
داودزی: پګواش؛ ما په طالبانو کې د سولې ټینګه اراده ولیده
نن ټکی اسیا (دوشنبه، سلواغې ۵مه، ۱۳۹۴ل): د روانې اونۍ په پیل کې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د پګواش نړیوالې موسسې په نوښت د افغانستان په اړه دوه ورځنی کنفرانس دایر شوی و.
د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رئیس، په اسلام اباد او تهران کې د افغانستان پخوانی سفیر او د کورنیو چارو پخوانی وزیر «محمد عمر داودزی» د دغه کنفرانس له ګډونوالو څخه و. نن ټکی اسیا له ښاغلي داودزي سره د نوموړي کنفرانس او په افغانستان کې د سولې په هکله مرکه کړې:
نن ټکی اسیا: دا لومړی ځل دی چې تاسو د پګواش په څېر ناسته کې چې د وسله والو مخالفینو استازي هم په کې ګډون لري ګډون کوی، د مخالفینو د دریځ په اړه که خپل نظر څرګند کړئ.
داودزی: بسم الله الرحمن الرحم. ستا خبره درسته ده، دا اول ځل وه چې ما د پګواش په ابتکار په قطر کې د سولې غونډې کې اشتراک وکړ. زما لپاره ډیر جالب او خوشاینده وه. زه یې په نیک فال باندې نیسم.
د مخالفینو د نظر په هکله مهمه خبره دا وه چې وضاحت موجود وه. په یوه مسئله کې چې وضاحت راغی تا د حل په طرف باندې پیشرفت وکړ. ستانکزي صیب چې د وسلوالو مخالفینو او طالبانو په نمایندګۍ خبرې کولې خپل دریځ یې په ډیر وضاحت سره تشریح کړ. خپلې تقاضاوې يې نړیوالو ته په ډیر وضاحت باندې په مېز کېښودلې. په دې باندې به خامخا په نورو جلساتو او غونډو کې خبرې کیږي او امید دی چې یوه د حل لاره رامینځ ته شي.
نن ټکی اسیا: که څه هم تاسو په قطر کې د طالبانو د دفتر په اړه د پخواني ولسمشر سیاست ناسم بللی خو حامد کرزی لا هم له دې دفتر سره مخالفت خپله بریا بولي، نظر مو څه دی؟
داودزی: په هغه وخت کې چې د قطر دفتر خلاصیده نظر او استدلال دا وه چې که طالبان یو ادرس ولري نو هغه ادرس ته به مراجعه وشي او د هماغه ادرس د لارې به طالبانو سره خبرې وشي. او چون دا ادرس په قطر کې تعین شو زما لپاره خوشاینده په دې وه چې د پاکستان نه لیرې وه. قطر یو بې طرفه لیرې پروت هیواد دی، طالبانو له هغه ځای نه په استقلال فکر سره خبرې کولی شوې او نورو افغانانو هم ورسره تماس نیولی شو. نو زما په فکر دا ښه خبره وه.
هغه وخت د کرزي صیب عکس العمل په هغه شکل باندې وه چې دفتر پرې افتتاح شو. زما اختلاف نظر هغه وخت او اوس هم دا دی چې د شکل لپاره باید اصل د مینځه یو نه سو. شکل درست کیدلی شوی، دفتر باید نه وی بند شوی. که د ۲۰۱۲ د اوړي نه تراوسه پورې دا دفتر خلاص وی اوس به په سوله کې ډیر پیشرفت راغلی وی.
نن ټکی اسیا: تاسې د حراست او ثبات شورا هم رامنځته کړې. ستاسې په شورا کې، د عبدرب الرسول سیاف په څېر جګړې پلوي او سولې ضد څېرې هم شته، ستاسې شورا به د سولې په تړاو مثبت رول ولوبولای شي؟
داودزی: استاذ سیاف د جهاد رهبر دی، د جهاد له څو مهمو رهبرانو څخه یو استاذ سیاف دی چې د دوی د مشرۍ لاندې افغانانو شوروي اتحاد ته ماتې ورکړه، بلکې د هماغه اتحاد په نتیجه کې شوروي اتحاد او کمونیزم د نړۍ نه ختم شو. نو په دې حساب باندې استاذ سیاف او په افغانستان کې نور جهادي رهبران ټول د احترام وړ شخصیتونه دي، خپل پیروان لري.
البته د استاذ سیاف دریځ د سولې په هکله؛ دا خو سیاسي پروسې دي، کله کله تغیر کوي، حالاتو ته په کتو سره کله یو سیاسي مشر یو موقف نیسي بیا چې کله حالات تغیر شي بل وخت بیا بل موقف نیسي. ګذشته کې څه نه شم ویلی خو اوس د شورای حراست په چارچوب کې چې استاذ سیاف د شورا په افتتاح کې بیانیه ورکړه هلته یې سوله یو ډیر اشد ضرورت وګاڼه او تاکید یې وکړ چې د سولې لپاره باید ټول قربانۍ ته حاضر اوسو.
نن ټکی اسیا: ولسمشر غني د حکومت له لومړیو ورځو د سولې هیلې پاکستان پورې تړلې دي. که څه هم تاسې د کورنيو چارو وزارت د خدای پامانۍ ناسته کې د حکومت د سولې پر سیاست نیوکه وکړه؛ اوس چې کابو یو نیم کال کېږي، د ولسمشر غني د سولې سیاست او دا چې هر څه له پاکستانه غواړي، دغه سیاست څنګه ارزوئ؟
داودزی: هغه وخت کې هم ما ورته ویلي وه چې دا نادرست دی اوس هم وایم چې نادرست دی. پاکستان ګاونډی دی، مونږ ورسره مشکلات هم لرو اما ښه روابط هم غواړو، ولې زمونږ او د پاکستان ترمینځ ځینې معضلې او مشکلات هم شته. هغه خپلې ګټې لري او مونږ خپلې ګتې لرو. زمونږ ورتګ پاکستان ته چې د هغه نه سوله وغواړو مونږ دا تجربه کړې وه کله چې زه رئیس دفتر وم، کله چې زه سفیر وم. مونږ هغه سرحد پورې تللي وو چې ما په رئیس جمهور غني باندې غړ وکړ چې ته هغومره نه شي تلی. مګر مونږ هیڅ په لاس رانه وړل. ولې هغه لاره چې تجربه شوې او نتیجه یې نه ده ورکړې ته بیا په هماغه لاره باندې ځې؟ او زمونږ وخت او اوس وخت کې یو فرق موجود دي، زمونږ په وخت کې طالبانو کوم مشخص ادرس دنیا کې نه درلود چون په افغانستان کې یو لک پنځوس زره خارجي عسکر وه او هغه ټول د طالبانو پسې وه. اوس خارجي عسکر کم شوي، اوس طالبان په دنیا او قطر کې واضح ادرس لري، په افغانستان کې یې پیدا کولی شو، حتی په پاکستان کې يې پیدا کولی شو چې ورشو ورسره خبرې وکړو، نو بیا څه ضرور دی چې د اسلام اباد د لارې لاړ شو؟ او بله خبره زه دا هم کوم چې یو خوا نه وايي چې پاکستان زمونږ دښمن دی، زه نه وایم؛ پاکستان زمونږ ګاونډی دی، اکثر خلک وايي چې پاکستان زمونږ دښمن دی، ښه چې دښمن مو دی بیا دښمن نه څنګه د منځګړتوب توقع کوې؟ دا دوه متضادې خبرې دي.
نو زما موضع ګیري یا مشوره هغه وخت هم جمهور رئیس غني ته دا وه چې د پاکستان د لارې مه ځه، طالبانو ته مستقیم لاړ شه، مستقیم په طالبانو غږ وکړه، مستقیم د هغوی دروازه وټکوه، اوس یې پیدا کولی شې.
هو، پاکستان سره مذاکره په دې وکړه چې هغه د سولې مانع نه شي او سوله متضرره نه کړي. او د دې لپاره چې تضمین موجود وي دنیا هم راګډه کړه چې د پاکستان مخه ونيسي، هغه کوم تفاهم ته چې ته د طالبانو سره رسېږې دنیا تضمین شي چې په هغې کې پاکستان یا نور ګاونډیان خنډ نه شي.
نن ټکی اسیا: د ناستې په لومړۍ ورځ د طالبانو د سیاسي دفتر مشر وینا وکړه. تاسو ته د طالبانو په دریځ کې سولې ته نژدې ټکي څه ښکاري؟
داودزی: مهمه خبره دا ده چې په اوله ورځ ټول ادبیات د سولې وه. هیچا د جنګ خبره نه کوله، هیچا جنګ ښه نه ګاڼه. ټولو سوله یو ضرورت ګاڼه، د افغانانو ضرورت یې ګاڼه، وینې توییدل یې دواړو خواو ته د افغانانو ګاڼه. اوله مثبته نقطه په کې دا وه.
دوهمه خبره دا وه چې د طالبانو د نماینده دریځ دا وه چې طالبان باید یو ادرس ولري چې د هغه ادرس د لارې خلک ورسره تماس ونیسي، دا هم ښه خبره ده، یو پیشرفت دی.
دریمه خبره د طالبانو دا وه چې زمونږ بندیان دې راخوشي شي، مونږ دې د تور لیست نه وایستلی شو. دا ټولې ښې خبرې دي. دا باید چې وشي.
بله خبره یې دا وه چې د بهرنیانو سره رابطه باید صحیح تعریف شي، یعنې ایا مونږ په دایمي توګه غواړو چې د بهرنیانو عسکر په افغانستان کې موجود وي او که نه مونږ دوامداره دوستي ورسره غواړو؟ دا هم ښې خبرې وې.
یعنی ما داسې یوه موضوع ونه لیده چې په جدي توګه دې سولې ته خنډ واقع شي، جدي خنډ فاصلې دي، فاصلې ډیرې شوي دي. د پګواش غونډې اهمیت په دې کې دی چې دا فاصلې ختمي شي. ما په اختتامیه غونډه کې په دې باندې ډیر تاکید وکړ چې د «مونږ او تاسو» لفظ باید د مینځه یوسو، ټول باید «مونږ» شو، مونږ ټول افغانان «مونږ» یو.
نن ټکی اسیا: په ټوله کې مو، حکومت او طالبانو ته د سولې اړوند مشوره څه ده؟
داودزی: وخت باید د لاسه ورنکړي، فرصت دلاسه ورنکړي، دا نن چې کوم فرصت لرو خدای نخواسته سبا به دا په لاس کې نه وي. هره ورځ قیمتي ده، سرعت د عمل نه کار واخلئ.
اراده په دواړو خواوو کې وینم، دولت کې هم ټینګه اراده شته چې سولې ته لاړ شي، طالبانو کې هم ما پرون او ابله ورځ ولیده چې ټینګه اراده لري چې سولې خوا لاړ شي. نو په دې مینځ کې باید وخت ضایع نه کړو، سرعت د عمل ډیر مهم دی.
نن ټکی اسیا: تاسو یوې بلې نقطې ته هم اشاره وکړه چې د ولسمشر اشرف غني پالیسي د سولې ده خو څرګندونې يې کله بدلیږي رابدلیږي، تاسو طالبانو ته وویل چې د هغه به ډیره پروا نه کوئ.
داودزی: ما دوه خبرو ته اشاره وکړه، یو په رئیس جمهور غني باندې مې نیوکه دا وه چې کله خبرې کوي فکر کوي چې د کمپاین دوران کې دی. د کمپاین بیانې او اوس د رئیس جمهور بیانې فرق لري، رئیس جمهور چې هر ټکی وايي هغه اهمیت لري، خلک په هغې باندې حساب کوي، باید د رئیس جمهور ویناوې شعاري نه وي، سنجولې وي. رئیس جمهور ته مې مشوره دا وه.
طالبانو ته مې مشوره دا وه چې کله کله د ملک رئیس جمهور په خاصو حالاتو کې د اوضاعو د کنټرول لپاره یوه خبره کوي، تاسو هغه جدي مه نیسئ، د پالیسۍ په سترګه ورته مه ګورئ، پالیسي هغه خبره وي چې تاسو ته یې یو هیئت رالیږي، د هیئت د لارې یو پیام درته راوړي هغه د پالیسۍ خبره ده. مثال مې هم ورکړ چې هلته کندوز سقوط کړی وي، نو طبیعي خبره ده چې رئیس جمهور به ځینې خبرې کوي. یا مثلا عسکرو ته وینا کوي. هغه خو یو خاص حالت دی او خاص حالت کې خاص ټکي او الفاظ استعمالیږي، تاسو هغه داسې مه ګنئ چې رئیس جمهور د سولې ضد خبره وکړه. هغه د پالیسۍ خبره نه وي، هغه د موجوده اوضاع لپاره وي چې وايي دا د هغه ځای د مصرف لپاره وي، د عمومي سیاست لپاره نه وي.
نن ټکی اسیا: ولسمشر اشرف غني چې غونډې ته کوم پیغام رالیږلی وه چې زه طالبان د سیاسي مخالفینو په حیث باندې پیژنم، دا تاسو څومره مثبت بولئ؟
داودزی: پرون په غونډه کې دا اعلان وشو چې رئیس جمهور پیغام رالیږلی چې زه طالبان د یو سیاسي جهت په توګه باندې په رسمیت پیژنم او مخامخ خبرو ته حاضر یم. نو که دا پیغام رښتیا د ده وه نو دا یو ښه قدم وه. که ته یو چا سره سوله غواړې اول به هغه خپل ځان سره برابر ګڼې، که برابر یې ونه ګڼي هغه بیا کله سولې ته حاضریږي.
زما په فکر رئیس جمهور به ځکه دا پیغام رالیږلی وي چې دا یې ښودله چې طالبان یو قوت او قدرت دی او سیاسي او نظامي وزن لري او زه ورسره مخامخ خبرو ته حاضر یم.
نن ټکی اسیا: او بالمقابل طالبان هم باید د کابل حکومت د ځان سره برابر وګڼي او داسې فکر ونه کړي چې د کابل حکومت څه حیثیت نه لري؟
داودزی: بالکل صحیح خبره ده، مونږ په جلسه کې څو ځله طالبانو ته وویل چې تاسو په الفاظو کې وایئ چې د کابل اداره، د کابل اداره. ووایئ چې د افغانستان حکومت، تاسو هم د عزت الفاظ هغوی ته استعمال کړئ، چې هغوی تاسو ته عین د عزت ژبه استعمال کړي، چې سولې ته سره نژدې شو. دواړه طرفونه باید یو د بل وجود او حیثیت ومني.
نن ټکی اسیا: د څلور اړخیزې ناستې په اړه مو څه نظر دی؟
داودزی: هغه ښه ده، ولې اصل نه دی، اصل مخامخ د افغانانو ترمینځ خبرې دي، دا پرون د پګواش په غونډه کې افغانان په خپل مینځ کې ناست وو. څلور اړخیزه خو افغانستان او درې نور ملکونه وه. صحیح دی چې درې نور ملکونه په یو شکل د اشکالو د افغانستان په اوضاعو کې دخیل دي. زما نظر دا دی چې کله افغانان په خپل مینځ کې سولې او تفاهم ته نږدې شول بیا دا څلوراړخیزې او بین المللي غونډې د تضمیناتو لپاره وي، دا د تعهداتو لپاره وي چې آینده د افغانستان په بیا جوړونه او انکشاف کې دوی ونډه واخلي او دا تضمین شي چې آینده کې د سولې کوم اړخ د تفاهمنامې سرغړونه ونکړي.
نن ټکی اسیا: د څلوراړخیزې غونډې په اړه دوی وايي چې مونږ د سولې لپاره میکانیزم او اجنډا جوړوو، ایا له طالبانو سره د سولې میکانیزم باید درې نور هیوادونه جوړ کړي که د افغانستان حکومت یې پخپله جوړ کړي؟
داودزی: د افغانستان حکومت او طالبان یې باید سره جوړ کړي، که مخامخ سره نه کښیني پسې شا کښناستلی شي، خصوصي کښیناستلی شي او په میکانیزم باندې باید دوی پخپل مینځ کې توافق وکړي. دا چې بهرنیان میکانیزم جوړوي دا د وخت ضایع کول دي.
نن ټکی اسیا: حکمت کرزي د اسلام اباد د څلوړ اړخیزې ناستې نه وروسته د هغو طالبانو په وړاندې د جګړې څرګندونې وکړې چې په وینا یې خبرو ته نه حاضریږي، دغسې څرګندونې څومره سولې ته تاوان رسولی شي؟
داودزی: ما مستقیما دا خبرې وانه وریدلې، غیر مستقیما مې واورېدلې، داسې یو څه یې ویلي. خو په اصولو کې خبره دا ده چې ته د یو چا شقیقې ته تمانچه کيږده او ووایه چې راځه سوله وکړه، دې باندې سوله نه کیږي. ته چې یو چا سره سوله کول غواړې په نرمښت به ورسره ځې، په منطق او قناعت به ورسره ځې، په زور باندې څوک، څوک سولې ته نه شې حاضرولی.
نن ټکی اسیا: داسې کوښښونه هم کیږي چې په پاکستان باندې د فشار په نتیجه کې په طالبانو فشار راوړي، په فشار باندې ستاسو په نظر سوله راتلی شي؟
داودزی: په هیڅ صورت، نه طالبان د پاکستان د فشار تابع دي، نه پاکستان دومره وړوکی ملک دی چې د بل چا د فشار لاندې راشي. هغه ځانته مستقل ملک دی، خپلې تعریف شوې ګټې لري، د بل چا فشار په هغې اثر نه لري. او طالبان هم یوه مستقله جمعه ده، د پاکستان سره د دوی اړیکي د دوه ګاونډیانو دي، د پاکستان فشار پرې اثر نه لري.
نن ټکی اسیا: په پای کې تاسو د نن ټکی اسیا لوستونکي ته څه پیغام لرئ؟
داودزی: اول خو دا نن ټکی اسیا ډیر ښه سایټ دی، زه یې کله کله ګورم، ښې ښې خبرې لیکي، او هیله لرم چې نن ټکی اسیا زیات خپل شعار سوله وګرځوي، نه جنګ. د سولې خبرې ډیرې راولي، زمونږ ضرورت سوله دی. او د نن ټکی اسیا لوستونکو ته مې هم پیغام همدا دی چې سوله رانه ولو په دې ملک کې بل هیڅ شی نه شې کولی، ابادي نه کیږي، انکشاف نه کیږي، انتخابات نه کیږي، ښه نظام نه شې جوړولی، یوه اجتماعي رفاه او ارامي نه شې راوستلی، اول سوله ده. راځئ چې ټول سره لاس په لاس شو، ګذشته کې چې هرچا هرڅه کړي دي هغه هیر کړو. د نن نه بعد په یو لاس باندې، په یو زړه باندې او په یو غږ باندې د سولې لپاره کار وکړو.
نن ټکی اسیا: ډیره مننه
داودزی: مننه
یا الله ته به حپل رحم او کرم سره زمونګ په ګران هیواد کی سوله راولی، هرڅوک چی دسولی دلاری خند ګرځی او خپل شخصی هدف لپاره سوله قربا نوی ته یی په داسی مرضی مبتلا کړی چی څوک یی پوښتنی ته ورتلی نشی ، داخبری دزړه ددرده لیکم ، ډیر کونډی می سترګو ته کیږی، ډیر یتیمان داختر په ورځ دپلار دراتګ لپاره منتظر لیدلی او موری ورته بهانی کوی. یا الله سوله