افغانستان

قاري یوسف : دسلما بند دنړولو په اړه دحکومت تبلیغات هیڅ اساس نلري

 دطالبانو ویاند قاري یوسف احمدي مطبوعاتو ته په یوه استولي لیک کې ویلي ، چې دکرزي دحکومت استخباراتي ادارې په دروغو په طالبانو تور پورې کړی ، چې خدای مه کړه دهرات دسلما بند دالوزولو  نیت یې درلود ،  تیره ورځ د حکومت دملي امنیت یوه چارواکي ویلي وو چې په هرات کې یې یوه ډله طالبان نیولي چې دسلما بند یې الوزاوو ، طالبان وایي حکومت تبلیغاتي لوبه پیل کړي او غواړي په دروغجنو ادعاوو سره مجاهدین بدنا م کړي .

 

باید ووایو چې تردې وړاندې هم طالبانو حکومت تل ننګولی ، چې کولای شي دافغانستان په هره سیمه کې دبیارغونې بنسټیزې رښتیني پروزې ترسره کړي ، خو حکومت چې د اساسي رغونې اراده نلري دخپلې ناکامۍ او فساد پړه په طالبانو اچوي ، نو ځکه وایي چې طالبان د بیارغونې دپروژو مخه نیسي .

دنن ټکی اسیا ادارې ته دطالبانو رارسیدلي اعلامیه په لاندې ډول ده .

دکابل ادارې دجاسوسۍ سازمان  دپروپاګند په اړه داسلامې امارت دویاند څرګندوې

داچې تيره ورځ دکابل ادارې د جاسوسۍ سازمان ویاندديو مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې ادعا وکړه چې ګنې دوي دهيواد په جنوب هرات کې داسې کسان نيولي چې داسلامی امارت دمجاهدينو پورې اړوند وو اوګواکې اراده يې درلوده چې په هرات کې د سلما بند والوزوي او عاملين هم دپاکستان هيواد له کويټې څخه راغلي وو اوداسي نورې اوتوبوتې ..اسلامي امارت ددښمن دغه بدنامونکی پروپاګند چې غواړې مجاهدين دهيواد دمنافعو دښمنان او دنورو دلاس آله معرفي کړي په کلکوټکو ردوي او داسې شوم اقدامات غندي ، دښمنان د ماتې او مايوسۍ په حال کې اوبو پسي اخيستي، ځګ ته لاس اچوي او غواړې چې دهیواد ساتونکو او ژغورونکي اتلو مجاهدينو په اړه عامه ذهنیت خراب او ګډوډ کړي ، دکابل تالۍ څټي بايد په دې وپوهيږي چې ملت اوس خورا هوښيار ده ، دهيواد ساتونکي او پلورنکي ،  خپلواک او دپردو غلامان  ډير ښه سره جلا کولای شي او تشې اوتې بوتې نشي کولای د ويښ ضمیر درلودونکي ملت وغولي .

قاري محمديوسف احمدي داسلامی امارت وياند

۱۴۳۴/۵/۲۱هـ ق

۱۳۹۲/۱/۱۳هـ ش ــ 2013/4/2 م

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x