ننګرهار: د يو شمېر ښوونځيو چارې طالبان سمبالوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، سلواغې ۵مه، ۱۳۹۴ل): د ننګرهار د پوهنې رياست چارواکي وايي چې ددغه ولايت د يو شمير ولسواليو ښوونځي د طالبانو له لوري اداره کيږي او په ښوونځيو کې د طالبانو له لوري ورکړل شوی مهالويش کارول کيږي.

د ننګرهار د پوهنې رييس الله داد اسماعيل خېل هم ومنله چې طالبان د ننګرهار د شپږو نا امنه ولسوالیو د ښوونځيو چارې اداره کوي او زياته یې کړه چې په هغو سيمو کې د طالبانو مهال ويش هم سم دی ځکه چې د نصاب ټول مضامين په ښه توګه په کې تدريس کيږي.

د هغه په وینا چې په سيمه کې تر دې وړاندې سيمه ييزو زوراکو ستونزې رامنځته کړې وې او د زده کړو بهير يې له خنډ سره مخ کړی و چې اوس حالت تر پخوا ښه دی.

ددې ترڅنګ د ننګرهار د پوهنې رياست د اړيکو مسؤل محمد اصف شينواري هم وويل چې په ننګرهار کې اوسمهال په ځينو نا امنه ولسواليو کې ۳۳ بابه ښوونځي تړل شوي دي، چې د خلاصون هڅې يې روانې دي؛ خو د پوهنې وزارت وياند کبير حقمل څو مياشتې وړاندې ويلي وو چې په ننګرهار کې ۵۵ بابه ښوونځي د نا امنيو له امله تړل شوي دي په داسې حال کې چې په تېرو څوارلس کلونو کې په ننګرهار کې يو ښوونخي هم نه و تړل شوی.

د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم وسله والو طالبانو د خپلې ولکې لاندې سيمو کې د ښوونځيو څارنه کوله او په نصاب کې یې د فرهنګ په نامه مضمون نه پرېښود، طالبان وايي چې په ښوونځيو کې د فرهنګ په نامه مضمون چې موسيقي او بې لارې په کې تدريس کېږي له اسلامي او افغاني اصولو سره په ټکر کې ده نو ځکه يې په ښوونځیو کې ددغه مضمون د تدريس مخه نېولې ده.

که څه هم په افغانستان کې کله کله ښوونځي سوځول کيږي او زده کوونکي مسموميږي چې دولت يې د وسله والو طالبانو کار بولي خو طالبانو پرهر ځل د ښوونځيو په سوځولو کې لاس لرل رد کړي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د