افغانستان

ملا محمد حسن رحماني د طالبانو د نوي مشر سره بیعت وکړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، سلواغې ۵مه، ۱۳۹۴ ل): د افغانستان د جنوبي زون پخوانی تنظیمه رئیس، د کندهار ولایت پخواني والي او د طالبانو د رهبری شورا غړي ملا محمد حسن رحماني د طالبانو د نوي مشر سره بیعت اعلان کړ.

نوموړي د دې تر مخه د طالبانو د نوي مشر پر ټاکني انتقاد کړی وو، د رسنیو سره یې د یو لړ مرکو په ترڅ کې خپل اختلاف څرګند کړی وو، خو بالاخره یې د ملا اختر محمد منصور سره بیعت وکړ.

نوموړي دغه بیعت همدا نن ماښام د یوې مطبوعاتي اعلامیې په ترڅ کې کړی.

ویل کیږي چې رحماني غواړي چې څرنګه یې مخالفت رسنیز کړی وو، همداسي د ملا اختر محمد منصور سره بیعت په رسنیو کې وکړي.

نن ټکی آسیا هڅه کوي چې د ملا محمد حسن رحماني سره په نيژدې راتلونکې مرکه وکړي.

د ملا محمد حسن رحماني د مطبوعاتي بیانیې متن:

زه محمد حسان رحماني د افغانستان د مسلمان او غیور ولس یو مجاهد چې د ژوند له پيله بیا تر اوسه پوري په افغانستان کې د سوچه شرعي نظام د پلي کېدو په ارمان وم او یم، او ددې ارمان د پوره کولو په لاره کې مي تر خپل وس او توان پوري زیار ایستلی، همدارنګه ددې ارمان د پوره کېدو په منظور د اسلامي امارت د نوي امیر، امیر المؤمنین ملا اختر محمد منصور سره په ټولو شرعي امورو کې د مکمل اطاعت په موخه د زړه له کومي بیعت اعلانوم. پای

ویل کیږي چې د طالبانو نوی مشر ملا اختر محمد منصور د ناراضو طالب مشرانو د پخلا کولو په خاطر هلي ځلي کوي، چې له امله یې زیات شمېر مخالفین پخلا شوي، او د نوي مشر سره یې بیعت کړی.

د حسن رحماني په لاس امضا شوی بیعت لیک

hasan rahmani baiat

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
کمال

الحمد لله ثم الحمدلله، جناب رحماني صاحب ستا تقوا، ديانت اوښه سابقه دهيچا څخه پټه نه وه، ستامخالفت هم ټول ملګرو دنورو له مخالفت څخه چلا بللی و، او ستا پرنيت يې نیک ګمان و، هميشه مو دا اميد و او توقع مو هم دا وه، چې تاسو به خامخا د وحدت اويوالي پخاطر يوه ورځ قرباني ورکوې، الله پاک دي په دغه نيک اقدام د دونيا او اخيرت سرلوړي په نصیب کړه، په دې اقدام دي له حده زيات خوشحاله شوم، او دزړه له کومي مي دعا درته وکړه،
ستاسي مخلص حاجي کمال

نعمان

ولا سیاسی زعامت بدل او ټینګ شوی دی اوس نو نیټې هم په انګریزې تاریخ لیکی ولا آفرین

غوربندی

نعمان صیب

ولې نېک ګومان نه پرې کوو هغه دا چې:

د تبلیغاتي مزدورانو سر پرې ژر او آني خلاص، زړونه یې مات، هڅې یې خاورې او هیلې یې ناهیلې شي، ځکه هغوی خپل میاشتنی اجرت د عیسوي میاشتو په شمیر تر لاسه کوي او ژر یې محسوسوي چې دا لیک یې پرون لیکلی ده.

خداوند متعال دې رحماني صیب ته ددې ستر شجاعت اجرونه په دنیا او اخرت کې نصیب کړي.

حمزه افغان

نره خبره دي وکړه!

الله لايزال مو تل همداسي ژوندی او تاند لره.
دا کار بايد اصلاح شي. او مولوي رحماني په بيعت سخت خوشاله يم . خداي ټول ګناهونه ورته معاف کړي.

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x