افغانستان

د پګواش په غونډه کې د ملا محمد عمر مجاهد فاتحه واخیستل شوه – ویډیو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، سلواغې ۵مه، ۱۳۹۴ ل): د پګواش په غونډه کې چې د رواني میلادي میاشت په ۲۴ او ۲۵ دایره شوه، د طالبانو د پخواني امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد فاتحه واخیستل شوه.

د تفصیلاتو سره سم د غوڼدي په لومړی ورځ د جمعیت ګوند مخکښ مشر ډاکټر حسام الدین همراه د خپل نوبت په پیل سره د ګډونوالو څخه غوښتنه وکړه چې لومړی دي د ملا محمد عمر مجاهد فاتحه واخیستل شي او بیابه دی خپلو خبرو ته ادامه ورکړي.

ډاکټر حسام الدین همراه د افغانستان د جمعیت اسلامي مخکښ مشر دی، د کار او امورو اجتماعي وزارت معینیت تر څنګ یې په حکومت کې پر ځینو نورو مهمو مناصبو هم کار کړی.

ویل کیږي چې ډاکټر همراه په دغه غونډه کې د طالبانو د موقف څخه هم ډیر راضي وو، د قطر دفتر ګډونوالو غړو نن ټکی اسیا ته وویل چې نوموړي د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر عباس ستانکزي څخه په ځانګړې توګه مننه کړې، او د هغه موقف یې ستایلی.

په غونډه کې شیر محمد عباس ستانکزي پخواني مجاهدین د روس په خلاف جهاد کې د افغانستان قهرمانان وبلل او د هغوی سره یې هر رنګه جوړ جاړي ته زړه ښه کړ. نوموړي د یوه بل ګډونوال خبرو ته په اشاره سره وویل چې د کابل ادارې ته نیژدې کړۍ اوس مونږ ته توصیه کوي چې د جهادي مشرانو په خلاف بریدونه او جګړه توده کړو، چې مونږ یې په کلکه توګه ردوو.

نوموړي ویلي چې ددوی او مجاهدینو تر منځ مشترکات ډیر زیات دی، هغوی که د روسي یرغل په خلاف جنګېدلی، قربانۍ یې ورکړي، مونږ هم د هغوی تر څنګ دریدلي یو، او د هغه تر څنګ مو د امریکایانو په خلاف هم جهاد کړی.

فاتحه داسي واخیستل شوه چې لومړی د سیاسي دفتر یوه غړي ډاکټر مزار ګل صالح تلاوت وکړ، او بیا د ملا محمد عمر مجاهد او د افغانستان د شهیدانو او مړو لپاره دعا وشوه او د نوموړي مړینه د افغانستان لپاره یوه لویه ضایعه وبلل شوه.

ملا محمد عمر مجاهد په افغانستان کې د کمونیستي رژیم د سقوط وروسته د پیل شوي شر او فساد پر ضد مبارزه پیل کړه، او بالاخره یې په شمال کې د ځینو محدودو سیمو پرته ټول افغانستان تر خپلي ولکې لاندي کړ، او په افغانستان کې د امنیت راوستلو تر څنګ یې یو واحد نظام جوړ کړ، چې د ډیرو افغانانو په نظر په ورته وخت کې افغانستان له تجزئې څخه هم وژغوره. د ملا محمد عمر مجاهد په یوه فرمان په افغانستان کې د مخدره موادو کښت صفر ته را ټیټ شو، چې د نړیوالو په اعتراف د نوموړي یو بې مثاله کارنامه وه.

په ۲۰۰۱ کې امریکایانو په افغانستان یرغل وکړ او له هغه وخته ملا محمد عمر مجاهد د خپلي وعدې سره سم غرو ته پورته شوی وو، د امریکایانو په خلاف یې د جهاد اعلان وکړ.

د نوموړي د وفات وروسته طالبانو خپل نوی مشر ملا اختر محمد منصور ټاکلی.

د ملا اختر محمد منصور د ټاکل کېدو وروسته د پګواش وروستۍ غونډه لومړی داسي غونډه وه چيري چې طالبان د افغاني اړخونو سره له نیژدو وکتل او د امریکایانو تر څنګ یې د کابل د حکومت سره د سولي د خبرو لپاره خپل چمتوالی وښود.

ملا محمد عمر مجاهد ته د دعا تر څنګ د افغانستان ټولو شهیدانو او مړو ته دعا وشوه، همداراز په افغانستان کې دسولي او امنیت لپاره دعا وشوه.

لاندي د نن ټکی آسیا په اختصاصي ویډیو کې ډاکټر فاروق اعظم دعا کوي.

پگواش: د ملا محمد عمر مجاهد فاتحی تر سنگ د افغانستان د روان وضعیت د خاتمی لپاره هم دعا وشوه.. لاندی د نن اسیا اختصاصی ویدیو ده. دعا کوونکی: داکتر فاروق اعظم.

Posted by nunn.asia on Monday, January 25, 2016

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مولوی محمد سلیم انقیادب

تاسوکوشش وکی چه دملا محمد حسن رحمانی بیعت داسلامی اما رت لخوا استقبال شی

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x