په ختیځه اسیا کې د واورو او یخ له امله تر ۸۰ ډیر کسان مړه شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، سلواغې ۵مه، ۱۳۹۴ ل): د ټایوان په ګډون د ختیځي اسیا په بېلابېلو هیوادونو کې د واورو او سخت یخ له امله تر ۸۰ ډیر کسان مړه شوي او په سویلي کوریا کې تر ۶۰ زره ډیر سیلانیان د واورو له امله بند پاتي دي.

د ټایوان په تایپي او تاویوآن ښارونو، د چین په هانکانګ او همدارنګه د جاپان په ځینو ښارونو کې د یخي هوا د څپو له امله ډیر کسان مړه شوي چې ډیر یې د ډیر عمر لرونکي کسان دي، ویل کیږي د ډیرو مړو شویو کسانو زړونه درېدلي دي.

سویلي کوریا سخت یخ راګیر کړي او هلته ۵۰۰ پروازونه ځنډول شوي، د سویلي کوریا په جیجو ټاپو کې زرګونه سیلانیان بند پاتي دي، د پروازونو د ځنډولو وروسته سیلانیان نشي کولی د ټاپو څخه ووزي.

بل پلو په هانکانګ کې د تودیخي درجه منفي ۳ ته راټيټه شوي چې دا په تېرو ۶۰ کالونو کې د سانټي ګریډ په حساب تر ټولو کښته درجه ده او په دې سره د هانکانګ یخ د تېرو ۶۰ کالونو ریکارډ مات کړ.

په جاپان کې تراوسه د ۶۰۰ څخه ډیر پروازونه ځنډول شوي او هلته د سخت یخ له امله ۵ کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ ډیر ژوبل شوي دي.

د ختیځي اسیا تر څنګ د نړۍ په ګوټ ګوټ کې یخ زور اخیستی او واوري اوري، په امریکا کې د ژوندانه چاري په ټپه دریدلي او د کانګریس په شمول د حکومت ټول فعالیتونه ځنډول شوي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د