
له نن ټکي اسیا سره د ډاکټر قیوم کوچي ځانګړې مرکه
ډاکټر قیوم کوچی پخوانی ډیپلومات او د سولې فعال دی. ډاکټر کوچی د ولسمشر غني تره او د ګډ حکومت له ملاتړو څخه دی. ښاغلی کوچی هم د پګواش دوه ورځنۍ نړیوالې ناستې له ګډونوالو څخه و. نن ټکي اسیا د ناستې او د طالبانو د دریځ او اړوندو موضوع ګانو په باب له ښاغلي کوچي سره مرکه کړې:
نن ټکی اسيا: که لومړۍ پوښتنه داسې مطرح کړو چې پګواش ناسته څنګه ارزوئ؟
کوچی: زما نظر خو دا دی، چې پګواش يوه نړيواله موسسه ده، د سولې، روغې جوړې او تفاهم په برخه کې ډېرې تجربه لري، په خپله د دې موسسې مشر پروفيسر پاولو هم دروند سړی دی. د افغانستان له تاريخ او د خلکو له فرهنګه خبر دی، هڅې يې ډېرې کړي، خدای دې خير و برکت ورکړي، که دا موسسه نه وای، نو دا غونډه به نه وای جوړه شوې.د همدې موسسې په برکت قطر هم د دې غونډې په جوړولو کې مرسته او همکاري وکړه او د قطر له حکومته هم مننه په کار ده.
نن ټکی اسيا: تاسې د طالبانو دريځ يو ځل بيا واورېد، څنګه يې ارزوئ؟
کوچی: زه طالبانو ته دعا کوم، چې روغې جوړې ته چمتو شي او د افغانستان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي. خپلې غوښتنې دې حکومت ته په مخامخ مېز کښيږدي، ورته دې ووايي، چې ته هم له جګړې ستړی يې، ولس هم او موږ هم ستړي يو.
نن ټکی اسيا: تاسې له طالبانو وغوښتل، چې په خپل دريځ کې نوښت راولي، له حکومته مو هم ورته غوښتنه کړې؟
کوچی: حکومت خو دا ابتکار کړی، چې د سولې په اړه د پاکستان پوځ او ای ايس ای سره خبرې وکړي، وروسته پوه شو، چې پاکستان مرسته نه کوي او اعلاميه يې خپره کړه، چې پاکستان سره د سولې خبرې نه کوم، مخامخ له طالبانو سره کينم، جرګه ورسره کوم او هڅې کوم، چې د جګړې مخنيوی وشي.دا ابتکار خو هغوی کړی، اوس په طالبانو پورې اړه لري، چې دوی ورشي ميدان ته خبرې ورسره وکړي.
نن ټکی اسيا: حکومت خو يو ځل پاکستان ته ورغی او د څلور اړخيزې ناستې له لارې طالبانو سره د سولې پر ميکانيزم باور لري؟
کوچی: دا خو يې دويمه مرحله ده، په دې کې د امريکا ابتکار دی، د چين هڅې روانې دي او دواړه ستر هېوادونه دي، پر پاکستان هم اثر لري او پاکستان هم بيا طالبانو سره نږدې اړيکې لري. دا خو د اميدوارۍ فرصت دی او طالبان بايد ترې ګټه پورته کړي.
نن ټکی اسيا: ولسمشر غني خو وايي، چې دی به له هغو طالبانو سره خبرې کوي، چې وسله پر ځمکه ږدي او دوی سره خبرې کوي، يعنې هغه غواړي، چې طالبان ځانته تسليم کړي، دا څنګه ارزوئ؟
کوچی: زه د اشرف غني په نيت هم پوهېږم په پلان يې هم پوهېږم او هغه وايي، چې کوم مقام او منزلت ما ته د ټولټاکنو په پايله کې لاسته راغلی، زه د سولې لپاره ترې تېر يم، هغه سولې ته ژمن دی او حتا ويلي يې دي، چې سر مې هم ولاړ شي، زه سولې ته تيار يم.
نن ټکی اسيا: تاسې وويل، ولسمشر د سولې لپاره له څوکۍ تېر دی، نو د سولې لپاره انتقالي یا بې طرفه حکومت به ومني؟
کوچی: په دې برخه کې خو زه څه وړانديز نه شم کولای، مګر پر دې پوهېږم، چې هغه ويلي، چې زه چمتو يم، چې طالبان دې راشي، په دې حکومت او واکمنۍ کې دې برخه واخلي. دلته دا خبرې وشوې، چې حکومت کې بايد انحصار نه وي او اوس په حکومت کې انحصار نه شته.
تاسې د يو ژورناليست په توګه او ټول خبر دي، چې د اشرف غني يو ميليون رايې له عبدالله زياتې وې، مګر ده د وينې تویېدو د مخنيوي په موخه عبدالله سره حکومت شريک کړ، دا کار د اساسي قانون خلاف دی، خو ده د ولس ژغورنې په موخه وکړ. ما ترې اورېدلي، که طالبانو کې کفايت وي، وطن او ملي حاکميت سره مينه لري، نو را دې شي، موږ سره دې په حکومت کې برخه واخلي.
نن ټکی اسيا: تاسې له طالبانو سره ډېر ناستې کړي، د طالبانو په دريځ څومره ډاډه ياست، چې سولې ته ژمن دي؟
کوچی: طالبان خو غورې ډېرې کوي، چې سولې ته ژمن دي او سوله کوي، مګر تاسې ګورئ، چې دې ژمي کې هم ډېر ګرم شوي، کومو سيمو کې لکه کندهار، هلمند او کندز کې، چې دوی بری ترلاسه کړی، دوی فکر کوي، چې دوی يې په زور ګټي. زما له نظره دې کار يې د سولې پروسې ته زيان رسولی دی. دوی فکر کوي، چې ملت له موږ سره دی او زموږ امارت به د خلکو په ملاتړ بېرته واک ته ورسيږي. زه فکر کوم، چې دوی سخته اشتباه کوي. دوی په خپله هم وايي، چې موږ انحصار طلبي نه غواړو او دوی وايي، چې موږ د واکمنۍ پر مهال کوم اشتباهات کړي، بيا يې نه تکراروو، مګر اوس ګورو، چې دوی خپلې تېروتنې بيا تکراروي. د طالبانو په موقفونو کې زه تضادونه وينم، يو پلو وايي، چې پاکستان پر دوی اِغېز نه لري او بل پلو کابل کې خلک وايي، چې دوی اوس هم مستقيما د پاکستان له لوري اداره کيږي. که دوی د پاکستان تر اثر لاندې نه وي، نو ولې په ازاده توګه کابل ته نه راځي او کابل حکومت سره ولې خبرې نه کوي. موږ د طالبانو په شرطونو او غوښتنو پوهېږو، دوی ته بايد دفتر خلاص شي، له تور ليسته لرې شي، مګر طالبان سخت تبليغات کوي. دا اوس شهراني وويل، چې کوم خارجي ته يې ويلي، چې د افغانستان ۵۳ سلنه خاوره د دوی په لاس کې ده او خلک د دوی ملاتړ کوي، دا اوس يو بل طالب شاهين وايي، چې زموږ طلاعات دا دي، چې اويا سلنه خاوره د طالبانو په لاس کې ده، که اويا فيصده ستا په لاس کې وي، ستا مشکل خو بيا حل دی، بيا ورشه امارت دې جوړ کړه، مګر دا خبرې هوايي ډزې دي. هلته په کابل ما د شمالي ولايتونو له خلکو اورېدلي، چې طالبان اصلا د افغانستان خلک نه دي او دوی سره بايد مذاکرات ونه شي. دوی دې د افغانستان دښمنان بولي او ته وايې، چې زه اويا فيصده خاوره په واک کې لرم.
نن ټکی اسيا: تاسې د طالبانو په موقف کې د تضاد خبره وکړه، ورته شی د کابل حکومت په دريځ کې هم ښکاري، هغه دا، چې افغانستان کې د هرې چاودنې پړه پاکستان اچوي، مګر سوله هم بيا له پاکستانه غواړي. د طالبانو سياسي دفتر خو دلته په قطر کې دی، نو حکومت يو خوا بل خوا د سولې خبرو پسې ګرځي، خو دلته دې د طالبانو سياسي دفتر ته ورشي او خبره دې ورسره وکړي؟
کوچی: ګوره، چې چا د نړيوالو اړيکو او سياست تاريخ لوستی وي، پوهېږي، چې د دوو هېوادو او يا په يو هېواد کې د ددو قومونو ترمنځ هم جګړه وي او هم مذاکرات کيږي دا بايد روان وي او حکومت ځکه له پاکستانه سوله غواړي، چې د طالبانو ډېر مشران په پاکستان کې دي، که څوک يې مني، که نه، د طالبانو په موقف کې تضادونه شته، هغه دا، چې مشر يې دوه نيم کاله مخکې مړ و، د دوی مشران او قطر دفتر ترې نه و خبر، دغسې تضادونه شته او دوی بايد يو موقف ونيسي او د کابل حکومت ته ورشي خبرې ورسره وکړي. طالبان د کابل حکومت د حکومت په شکل نه مني، دوی وايي، چې دا يوه اداره ده. دغه اداره خو د ټول ټاکنو له لارې راغلې، سره له دې، چې دې کې به مشکلات وو، د نړيوالو او امريکا لاسوهنې په کې وې، طالبان هم له نړيوالو سره اړيکې لري، طالبان خو حتا له روسانو سره هم اړيکې لري او روسيې په دې اړه اعلاميه هم خپره کړې ده، چې دوی طالبانو سره مرستې کوي. طالبان له روسيې او ايران سره اړيکې لري، چې څومره په افغانستان کې مداخله کوي او د کابل حکومت ته اداره وايي.
نن ټکی اسيا: يوه پوښتنه شخصا ستاسې په اړه ده، هغه دا، چې د اشرف غني له واکمنۍ وړاندې په تېرو ديارلسو کالو کې تاسې هم افغان حکومت د «کابل اداره» بلله او د طالبانو ملاتړ مو کاو، مګر له هغه وخته، چې اشرف غني واکمن شوی، تاسې يې په ټینګه ملاتړ کوئ.
کوچی: زما په اړه، چې کومه خبره شوې، دا غلطه ده، ما مخکې هم ويلي، چې د بن کنفرانس کې طالبانو سره ظلم شوی او نن مې هم وويل، چې طالبانو په افغانستان کې واکمني کړې که هغه وخت طالبانو ته په بن کنفرانس کې برخه ورکړل شوې وای، نو نن به دا مشکلات نه و. ما مخکې هم د طالبانو په ملاتړ تلويزوني پروګرامونه او ليکنې کړي، مګر دا خبره غلطه ده، چې ما دې د کابل حکومت ته اداره ويلي وي، اوس، خو چې دې حکومت باندې د ملي وحدت حکومت نوم کيښودل شوی، د دې لپاره، چې د ملت د غمونو مخه ونيول شي. دلته د هر ګوند او ډلې خلک په حکومت کې دي، طالبان يې بايد اداره ونه بولي دا ډېره غلطه خبره ده.
نن ټکی اسيا: پګواش غونډې ته د ولسمشر پيغام، چې دی تيار دی، چې طالبان د سیاسي مخالفينو په توګه ومني، په دې اړه تاسې څه نظر لرئ؟
کوچی: زه خو اوس له امريکې راغلم، ما ولسمشر سره خبرې نه دي کړي، خو دا زما د خبرو تاييد کوي، چې هغه د سولې لپاره ژمن دی او طالبان بايد له دې فرصته ګټه پورته کړي. ته چې ما ته وايې زما غېږه درته خلاصه ده راسه درسره مذاکره وکړم، ولې علني ابلاغيه نه خپروي، چې استازی دې راولېږه، چې خبره وکړو. زه خو د کابل د حکومت استازی نه یم، اشرف غني زما واوره دی پرې وياړم، لاسونه يې د خلکو په وينو سره نه دي او د طالبانو لاسونه خو په وينو سره دي.
نن ټکی اسيا: خو طالبان بيا وايي، چې اشرف غني د امريکا سړی دی؟
کوچی: دا يوه پوچه مفکوره ده، چې خلک يې وايي. داود خان او ظاهر شاه به هم خلکو متهم کول، چې د روسيې خلک دي، بيا دې وليدل، چې څنګه ملي شخصيت ترې ووت.
نن ټکی اسيا: ډېره مننه
کوچی: تاسې نه هم مننه.
شاغلی مدیر صاحب ترجمانهای صلیبی قیوم کوچی برایت عریان بگویم که تا وقتیکه افغانستان اشغال می باشد جهاد ملت ما ادامه خواهد داشت !؟
و یک سوال خسزم از قیوم کوچی میکند که در سال ۲۰۰۲ در خانه شمال میشیگان ما در لب بجیره که مهمان ما بود برای خسرم لاف می زد و میگفت که ما افغانها هیچگاه غلام کسی نمیشویم چرا حالا غلام شده اید آیا ارزش دالر امریکا نسبت به ایمان و پشتونوالی تان اضافتر می باشد!؟
یاره نن ټکی والو تاسی له چا سره مرکه کړی ده چی فقط هسی کړیتی پړیتی یی درته باد کړی او تاسی هم ورسره په دومره آسانی منلی او ترینه تیر شوی یاست د طالبانو موقف دسولی په اړه ډیر واضح ده په افغانستان د سپتمبر د پیښی نه وروسته په ډیره ظالمانه او ناروا شکل د صلیبیانو او کفارو له خوا هجوم شوی افغانستان اشغال شوی او له اشغال نه مخکی دلته مشروع او آزاد اسلامی نظام مازی د بیځایه بهانی په اساس راپرځول شوی نو بنا اشغالګر دی بی قید وشرطه له افغانستان ووځی او خپله مداخله دی… نور لوستل »
پدی ټول افغانان ښه پوهیږچی دافغانستان جګړبیرونی جګړه ده دکوچی صاحب څخه هیله کوم چی افغانانوته دنوره بازی نه ورکوی چی اشرف غني دسولی په رابطه له کرسی څخه تیږی ځکه ده په خپلو کړیو وعدو د ملک سره وفاونکړه اونه یې دمظلوم ملت فریاد واوریده اود ده سره دسولی واک شته افسوس دی ده پدی حالت چی نن ورځ دارګ په ماڼی کی پر تیریږی
ماته داسی ښکاري چې اشرف غني څخه چې کوم حماقتونه په قول او عمل کې سر وهي دا یی کسب کړي نه بلکه د دوی ژېنیتیکي برخه ده.
دا په غرب کې ورووست ځځغ ډیر بی عقل او بی خریطه لګیدلی (غږیدلی) ده
خدای دی خوار کړي
ما دقیوم کوچی ځوابونه وکتل دا هم یو ډاکټر دی دا هم دصلحی فعال دی دا پردی پاله وطن پلورونکی چی ډاکټران یی ددی کورنی داسی احمقان دی بیسوادان به یی څه وی دربدر شی پدی انصاف اودی مصاحبی
زما تبصری دلته نه خکاری مخکی نشر شوی وو تاسو څخه درخواست کوو چی زما تبصری بیرته زای پرزای کړی
ماته خو ښکاری چی تره هم له وراره سره دطالبانو ټینګ موقف وارخطا کړی
دی کوچی خو بیخی اپلتی ویلی دی دا داکتر هم دی زه ور باندی وشرمیدم موز امنیت او سوله غوازو دجنگ ا وجنگو او ورور وزنی نه بی زار یو دطالبانو په حکومت مو سوله درلودله او ارام زوند مودرلور خیر چه پیسی مو نه لرلی امنیت او عزت مو درلود