دجنوبي افریقا یونلیک – مفتي محمدتقي عثماني

د افريقا لويې وچې سويلي ګوټ جنوبي افريقا ته د اسلام  رڼا خپرېدل او د هغه ځای مسلمانانو ټينګ عزم او د دين په لار کې کم سارې سرښندنې رښتياهم چې له حيرانتيا او عبرته ډک داستان لري ، د دې هېواد مسلمانانو کلک هوډ او پياوړې عقيده د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د اسلام خپرولو او ساتلو په موخه د مسلمانو اسلافو د بې سارې قربانۍ يوه څرګنده بېلګه ده.

دا هېواد د افريقا لويې وچې پر سويلي څنډه تر ټولو وروستی هېواد دی، ، شمال ته يې “بوتسوانا” او ختيځ ته يې “زيمبابوې” او هندي سمندر دی او پر لوېديځ او سويل يې اتلانتيک سمندر را څرخېدلی دی.

سويلي افريقا د دې وچې تر ټولو ډېر پرمختللی هېواد دی، جوهانسبرګ، پريټوريا، ډربن او کيپ ټاون يې هغه ښارونه دي چې په لوړو سترګو د اروپا او امريکا له پر مختللو او لويو ښارونو سره سيالي کوي، خو له بده مرغه دا هېواد لسګونه کاله د توکميزو شخړو په تيارو کې ډوب و، او د دې ځای نوي سلنه ۹۰٪ تورپوستي افريقايان د لس سلنه سپين پوستو ګوريانو له خوا د تاريخ تر ټولو سختو شکنجو او تېري ښکار ول چې بالاخره  تورپوستو د “نيلسن منډيلا” په مشرۍ د ګوريانو له منګولو او تېرې ځان خلاص کړ او په ټاکنو کې يې بری تر لاسه کړ.

“نيلسن منډيلا” چې د آزادۍ تر مزله کوم اوږد صبر او له ازموينو ډک پړاوونه وګالل رښتيا هم چې د يو عادي انسان له وسه لوړ کار دی ، نوموړي د خپل ولس د ازادۍ لپاره اووه ويشت کاله يواځې په زندان کې تېر کړل او د خپل ژوند ټولې لوړې ژورې يې په خپل کتاب ” The Long Walk To The Freedom” (ازادۍ ته اوږد مزل) کې ليکلي دي.

 ددې هېواد اصلي وکړي تورپوستي قبائل دي. په ۱۷۰۰ ز کال کې د هالينډ “ډيچ” قوم پر سويلي افريقا او دغه راز “ملايا” او هغې ته څېرمه ټاپوګانو خيټه واچوله، د دې ټاپوګانو زياتره وګړي مسلمانان ول چې تل به يې له همدې ځايه دازادۍ  او جهاد تکبيرونو غږ پورته کولو، او بيا به ډيچ قامونو له خپل عادت سره سم تر سختو شکنجو او ربړونو لاندې راوستل، دوی به يې ونېول او بيا به يې خپل غلامان کړل. که څه هم چې مسلمانان به د دوی په لاس کې اسيران او غلامان ول؛ خو له دې ډاره چې شونې ده يو مهال دا خلک د خپلې آزادۍ غږ پورته کړي ډيچيانو سلګونه مسلمانان له خپل ټاټوبي جلاوطنه کړل او د سويلي افريقا ستر ښار “کيپ ټاون” ته يې ولېږدول، تر څو دا خلک له خپل ټاټوبې زرګونه مېله لري بې لاس او پښو ژوند تېر کړي، په دې لړ کې په لومړي ځل دوی د “ملايا” او خواوشا ټاپوګانو درې سوه مجاهدين ونيول او لاس تړلي يې “کيپ ټاون” ته ولېږدول.

دا لومړني مسلمانان وو چې د سويلي افريقا ستر ښار “کيپ ټاون” ته ولېږدول شول، هلته به دا سپېڅلي او بې وزله مسلمانان د وسېلې په توګه کارول کېدل ، سخت کارونه به پرې کېدل  او ناوړه او بې رحمانه چلند به ورسره کېدلو ، ډيچ  واکمن پوهېدل چې د آزادۍ جذبه د دې خلکو په زړونو کې د ايمان د هغه څراغ رڼا ده چې هيڅکله د مړ کېدو نه دی؛ نو له همدې امله به يې هر ډول هڅې کولې چې د خپل دين او ايمان له رڼا يې لري وساتي، لمانځه ته  نه پرېښودل خو پرېږده، د ډېچي بادارانو په مخکې ورته د خپلې کلمې ويلو اجازه هم نه وه، درسته ورځ به يې ګران کارونه پرې کول او چاچې به لمونځ يا بل عبادت کاوه؛ نو سخته جزا به يې ورکوله.

خو له دې هرڅه سره سره ډيچيان ونه توانېدل د دې بې وسه او بې وطنه مسلمانانو په زړونو کې د دين ډېوه مړه کړي، دوی خپل دين په خپلې سېنې پورې کلک نېولی و، او په داسې سختوحالاتو کې به يې هم د خپل رب لمانځنه نه پرېښودله ، خدای بخښلو او هوډمنو ملايي مسلمانانو به د ورځې له خدمت وروسته د ستړياوو او کړاوونو د بې تابۍ سره سره د خپلو ساتونکو انتظار يوست، او چې کله به هغوی وېده شول؛ نو له خپلو هستوګن ځايونو به راووتل، غره ته به ولاړل او هلته به يې د شپې په تياره کې خپل رب ته سرونه ټيټول او د ټولې ورځې لمونځونه به يې په يوځای راګرځول، نن د “کيپ ټاون” ټول مسلمانان د هغو مظلومو او بې وسه مؤمنانو عبادت ځايونه پېژني چې د شپې په تياره کې به يې خپل رب ته سرونه په سجده کېښودل، ما هم دا ځای وليد، دا د زاړه ښار څخه په ښه لري فاصله د غرونو په منځ کې يو پراخه مېدان دی ، له دې امله چې ډيچيان پوه نشي دوی دا ځای د خپل عبادت لپاره غوره ګڼلی و، د ورځې له سختې ستړيا او ستومانۍ وروسته هره ورځ د دې پاکو مسلمانانو هغه ځای ته ورتلل او خپل رب ته سر ټېټول، داسې ګران او له کړاوونو ډک کار دی چې  په يوازې تصور يې هم سترګي اوښکې تويوي او هلته د همدې پر خدای مينو مسلمانانو د عبادتونو او سجدو اثرات اوس هم محسوسيږي.

دوی شاوخوا اتيا کاله د غلامۍ په ځنځېرونو کې همداسې کړاوونه وګالل، په دې ټوله موده کې هغوی نه يوازې دا چې د جمعې لمانځه اجازه نه درلوده بلکې په انفرادي توګه يې هم لمونځ نشو کولی، بالاخره داسې وخت راغی چې برتانوي ګوريانو پر “کيپ ټاون” برېد وکړ او غوښتل يې دا سېمه له ډيچيانو څخه ونېسي، هغوی يو ستر لښکر تيار کړ او د “راس اميد” تر ساحل پورې را ورسېدل، ګواکې دادی د دوی د کور دروازې ته غله راورسېدل، اوس نو ډيچيانو داسې زړه ورو خلکو ته اړتيا درلوده چې خپل ځانونه قربان کړي او د دوی مخنېوی وکړي، او دې ستر کار ته له سرښندونکو پر دېسې ملايې مسلمانانو پرته بل چاته  سترګې نه ور اوښتې ، له همدې امله ډيچيانو له دې بې وزله او بې وسه مسلمانانو غوښتنه وکړه چې له ډيچ قوم سره ودريږي او په جګړه کې برخه واخلي.

لومړنی جومات ودانول:

دا لومړی ځل و چې مسلمانانو د ډيچيانو له خوا يوه اسانتيا تر لاسه کړه، دوی  دا موکه د ځان لپاره غنيمت و ګڼله او د ډيچيانو د غوښتنې په ځواب کې د دې پرځای چې د کومې اسانتيا يا پېسو غوښتنه  وکړي خپلو بادارانو ته وويل: که څه هم موږ ته ډيچيان او انګريزان دواړه يوډول دي، خو موږ ستاسو لپاره په يوه شرط ځانونه قرباني کوو چې له جګړې پای ته رسېدو وروسته به موږ ته په “کيپ ټاون” کې د يوه جومات ودانولو او په هغه کې په جمعه د لمانځه اداکولو اجازه راکوئ، ډيچيانو دا شرط و مانه، او په همدې توګه شلګونه مسلمانانو ځانونه قربان کړل برتانوي ګوريانو ته يې ماتې ورکړه او هلته يې د يوه جومات ودانولو اجازه تر لاسه کړه، دا په سويلي افريقا کې لومړنی جومات و چې بې وزله او بې وطنه ملايي مسلمانانو د خپلو پاکو وينو نذرانې په بدله کې ودان کړ.

دا جومات ما هم ليدلی ، شاوخوا درې سوه کاله دمخه جوړ شوی جومات اوس هم پر هغو بنيادونو ولاړ دی چې سرښندونکو ملايي مجاهدينو پخپلو لاسونو ودان کړی دی ، محراب يې هم پر خپل ځای دی او له دروازو او دېوالونو يې د هغو پاکو مسلمانانو د اخلاص اثرات له ورايه څرګنديږي. د جومات په انګړ کې د کجورو يوه ونه ولاړه وه، په افريقا کې د کجورو ونې نه تر سترګو کيږي، له پوښتنې وروسته مې معلومه کړه چې د کجورو دا نيالګی د دې جومات يو امام د حج له سفره د بېرته راستنېدو  پر مهال له مدېنې منورې راوړی و چې اوس خورا دنګه ونه ده.

 دا افريقا ته د لومړني مسلمانانو د ورتلو کيسه وه ، په پيل کې مسلمان لږه کي يوازې په “کيپ ټاون”  ښار کې وو؛ خو وروسته د دوی شمېر زيات شو او له نورو اسلامي هېوادونو هم مسلمانان ور کډه شول، چې اوس په هر ښار کې ښکلي جوماتونه ودان دي، زه د نړۍ ډېرو داسې هېوادونو ته تللی يم چې هلته لږه کي مسلمانان ميشت دي ، خو دسويلي افريقا مسلمانانو دينداري تر نورو هغو ډېره د ستاينې وړ ده، دوی د نورو مسلمانانو په پرتله ډېر دينداره، رښتوني او ډاډه معلومېدل، داسې جوماتونه يې ودان کړي دي چې په ور ننوتلو يې د انسان زړه د خوښۍ احساس کوي، ډېر پاک او هر ډول پرمختللې وسائل پکې کارول شوي دي، په هر جومات کې د مسلمانانو اولادونو لپاره د زده کړي ځانګړي حلقې جوړي شوي دي، د مسلمانانو داسې کور به نه وي چې اولادونه يې د ورځني کار تر پيل د مخه په جومات کې درس و نه وايي، او د هغه ځای مسلمانان خپل اولادونه د لوړو ديني زده کړو لپاره نورو اسلامي هېوادونو ته ليږي، دوی له اسلامي زده کړي تر لاسه کولو وروسته بېرته خپل هېواد ته ستنيږي او هلته ديني خدمتونه کوي. اوس پخپله په سويلي افريقا کې هم يو شمېر سترې مدرسې ودانې شوي دي چې هلته د مسلمانانو اولادونه لوړې زده کړي کوي.

کله چې “نېلسن منډيلا” واک ته ورسيد؛ نو مسلمانانو غوښتنه وکړه چې له دې آزادۍ دې دوی هم برخمن کړل شي او د خپلو شخصي قوانينو لکه نکاح، طلاق، ميراث ، وصيت او نورو په اړه دې په رسمي توګه اجازه ورکړل شي، او د مسلمانانو هر ډول ستونزې دې د يو قانون له لارې حل کړل شي، د منډيلا حکومت د دوی غوښتنې په رسمي توګه ومنلې، مسلمانانو يوه قانونې مسوده تياره کړه او د پارلمان تر تاييد وروسته په رسمي توګه د خپلو ديني چارو او لمانځنو اجازه ورکړل شوه.  اوس هلته د مسلمانانو بېلابېلو تنظيمونو په ګډه يوه اداره جوړه کړې چې هره پرېکړه يې د همدې ادارې له لارې کيږي.

دا د هغو يوڅو دينداره او هوډمنو پاکو مسلمانانو د سرښندنې برکت و چې اوس د دې هېواد پر هره برخه د ايمان رڼاوې خپرې دي او ورځ تر بلې د مسلمانانو شمېر زياتيږي.

لیکنه :  مفتي محمد تقي عثماني

ژباړه : مولوي نورالله عزام

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د