ټولنیزه برخه

په غریبانو د لګښت برکتونه

لیکواله: ایمان وردګ

یوه سړي به د خپلې ځمکې حاصلات درۍ برخې کول، یوه برخه یې د خپلو بچو نفقې له پاره، دوهمه یې د الله په لاره کې وقف وه، او دریمه یې بیرته به باغ لګوله، چې دا یې همیشنی عادت و. له همدې امله به یې په حاصلاتو کې الله برکتونه اچول او داسې هم لا پېښیدله چې که به کله اوبه نه وې نو له بله ځایه به اوبه راروانې شوې د ده باغ ته به راغلې.

یوه ورځ داسې وشول: یو سړی په ځنګل کې روان وو، ناڅاپه یې تر غوږ یو آواز وشو، چې یو چا وریځو ته ویل ورشئ او د فلاني باغ اوبه کړئ (دباغ څښتن نوم یې ورته واخیست) .

وریځ له هغه ځایه چپه شوه او په یوه ډبرینه ځمکه یې تیز باران واوراوه، اوبه له ځمکې څخه په روانیدو سره یو رود ته ورسیدې، دا رود د همغه سړي باغ ته ورغلی وو، دا کس له اوبو سره روان وو چې وګوري کیسه څه ده او دا د کوم بزرګ کرامت دی؟

د رود په غاړه غاړه روان وو څه ګوري چې دا اوبه د ویالې په ذریعه یوه باغ ته ورسیدې.

په باغ کې یو بزرګ لګیا دی او اوبه لګوي، دې مسافر د باغ له څښتن څخه وپوښتل: نوم دې څه دی؟ د باغ څښتن ورته هماغه نوم واخیست کوم چې وریځو ته اخیستل شوی وو. دباغ څښتن له مسافر څخه پوښتنه وکړه چې ولې مو زما د نامه پوښتنه وکړه؟

مسافر ورته په ځواب کې وویل: ما له هغو وریځو څخه چې دا اوبه ترې راغلې یو غږ واوريدي چې ورته ویل یې: ورشئ او د فلاني باغ اوبه کړئ( همدغه ستاسو نوم یې واخیست).

د دې عجیبې واقعې په لیدلو سره زه د اوبو په غاړه غاړه راغلم تر څو معلوم کړم دا بزرګ څوک دی، او دا دی ستا باغ ته راورسیدلم، تاسو کوم داسې عمل کوئ چې خدای دومره درباندې مهربانه دی؟

هغه بزرګ ځواب ورکړ: اوس چې تاسې موندلې ده زه به درته ووایم چې زه د خپلې ځمکې حاصلات په دریو برخو ویشم یوه یې د اولاد نفقې لپاره دوهمه د الله رب العزت په لاره کې خرڅوم او دریمه هم بیرته په باغ لګوم ځکه خو کله چې زما باغ اوبو ته اړتیا ولري د الله پاک له طرفه د هغه لاره راته برابریږي. «صحیح مسلم»

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x