور ورځې یرغمل وروسته یې دچارواکو لخوا دژوند دشرایطو دسمون دوعدو ورکولو وروسته ازاد کړل ، خواوس بندیان شکایت لري ، چې چارواکي په خپلو وعده پایدار نه دي پاته شوي او یوځل بیا یي دبندیانو په مقابل کې ظالمانه چلند ته ملاتړلې .
دانساني عرف له مخې دمظلومو بندیانو سره دښمني او ورسره ظالمانه چلند ترټولو ستره نامردي بلل کیږي ، له همدې امله خو حتی دنړۍ ترټولو ظالم او کفري حکومتونه هم بندیانو ته په انساني حقوقو قائل دي ، ښایي تراوسه داسې چیرې نه وي پیښ شوي ، چې له بندیانو څخه دلمانځه او اوداسه په مقابل کې هم رشوت اخیستل شوی وي .
خود کرزي رژیم چې له سره ترپښو په رشوت او فساد کې غرق دی ، له دې نامردانه کړنو یې معلومیږي چې اوس یې رشوت له ورځنیو چارو څخه عباداتو ته هم سرایت کړی ، او نور به له خلکو څخه ددیني احکامو په مقابل کې هم پیسي اخلي .
قاري حبیب