
ځلاند: پګواش؛ د طالبانو سیاسي استازو وړتیا او استعداد راته هیښوونکي وو – مرکه
نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۶مه، ۱۳۹۴ ل): د کابل پوهنتون استاذ، د سیاسي چارو شناند، لیکوال او شاعر ډاکټر فیض محمد ځلاند په قطر کې د پګواش نړیوالې موسسې لخوا په دایر شوي دوه ورځني کنفرانس کې ګډونوال و. نن ټکی اسیا د نوموړي کنفرانس او په ټوله کې د سولې بهیر په هکله د ښاغلي ځلاند نظر پوښتلی، چې مرکې ته یې تاسو رابولو:
نن ټکی اسیا: دا ښايي لومړی ځل وي چې تاسو د حکومت له وسله والو مخالفینو سره مخامخ په کانفرانس کې ګډون کوئ. تاسې خو مطبوعاتي فعال هم یاستئ، پګواش ناسته کې مو څه نوي وموندل؟
ځلاند: مننه، هو په لومړې ځل مې له طالب چارواکو سره په یو غیر رسمي کتنه کې د ملاقات موقع ترلاسه کړه. د طالبانو د سیاسي کمیټي استازو وړتیا، د هغوی د بحث او مباحثي استعداد راته حیرانوونکی و. د دې تر څنګ د هغوی په خبرو کې هر ځل د «ګران افغانستان» کلمې به مې په زړه خوله لږوله، چې مونږ څومره بدبخته خلک یو چې هم په دولت کې او د دولت په مخالفت کې له وطن سره بې حده مینه کوو، ولې د ګران وطن چوپړ ته ګډ او مشترک دریځ نه لرو.
نن ټکی اسیا: په پګواش کنفرانس کې د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر دریځ څنګه ارزوئ؟
ځلاند: د طالب مرکچیانو دریځ ډیر روښانه او واضح دی. زه په تیرو غونډه کې نه وم، د ګڼو ملکرو نیوکه دا وه چې دا خو کومې نوي غوښتنې نه دي، د تیر په څیر تکراري خبرې دي. خو د عباس ستانکزي صیب دې ځواب راته دا پوښتنې یو څه ځواب کړې چې زمونږ د غوښتنو په وړاندې د نړیوالو او افغان حکومتونو ځواب نه دی تر لاسه شوی، کوم پرمختګ نه دی شوي، نو ځکه طالبان تکرار- تکرار همدا غوښتنه لري چې بهرني پوځیان باید له افغانستان څخه ووځي، د قطر دفتر د طالبانو د رسمي ادرس په توګه ومنلی شي، له تور لیست څخه طالبان پاک شي او طالب بندیان خوشي شي.
ددې شرایطو په پوره کولو سره طالبان دې ته تیار دې چې له امریکا وروسته له افغان لوري سره د پراخ بنسټه حکومت په جوړیدو خبرې وکړي، د اساسي قانون، د نوي نظام په ډول، د سیاسي سرنوشت په راتلونکې بحثونه به بیا له کورني اړخ سره کیږي.
نن ټکی اسیا: په ورته وخت کې د پګواش او څلور اړخیزې ناستې دوام څنګه ګڼئ؟ حکومت څلور اړخیزې ناستې ته ډېرې هیلې لري، ستاسې نظر څه دی؟
ځلاند: د پګواش له کانفرانسه چې ما یو برداشت واخیست هغه دا چې طالبانو دا منلي چې دوی باید د پاکستان له هرډول اغیز څخه په لريوالي په خپلواکه توګه د تصمیم نیوني مرجع او مرکز ولري. له دې امله د دوی دا ټینګار چې په قطر کې دې دوی ته د دفتر رسمي ادرس برابر شي او د طالبانو د قطر استازي د دوی د سیاسي دریځ رسمي کار کوونکي دي، په دې دلالت کوي چې څلور اړخیزه ناسته هسې د وخت ضایعه کول او د افغان حکومت سره د پاکستان د منافقانه سیاست یوه شومه دسیسه ده. طالبانو په ښکاره وویل چې دوي له قطر پرته بل چیرته د سولې د ناستو تابیا نه لري، خو دا چې افغان حکومت له پاکستان سره په څه بحث کوي، د افغان حکومت چارواکي باید افغان ولس ته ځواب ووایې.
نن ټکی اسیا: تېرو ناخوالو ته پام، فکر کوئ پاکستان د افغان سولې بهیر کې مثبت رول لوبولای شي؟
ځلاند: دا حقیقت دی چې افغانان له پاکستان سره ستونزې لري، داستونزې د پاکستان لخوا په نیابتي جګړې په بڼه هم را څرکندي شوي، پاکستان تل کوښښ کړي چې د افغان وژني له لارې په افغان ولس او حکومتونو فشار وارد کړي چې د ډیورنډ کرښه په رسمیت ومني، دارنګه افغان حکومت باید خپله بهرنۍ او سیمه ایزه دیپلوماسي د پاکستان په خوښه او ګټه راوڅرخوي. خو په دې وروستیو کې د پاکستان بحث د افغان سولي په اړه ډیر شوم او دوه رنګه دی. په دې مانا چې پاکستان لکه څنګه چې په افغان جګړې معاملي کړي ، دا ځل غواړي په افغان سوله معامله وکړي، افغان سوله د افغان لوریو څخه وتروړي او د ځان په ګټه یې تمامه کړي. زه د پاکستان کردار ته د سولې په خبرو کې د شک او تردید په سترګه ګورم. که افغانانان په دې باور وي چې پاکستان زمونږ د مال، ځان او خاوري دښمن دی، نو دښمن به هیڅکله د افغانانو دومره ستر ارمان چې سوله ده ورپوره نه کړي.
نن ټکی اسیا: ولسمشر غني د کانفرانس په دویمه ورځ غونډې ته په استول شوي پيغام کې طالبان «سیاسي مخالفین» ګڼلي او نن يې په کابل کې د طلوع خبریالانو فاتحه کې طالبانو ته ګواښ وکړ چې غچ به ځنې اخلي؛ د ولسمشر دریځونه څنګه ارزوئ؟
ځلاند: افغان حکومت له بده مرغه د سولې د پاره کومه ښکاره تګلاره او پالیسي نه لري، تر دې دمه د سولي د شورا په پروژه تکیه کوي، مقطعې سیاستونه پر مخ بیایې او دارنګه له خپلو داخلي ستونزو سره لاس او ګریوان دی. د ملي وحدت شرکت چې ګڼ ورته دوسره حکومت وایې نه شي کولی د افغان ولس دا ستر ارمان ورپوره کړي. د پاکستان مداخله په افغان سوله کې د پاکستان په ګټه د افغان سولې تمامول او یوې نوې معاملي ته لار هوارول دي، چې دا سې سوله به کله هم د افغان ولس په ګټه تمامه نه شي، بلکې د جګړې د غځیدا او پراخیدا سبب به شي.
د افغان حکومت وروستی دریځ د همداسې یوې سیاسي غلطۍ او غلط فهمي ښکار کیدل بریښي چې د سولې کاروان به د ترکستان په لار روان کړي.
نن ټکی اسیا: د افغان سولې بهیر راتلونکی او عمده خنډونه څه په ګوته کوئ؟
ځلاند: د سولې په وړاندې د بهرنیانو شتون د طالبانو له لورې او دارنګه د غونډې د ګڼو ګډونوالو لخوا رابرسیره شو، خو د بهرنیانو د وتلو لپاره باید په داسې یو مهالویش هوکړه وشي چې په اوږدو کې یې افغاني سوله عملي شي، تر څو مونږ د تیرو څوارلسو کلونو لاسته راوړنې له لاسه ورنه کړو، دا پرمختګونه وساتو او د افغانانو ستره هیله سوله په افغاني ارزښتونو او ګټو ولاړه ترلاسه کړو. د دې ترڅنګ د افغان سولې په وړاندې د جګړې د لوریو ترمنځ د خبرو اترو او نیغو تماسونو نشتون، د باور د فضا تتوالی او بالاخره د بهرنیو کړیو لاسوهنه ده، په ځانګړې توګه د پاکستان لاسوهني د افغان سولې په وړاندې یو ستر خنډ بللی شو.