
خواصي: پګواش؛ زه نن عیني شاهد یم چې طالبان سولې ته حاضر دي – مرکه
نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې ۴مه، ۱۳۹۴ل): د قطر پلازمینه دوحه کې د پګواش نړیوالې موسسې په سرپرستۍ د افغانستان په اړه دوه ورځنی څیړنیز کنفرانس دایر شوی. دې کنفرانس ته د طالبانو د سیاسي استازو سربېره ګڼ شمېر افغان سیاستوال، لیکوالان، ژورنالیستان، د نظر خاوندان او مخور شخصیتونه وربلل شوي دي.
په ولسي جرګه کې د پروان د خلکو استازی «عبد الستار خواصي» د نوموړي کنفرانس یو تن ګډونوال دی. نن ټکی اسیا له ښاغلي خواصي سره د دې غونډې د پایلو او ارزښت په اړه مرکه کړې چې ستاسو پام ورته راګرځوو:
نن ټکی اسیا: که په پیل کې د پګواش غونډې د یو ګډونوال په توګه ووایاست چې تاسو دغه غونډه څرنګه ارزوئ؟
خواصي: بسم الله الرحمن الرحیم. لومړی د نن ټکی اسیا ویب سایټ څخه ډیره مننه کوم چې دې مهمې موضوع ته یې ارزښت ورکړ او غواړي چې عام افغان مظلوم ولس ته یې روښانه کړي.
زه ډیر خوښ یم چې په داسې یوه مهمه موضوع کې ګډون کوم چې هغه د افغانستان لپاره یوه حیاتي مسئله ده چې هغه د سولې او د امن او ثبات قضیه ده. او بل زه د طالبانو د اسلامي تحریک د سیاسي کمیټې د مشرتابه څخه د زړه له کومې مننه کوم چې ډیرو به اتهام لګاوه چې ګویا طالبان سولې ته نه حاضریږي او زه نن یو عیني شاهد یم چې دوی سولې ته حاضر دي او د افغانستان د سولې او ثبات لپاره خپل نیک نظریات ارایه کوي.
خوشبختانه دا غونډه په ډیره صمیمانه او د ورورګلوۍ په فضا کې ترسره کیږي، تر اوسه یې نتایج ډیر مثبت دي او زه د خدای څخه غواړم چې دا او راتلونکي غونډې او مجالس وشي کولای د افغانستان لپاره هغه واقعي سوله راوړي چې په هغې کې زمونږ ملي او اسلامي ارزښتونه خوندي وي.
نن ټکی اسیا: تاسو غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې دا غونډه باید یوه مثبته پایله ولري او بې نتیجې پای ته ونه رسیږي، د مثبتې پایلې څخه مو موخه څه ده؟
خواصي: تاسو وینئ چې په پاکستان او کابل کې د پاکستان، چین، افغانستان او امریکا ترمینځ څلوړاړخیز مذاکرات وشول، چې متاسفانه مثبت نتایج یې هم نه درلودل حتی هغه نتایج یې هم نه درلودل چې محسوس وي او د افغانانو لپاره امید وار کوونکي وي. نو زما هدف دا وه چې د پګواش غونډه باید یوه مثبته پایله او لاسته راړونه ولري او هغه دا چې د دې غونډې له ګډونوالو څخه یو هیئت ترکیب شي او د اسلامي امارت وروڼو څخه غواړم چې دوی خپلې ټولې غوښتنې دې هیئت ته په لاس ورکړي او دا هیئت د کابل حکومت سره خبرې وکړي. ترڅو چې هغه اتهامات چې وارد شوي وه چې د اسلامي امارت طالبان سوله کول نه غواړي بیا هلته معلومیږي چې څوک سوله نه غواړي او څوک بهانه تراشي کوي. ځکه چې په دې لسو کلو کې چې په ولسي جرګه کې یم دا قضایا راته په روښانه توګه جوتې دي چې کورنۍ او بهرنۍ کړۍ افغانستان کې نه غواړي سوله وکړي خو دا پړه د طالبانو په غاړه کې رالویږي چې ګویا دوی سوله نه کوي.
زما جدي غوښتنه دا ده چې دوی باید په یو هیئت باندې موافقه وکړي او دا هیئت کابل ته واستوي، دې غونډې ته ډیر مهم شخصیتونه راغلي دي، د پخوانۍ کابینې وزیران دلته راغلي، دوی کولی شي چې حتی امریکایانو او خارجیانو سره هم خبرې وکړي. خو شرط یې دا دی چې یو هیئت تعین شي او دې هیئت ته خپلې غوښتنې ورکړل شي.
نن ټکی اسیا: د غونډې ګډونوال د پخوانۍ کابینې یا پارلمان غړي دي او په دولت کې په لوړو دندو پاتې شوي دي، یا په بله معنی دوی مخکې له طالبانو سره ازمایل شوي دي، ستاسو په نظر طالبان به په دوی باندې څومره اعتبار وکړي ترڅو د منځګړي حیثیت ورکړي او دا تمه ترې ولري چې اواز به یې هغه ډول چې طالبان یې غواړي ورسوي؟
خواصي: دلته تنها د کابینې او پارلمان غړي نه دي، دلته نور منځګړي خلک هم شته چې هغوی باید د هیئت په ترکیب کې وي. هغوی کولای شي چې دا اواز پورته کړي او کماحقه قضایا ورسوي، د دوی له طریقه افغان ولس ته رسیږي. زه په دې باور لرم کومه میډیا چې په کابل کې چلیږي همیشه یو اړخیز قضاوت کوي. که چیرې دغه منځګړی هیئت لاړ شي او هلته مطبوعاتي کنفرانس ورکړي دغه ټولې قضایاوې روښانه کیږي. زما باور دا دی چې د ۸۰ فیصده خلکو په اذهانو باندې تاثیر کوي. تراوسه پورې د خلکو اذهان دومره مکدر دي چې ګویا طالبان یا اسلامي امارت سوله نه غواړي او فقط جنګ ته ترجیح ورکوي. که چیری دا پلاوي ورشي او مطبوعاتي کنفرانس ورکړي زه باور لرم چې د ۸۰ فیصده خلکو اذهان روښانه کیږي او قضایا به وګوري چې په څه قسم او رنګ باندې پرمخ ځي.
نن ټکی اسیا: د طالبانو سیاسي دفتر مشر شیرمحمد عباس ستانکزي غونډې ته په خپله وینا کې ضمنا وویل چې مونږ سوله غواړو او د سولې لپاره یې ځینې ضرورتونه یاد کړل لکه د دفتر شتون او د تور لیست ختمیدل، تاسو له دغو غوښتنو سره څومره موافق یاست؟
خواصي: زه خو د یو مسلمان او افغان په حیث ځکه موافق یم چې د تور لیست معنی د جنګ دوام دی، د دفتر نه ورکول د جنګ دوام دی، د طالبانو کومو مشروعو غوښتنو ته چې دولت لبیک نه وايي معنی دا ده چې هغوی جنګ غواړي. زه خپله د دې خبرې طرفدار یم چې باید ادرس مشخص شي او سیاسي دفتر په رسمیت وپیژني.
بله خبره دا ده چې تور لیست د امریکا لخوا وضع شوی دی، که چیرې امریکا د خپلو موخو او اهدافو لپاره منطقې ته نه وي راوتلي او افغانستان څخه د وسیلې په حیث استفاده نه کوي او د افغانستان جغرافیې څخه د ابزار په حیث استفاده نه کوي، پس نو د تورلیست معنی څه ده؟ که چیرې غواړي د افغانستان قضایاوې حل شي نو باید خپله افغانان واک ولري او بین الافغاني دیالوګ منځته راشي. د تور لیست د ختمولو او د ادرس مشخص کولو سره زه کاملا موافق یم ترڅو مونږ وکولای شو دې ناورین ته د پای ټکی کیږدو.
نن ټکی اسیا: ننۍ غونډې ته د دولت له خوا داسې پیغام استول شوی وه چې د دې غونډې ملاتړ ترې څرګندید، تاسو د دولت دغه موقف څنګه بولئ؟
خواصي: زه په دې ضمن کې د افغانستان حکومت او په خاصه توګه د اشرف غني نه هم مننه کوم چې طالبان یې سیاسي مخالفین وبلل او ویې ویل چې زه غواړم سوله وکړم او مخامخ د طالبانو سره خبرې وکړم. دا د قدر وړ ده، ښه خبرو ته یې باید ښه ووایو او بدې ته یې بده ووایو. دا پیغام نن سهار راغلی چې زه یې ډیر تقدیروم او دا پیغام دې غونډې ته قوت ورکوي. که مونږ غواړو دې غونډې ته قوت ورکړو، د افغانانو هیلې راژوندۍ کړو، باید هیئت تعین شي او ټولې غوښتننې د هیئت په لاس کې ورکړل شي. منظور مې د هیئت څخه دا دی چې داسې یو ترکیب وي چې که د یوه شخص یا افرادو لخوا خطا پیدا کیږي، بل یې ترمیم کړي.
نن ټکی اسیا: دغه هیئت یې تاسو یې غوښتنه کوئ، ایا د دې لپاره دا شرط دی چې طالبان به یې مني او که هیئت پخپله کولای شي چې هلته اواز اوچت کړي او د طالبانو غوښتنې په رسنیو او کنفرانسونو کې مطرح کړي؟
خواصي: په دواړو صورتونو کې دا خبره ممکنه ده، خو دلته د ضعف او قوت خبره مطرح کیږي. د طالبانو د سیاسي کمیټې لخوا منل ځانته قوت لري، او که همداسې زه ورځم دا به ځانته. یعنې معنی دا ده چې دا حالت به ډیر ضعیف وي او هغه د قوت حالت دی. که مونږ غواړو چې قضیه حل کړو نو باید د قوت مرجع راسره وي، د یوې قوي مرجع نه باید حرکت وکړو چې هغه د دې هیئت منل دي.
نن ټکی اسیا: ډیره مننه
خواصي: سلامت اوسئ، تاسو نه هم ډیره مننه
ورونو عبدالستار خواصی نور هاغه مخکینی عبدالستار ندی چی دګوداګی حکومت ولسی جرګی غړی وی چی دزرګونو شهیدانو په وینو لاسونه یی سور بلل کیدو اوس نور هاغه چتیات نه وایی اوس توبه ویستی خلاص سم دم مجاهد شو مبارک مبارک دګلونو هار واغوندی ورته چی دامریکایانو خلاف سخت توپونه ویشتی؟
یو چا دا خبره کوله که پشتنو کی کومه قیصه تیره شوی وایی [ ښځو کی هم نارینه شته ] په دی معنی چه ښځو کی ځینی داسی ښځی شته چه د نارینه وو به شان ننګ ، غیرت او شهامت لری . زه هم وایم چه د کابل غلامه اداره یا پارلمان کی هم داسی څوک شته چه حقایقو ته یی ګوته نیولی . په هر صورت ، ښه کار ته باید ښه کار وویل شی ، ستاینه ، نمانځنه او یادونه یی وشی . نیت پکی شرط دی ، چه د دی خبرو سره پاک نیت هم ولری… نور لوستل »
###په ډیر درنښت درڅخه هیله کوو چې د قلم عفت وساتئ. اداره ####
جذباتی صاحب ، تاسی رښتیا هم جذباتی او احساساتی یاست مونږ خپله تبصره یو ځل بیا ولوستله مونږ پکی د بی عفتۍ یوه جمله یا لغت ونه موند ، که حقایقو ویلو ته تاسی بی عفتی وایاست بیا نو ستاسی او زمونږ اخلاقی او ادبی معیارونه سره توپیر لری ، تاسی مهربانی وکړی مونږ ته یی په ګوته کړی ، حتی مونږ تاسی ته یو وخت د نورو په اړه لیکلی وو چه د پاڼی حیثیت راښکته کوی ، تاسی لیکلی وو چه د هر چا خپل مسولیت دی مونږ صرف کنځل پاکوو . بی مورده اتهام په خپله بی… نور لوستل »