افغانستان

مجاهد : په بدخشان کې طالبان برلاسي دي

دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې دحکومت له ټولو تلاشونو او عملیاتو سره سره لا هم په بدخشان ولایت کې طالبان برلاسي دي ، او د حکومت داردو او پولیسو ټول بریدونه یې په شا تمبولې ، ښاغلي مجاهد دکابل دحکومت هغه ادعاء رد کړې چې وایي  په بدخشان کې دولتي عسکرو بریا ترلاسه کړې او طالبان یې سخت ځپلي دي ، مجاهد وایي  دطالبانو دمرګ ژوبلې په اړه د حکومتي چارواکو ادعاوې بې بنسټه دي .

له تیرې یوې نیمې میاشتې راهیسې په بدخشان کې طالبانو په خورا هيښوونکو بریدونو لاس پورې کړی ، دطالبانو ددې نوې پاڅون اصلي مرکز دبدخشان وردوج او جرم ولسوالۍ بلل شوي ، خو له سیمې راپورونه وایي چې  ددې ولایت په راغ  ، بارک ، کشم ، یمګان ، یفتل بالا ، شهداء  او ارګو ولسوالیو کې هم طالبانو په علني ډول فعالیت پیل کړی ، او ډیرې سیمې یې تر کنترول لاندې راوستي .

دکابل چارواکي چې په بدخشان کې یې دطالبانو په ضد ځوابي عملیات له شکست سره مخ شوي ، په وروستیو ورځو کې هڅه کوي ، د بدخشان جهاد ته بیل رنګ ورکړي ، نوځکه کله  دبدخشان مجاهدین  دمنځنۍ اسیا خلک بولي او کله وایي دنشه یي توکه قاچاقبکرو په دې سیمه کې پاڅون کړی  خو طالبانو تل ویلي چې دبدخشان جهاد هم دنور افغانستان غوندې اولسي خوځښت دی ، نوځکه دومره په سختۍ مقاومت کوي .

دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دخپلو تیرو اعلامیو په تعقیب یوځل بیا په دې اړه رسنیو ته څرګندونې استولي چې یوه کاپي یې نن ټکی اسیا ته هم رسیدلې ، داعلامیې متن په لاندې ډول دی .

په بدخشان ولايت کې ددښمن دپروپاګند په اړه توضيحات 

داچې دبدخشان په ولايت کې دښمن دمجاهدينونه دسيمو دنيولو اوپه ناسم ډول  د۶۰تنو مجاهدینو دشهادت او تر۱۰۰ کسانوپورې د ټپي کيدو خبره کوي ،دا کاملا له حقیقت نه لري اوبي بنسټه پروپاګند ده په سيمه کې مجاهدینو ته هیڅ دا ډول زیان نه ده او ښتی  .

دبدخشان ولايت په وردوج ولسوالۍ کې  له څلورو اونيو راهيسې دښمن هڅه کوله چې دمجاهدينو په ضد عملیات وکړي چې  په کراتو له سخت مقاومت او مطلقې ماتې سره مخ شوي  او په لسهاوو عسکريې قتل  او ژوبل شوي ، نظامي وسائط يې له منځه تللي ، وسلې يې غنيمت شوي او کلک روحي ګوزار  ورکړل شوی ده ، ددې خبرو دثبوط لپاره په څو ځله  ددښمن له خولې هغه اعترافونه کفايت کوي چې د وراوښتي تلفاتو نه د انکار سره سره يې بیا هم وويل چې ددوي له لسو ډير اسيران او س هم دمجاهدینو په ولکه کې دي ، همدانن مودسیمي له مجاهدینوسره تماس ونیواوهغوی دټولومجاهدینودصحت اوحفاظت اطنان راکړ،سرښندونکي مجاهدين په ټول بدخشان کې دخورا قوي مورال، ښه تدبير او پياوړې موقف نه برخمن دي او په راتلونکې  کې به دښمن ته ورښکاره کړي چې  دوي  دمجاهدينو په اړه  ناسم تبلیغات کړي و . ان شاءالله تعالی

ذبيح الله مجاهد داسلامی امارت ويندوی

۱۴۳۴/۵/۲۲هـ ق

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x