افغانستان

په پروان کې درې تنه عسکر طالبانو ته اوښتي

afghan-military

راپورونه وايي چې د پروان په شینوارو ولسوالۍ کې د ملي اردو او اربکیانو له لیکو درې تنه عسکر تښتیدلي او له طالبانو سره یوځای شوي دي.

طالبانو پیښه تایید کړې او ویلي ئې دي چې ګل احمد، جمعه خان د اربکیانو، او ګل محمد د اردو په لیکو کې دندې ترسره کولې چې بالآخره د دعوت او ارشاد کمیسون د هلو ځلو په نتیجه کې ئې خپلې دندې پريښي او طالبانو ته اوښتي دي.

ذبیح الله مجاهد وايي چې نوموړو عسکرو ژمنه کړې چې “نوربه په ګوډاګۍ اداره کي کار ونه کړي او له مجاهدينوسره به اوږه په اوږه مقاومت ته مټي بډوهي”.

په دې وروستیو کې ناټو سخته انديښنه ښوولې چې د اردو او پولیسو په لیکو کې د تیښتې روان بهیر به د هیواد سولې او استقرار ته غټ ګواښ متوجه کړي.

د انډیپنډینټ ورځپاڼې په حواله ناټو په دې هم ډیره اندیښمنه ده چې که دا حالت همداسې دوام پیدا کړي، ایا افغان امنیتي ادارې به د بهرنیانو تر وتلو وروسته په هیواد کې تازه دمه دیموکراسي وساتلی شي او که نه؟

د یوې احصائیې له مخې د اردو، پولیسو، او یا اربکیانو د صفو څخه هره میاشت ۵۰۰۰ تنه عسکر تښتي او له طالبانو سره یوځای کیږي. احصائیه وايي چې په یو کال کې ۶۳۰۰۰ تنه عسکر خپلې دندې پریږدي او طالبانو ته اوړي.

طالبان په خپلو اداري تشکیلاتو کې د دعوت او ارشاد په نامه یو ځانګړی کمیسون لري چې دنده ئې د دولت له نظامي، سیاسي او استخباراتي ارګانو څخه د خلکو جلبول دي. د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې هغه دولتي نظامي، سیاسي او یا استخباراتي کارمندان چې له طالبانو سره یوځای کیږي ددوی له خوا ئې تود استقبال کیږي.

درې ورځې وړاندې (د مارچ په ۳۰مه) د ننګرهار ولایت په حصارک ولسوالۍ کې ۱۸ تنو پولیسو خپلې دندې پریښي وې او له طالبانو سره یوځای شوي و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x