نظــر

د سجاوند په پېښه کې یوازې د څلورو ملکیانو وینې تويې شوې دي!!!

images  stories  blast  120606 logar 2-5  څو ورځې وړاندې د لوګر په سجاوند کې د ګډو ځواکونو له خوا عملیات تر سره شول، د نوموړو عملیاتو د تلفاتو په اړه خبري رسنیو مختلف راپورونه خپاره کړل، چې زیاترو یې د ملکي مرګ ژوبلې کچه لوړه ښودله.  ددې لپاره چې ولسمشر خپل مسولیت ادا کړی وي، نو یې د نوموړې پېښې د پلټلو لپاره یو پلاوی وټاکلو، او تر ټولو غوره او له انصاف نه ډک کار یې دا وکړ چې په پلاوي کې یې بالکل بې طرفه کسان ولېږل، داسې کسان چې په هېڅ ډول یې د کرزي صیب له ادارې سره تړاو نه درلود،

او همدا د انصاف غوښتنه هم وه؛ ځکه خو دغه ګام د ستایلو دی! په پلاوي کې شهزاده مسود د کرزي سلاکار وزیر! د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو استازو! او همدا رنګه د لوګر د ولایتي شورا استازي!!! ګډون درلود.

نوموړی بې پرې پلاوی! د ورسپارل شوي او مشخص مسولیت له ادا کولو وروسته دې نتیجې ته ورسېد چې په پېښه کې یوازې څلور ملکي خلک وژل شوي! پلاوی زیاتوي چې زمونږ د دوستانو بمونه ددوه پر ځای څلور غټې غټې سترګې لري! طالب او عام خلک ښه پېژندلی شي، او دغه کوم څلور چې وژل شوي دا هسې په خپله د بم مخې ته راغلي وو، که نه بم په هېڅ صورت ملکي خلکو ته نه ورځي، ځکه آخر دومره خو پوهېږي چې ددوست او دښمن توپیر وکړي، ځکه یو خو په یویشتمه پرمختللې پېړۍ کې ژوند کوي او بل دا چې که داسې ونه کړي نو بیا خو یې دا څلور سترګې هسې بې ګټې شوې!

د دوی او ددوی د خواخوږو په اند دا څلور کسان نو څه کېږي چې ووژل شي؟ ځکه چې دوی نه د شهزاده مسود خپلوان وو، نه د کورنیو او دفاع وزراتونو د استازو او نه هم د ولایتي شورا د استازي او نه هم د کرزي خپل او خپلوان وو! او نه دنیا ددوی په ښکرو ولاړه وه چې که دوی نه وي نو دنیا به ړنګه شي!!

 که چېرې وای چې وژل شوي ملکي کسان د پورتنیو کسانو خپل  او خپلوان وای بیا به نو خبره سخته وه، اما اوس چې عام ولسي خلک دي نو دا دومره چې وژل شوي دوی دې هم ورپسې وي! او بل دا چې امریکایان او اروپایان یې وژني، ملي اردو او پولیس حق نه لري چې د یو درې څلورو ورمېږونه پرې تاو کړي!؟ ځکه  دوی د ولس محافظین دي، دومره ناز خو به یې اخلي! همدا ملکي او ولسي خلک دي چې طالبانو ته ځای ور کوي، خوراک او څښاک ورته برابروي!!

  جناب کرزي صیب په دا یوولسو کلونو په سلهاوو ځله د دارنګه پېښو لپاره پلاوي ټاکلي، چې دا دي په مټ کې ایله د سجاوند د پېښې  دکانکور نتیجه اعلان شوه! کوم چې هغه نور دي هغوی دې انتظار باسي تر څو راپورنه بشپړ شي بیا به ېې نتیجه اعلان شي، که څه هم چې د کرزي صیب له ورکېدو وروسته وي!

همدا څو ورځې وړاندې د هلمند د پېښې لپاره هم یو پلاوی وټاکل شو، مګر د هغه پایله تر اوسه نه ده را رسېدلې، ځکه یو خو تر هلمند پورې لاره له ځایه اوږده ده، او بل دا چې امنیتي ستونزې  ډېرې زیاتې دي، او تلیفوني شبکې خو اخوا ته هسې کار نه کوي! بیا هم هیله ده چې زر به اعلان شي!  او  که اعلان هم نشي نو دا د یوولسو کلونو د ټولو پېښو پایلې دې په سجاوند باندې ور قیاس شي، ځکه مشت نمونه یې خروار است!

سید ولي حامد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x