افغانستان

په تیرو ۲۴ ساعتونو کې طالبانو دوه بې پیلوټه طیارې راغورځولې

امریکایي ځواکونو منلې چې د پرونۍ پیښې په شان یې نن هم یوه بې پیلوټه طیاره دوردګو په ولایت کې رانسکوره شوې ده ، دا په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې دوهمه بې پیلوټه طیاره ده چې دطالبانو په ډزو رانسکوریږي ، تیره ورځ د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې دناصرو په سیمه کې طالبانو دامریکایانو یوه څارګره الوتکه رانسکوره کړې وه ، چې امریکایانو هم دطیارې لویدل تائید کړی وو.

 

مګر دطالبانو ویاند ویلي چې نن سهار اته بجې یې دمیدان وردګو دنرخ ولسوالۍ په هندوډاګ سیمه کې هم یوه بې پیلوټه الوتکه رانسکوره کړې ده ، ذبیح الله مجاهد ویلي طالبانو د رالویدلی طیارې کیمرې او نورې پرزې یي لاسته راوړي .

دمیدان وردګو دوالي ویاند عطاء الله خوګیاڼي رسنیو ته ویلي ، چې الوتکه تیره شپه په تیاره کې  دتخنیکي ستونزو له امله رالویدلې ، خو نوموړي دانه دي ویلي چې ده ته په تیاره کې څنګه معلومه شوه چې الوتکه تخنیکي ستونزې لري ، ځکه امریکایان دبې پیلوټه طیارو اړوند رازونه ډیر په دقت سره ساتي .

تجربو ښودلې چې دبي پیلوټه طیارو دمدافعت ځواک ډیر کمزوری دی او په عادي مرمۍ هم رانسکوریدای شي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x