نړۍ

افغان کډوال بې وطنه او بې څوکه خلګ

afghan-refugeeدروسانوديرغل او د کمونستانو  دوحشت له امله په ميلونو افغان کډوال دپاکستان او ايران په شمول دنړئ نورو هيوادونو ته په هجرت کولو مجبور شول او دادی ډير يي اوسم هم په  بيلابيلو هيوادوکې له خپل ګران هيواده لرې دهجرت شپې سبا کوي دپاکستان او ايران په شمول دنړۍ له بيلابيلو هيوادونو څخه هره ورځ د افغانانو دځورنې کړونې او شنکجه کولو بيلابيل راپورنه راځي څوک يي بې ګناه او ياهم په وړو جرمونو په دار ځړوي او څوک يي هم ترکمپونو محدودوي

او ددې حق نه ورکوي چې ښار ته ووځي اوخپل مشکل حل کړي له بلې خوا  دپيښور دپوليسو هم جيب غوړ وي  او له افغانستان څخه تلونکي افغانان چې زيات يي د ناروغانو ددرملنې لپاره ځي او يا هم هغه افغانان چې هلته دکډوالۍ ژوند کوئ له هر راز ستونزو سره مخ کيږي، تعذيبيږي تهديديږي او حتی دښځو دعزت خيال يي هم نه ساتي او په ډيره سپين سترګۍ يي له موټره راکوزوي او د کارت د مودې دختميدلو په بهانه په داسې حال کې چې دپاکستان حکومت نورې شپږمياشتې وخت هم افغان کډوالوته ورکړی خو پاکستاني پوليس وايي چې په دغو کارتونو تاريخ تير دی او دا نو ر دمنلو وړ نه دي
له بلې خوا له پيښور نه  چاپيدونکي د مشرق اردو ورځپاڼې دخبر له مخې  دپيښور دپوليسو مشرانو د پيښور له حاجي کيمپ څخه ترکارخانو پورې ۳۱ پوليسان پدې جرم نيولي دي چې ولي افغان کډوال ځوروئ،  خوبياهم افغانان شکايت کوي تيره ورځ زما نږدی دوست چې له کارخانو څخه د نوي کلي لور ته په ټيکسي کې له څو تنو زنانه  سره راتلو نو په لاره کې دابدره روډ دهوايي ميدان په ساحه کې د ريل ګاډي له پاټک سره د پوليسو موټر موبايل درولي وه  له ټيکسي يي راکوز کړی او ۱۵۰۰ کالدارې يې په داسې حال کې ور څخه اخيستې وې  پداسې حال کې چې زما له دوست سره  افغان سيټيزن کارت هم موجود وه نو ماته پته ولګيده چې دافغان کډوالو دځورولو په جرم  دپاکستاني پوليسو نيول  او  پړه بلل داهرڅه دستوري دي او افغان کډوال  په هيڅ شرط نه پريږدي چې په ارامۍ ژوند وکړي، له بلې خوا  دکابل ادارې اودسيمې په هيوادونوکې يي سفيرانو هم څه ونکړل يواځي د يوې اعلاميي او ياهم ديوه خبري کانفرانس له لارې بس دخپلو دخلکو لپاره نمايشي چيغې ووهي خو داسې يي ونکړل چې په ژمي کې له خپل تاوده دفتر څخه راوځي او دهغه افغان مهاجر وورو پوښتنه وکړي  چې دګاونډيو هيوادونو په زندانونو کې دکړاوونو ډکې شپې تيروي ،او داهغو افغان کډوالو پوښتنه وکړي.افغان کډوال چې نن سبا تر بل هر وخت له ستونزو سره مخ دي نور دچا لور ته مخ نه اړوي اونه هم له چانه  دزړه سوي او ترحم تمه لري ځکه چې ټول خپل وه که پردي، ګاونډيان وه که کليوالان ټول يي وليدل يواځې يو الله ته ځان سپاري او انشاالله چې الله ج ډير ښه  دانتقام اخيستونکی ده او ډير زر به په دنيا کې هم خدای ددغو مظلومو  دځورونکو مجرمين وشرموي او هم په اخرت کې .انشاالله       افغان مهاجر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x