کندهار: په سپین بولدک ولسوالۍ کې ډله ییز بریدونه روان دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، سلواغې ۵مه، ۱۳۹۴ ل): د کندهار ولایت د سپين بولدک ولسوالۍ په مرکز کې سرتیرو بریدګرو پر سرداری برید کړی چې لا هم په سیمه کې د جګړې خبر ورکول کیږي او ډزي رواني دي.

برید ماسپښین مهال شاوخوا دوې بجې پيل شوی، تر اوسه د بریدګرو شمېر نه دی څرګند.

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک رسنیو ته وویل چې یوه ډله بریدکوونکي د سپین بولدک ولسوالۍ په مرکز کې سرداری ته ننوتلي او جګړه یې پيل کړي، نوموړۍ وایې جګړه روانه ده او دوی یې د قابو کولو هڅي کوي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي د برید مسؤلیت پر غاړه اخیستی او زیاتوي چې تر اوسه یې ۲۱ تنه سرحدي پولیس وژلي او جګړه لاهم په شدت سره دوام کوي.

په دې اړه به نور معلومات وروسته خپاره شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د