نظــر

سوله څوک نه غواړي؟

احمدالله احمدزی

دا خبره رښتيا ده، چې ليدل او اورېدل د ځمکې او اسمان توپير لري، دا لس کاله، چې ګڼې رسنۍ په يوه خوله لګيا دي، چې طالبان د بشريت دښمنان دي، له وژنو او چاودنو پرته په هېڅ نه پوهيږي، مګر نن زموږ بې پرې استازو، استادانو او پوهانو ومنله، چې څوک سوله غواړي او څوک يې پر وړاندې خنډونه پيدا کوي.

د پګواش غونډې په اړه يو سپيناوی اړين دی، هغه دا چې اوس هم ډېر خلک، حتا د نظر خاوندان د پګواش بنسټ په اړه معلومات نه لري، چې دا څه کار کوي او د سولې په اړه يې فعاليت د څه لپاره دی، ځينې يې د امريکا او نورو جهتونو په څېر بولي.

پګواش د کاناډا يو بې پرې بنسټ دی، چې د نړۍ کړکېچونو او ستونزو په اړه څېړنيز کنفرانسونه جوړوي او د ستونزو د هواري لپاره د پوهانو او نظر خاوندانو نظرونه اخلي، تر خلکو او اړوند چارواکو يې رسوي.

ولسمشر اشرف غني خو خلکو ته ډېر وايي، چې دی هېواد کې سوله غواړي، مګر د سولې چانسونه يو بل پسې له لاسه ورکوي.

د پګواش کنفرانس کې، چې د طالبانو د سياسي دفتر مشر شېر عباس ستانکزي سره له خپلو همکارانو ګډون وکړ او خپله خبره يې په زغرده وکړه، چې د اسلامي او ملي اصولو په رڼا کې د سولې اړوند د هر ګام او مشورې ملاتړ کوي.

ښاغلي ستانکزي وويل، چې د دوی سياسي دفتر په قطر کې دی او د ټولو سياسي چارو څار او سمبالول د سياسي دفتر مسووليت دی او که هر څوک سوله غواړي، بايد دوی سره مخامخ خبرې وکړي.

د پګواش کنفرانس ګډونوالو هر يو د سياسي چارو شننونکی ډاکټر فيض محمد ځلاند، د ولسي جرګې غړی عبدالستار خواصي او د سياسي چارو کارپوه قاضي محمد حسن حقيار په يوه خوله وويل، چې دوی د دې خبرې شاهد دي، چې طالبان سولې ته ژمن دي، ولې ځينې واکمنې کړۍ او سوداګرې څېرې د سولې پر وړاندې خنډونه پيدا کوي.

ډاکټر ځلاند وايي، چې د طالبانو استازو ومنله، چې د ملي جوړښتونو، لکه روغتيايي او ښوونيز مرکزونو او نورو ملي پروژو سره به خپله همکاري کوي.

د طالبانو له لوري په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې د سولې په اړه د لا پرمختګ لپاره دې د دوی پر سفرونو لګېدلي بنديزونه لرې شي، بنديان دې خوشې شي، د دوی پر ضد روان ناوړه تبليغات بايد پای ومومي او د سولې لپاره نور اړين ګامونه پورته شي.

د ولسي جرګې غړي عبدالستار خواصي هم وويل، چې «زه نن عيني شاهد يم، چې طالبان هېواد کې سوله غواړي» او هيله يې څرګنده کړه، چې پګواش غونډه به ښې پايلې ولري.

مګر د اندېښنې ځای دا دی، چې حکومت دې غونډې سره خپل پرېکون اعلان کړی و او د بهرنيو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په ترڅ کې ويلي و، چې د امريکا، چين، پاکستان او افغانستان په مشرۍ څلور اړخيزې ناستې د دوی لپاره اړينې دي او د پګواش غونډه کې ورته ګډون ګټور نه ښکاري، مګر نن بيا ولسمشر غني پګواش ته د خپل ځانګړي پيغام په ترڅ کې وويل، چې دی تيار دی، چې طالبان د سیاسي مخالفينو په توګه ومني او مخامخ خبرې ورسره وکړي.

هلته په قطر کې د ولسمشر پيغام ولوستل شو او نن يې دلته کابل کې د طلوع د وژل شوو کارګرانو په فاتحه د هغوی کورنيو او خپلوانو ته په خپله وينا د طلوع د مامورينو وژونکو په اړه وويل، چې دا خلک نه مسلمانان دي او نه هم افغانان او ژمنه يې وکړه، چې د طلوع د کارکوونکو قاتلين به هېڅکله ونه بښي او محکمې ته به يې وړاندې کړي.

په دومره لنډ وخت کې د ولسمشر دومره غير مسوولانه څرګندونې سړی حيران کړي، چې دوی په لوی لاس داسې کوي او که پوهيږي نه.

که حکومت رښتيا هم سولې ته ژمن وای، نو د پګواش غونډې ته يې بايد خپل استازي ليږلي وای، چې د سولې په اړه يې د باور فضا پر لور پرمختګ کړی وای.

د ولسمشر دومره بې خونده او تت دريځ څه معنا لري؟ ولې يې د مخامخ خبرو او نظر تبادلې چانس له لاسه ورکړ؟

د کرزي په واکمنۍ او اوس هم، چې چارواکي يو ځای با ځای له جعلي طالبانو سره ناستې کوي او د پګواش په څېر نړيوال کنفرانس، چې د طالبانو رښتني استازي په کې وي، ولې ګډون نه کوي، د دې ټولو خبرو په ارزولو هر عاقل خپله نتيجه راويستی شي.

اوس خلک پوهيږي، چې څوک سولې ته ژمن دي او څوک نه، چا سره د ولس غم شته او چا سره نه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx