fbpx
مرحوم قاري عبدالهادي «حديد»

چېرته پیدا شوې، چېرته لوی او چېرته خاورو لاندې

جانان خدرخېل

چېرته پیدا شوې، چېرته لوی شوې
چېرته اشنا شوې، چېرته خاورې شوې مئینه!

ارواښاد قاري عبدالهادي ((حدید)) یادوم.
دا هغه څوک دی؛ د چا په یاد کې مې چې په لپو لپو اوښکې وڅڅولې، دا هغه مرحوم دی؛ د چا په یاد کې مې چې فیسبوک کې اشارتاً خبرې او ژړا کوله او هغه ځکه چې ما ویل هسې نه مسافر ورور یې (محمد عالم افغان چې اوس په تبوک کې دی) خبر شي، مرګ حق دی خو ما نه غوښتل؛ خواخوږي دې یې زما لخوا داسې بد زېری واوري چې بیا د تل لپاره د هغوی په ذهن کې داسې نقش شم چې کله مرحوم قاري صاحب یادوي نو زه یې هم لکه د مرګ فریښته سترګو ته نېغ ودرېږم.

نور کلیوال مو وختي خبر و، خو زه اوس خبر شوم چې “”عالم افغان”” هم نن سهار د خپل مشر ورور له مرګه خبر شوی دی، نو ځکه مې خپله پټه ژړا ښکاره کړه او د مرحوم قاري صاحب انځور او نوم هم شریکوم، غواړم په لنډو ټکو کې لنډې خبرې درسره شریکې کړم تر څو مې د زړه درد لږ سپک کړم.

مرحوم قاري صاحب عبدالهادي ((حدید)) زموږ قومي ((خدرخېل)) و، مورکۍ یې زما د پلار د خاله لور وه، له هغه وخت مو سره ملګرتیا وه چې دواړه ‘واړه’ و او ږیرې مو لا پرمخ نه وې راغلې، د مسافرۍ، د درسونو، د خاطرو، د رازونو، رمزونو، خوږو او ترخو شېبو یار مې و، شاید تر قومیته مو په انډیوالۍ کې د خپلولۍ رول زیات و، ځکه خو مو له پیله تر پایه یو، بل ته په خپل نوم غږ سره ونکړ، له اوله تر آخره یې ماته ماما او ما ورته خواهرزاده ویل.

خواهرزاده ټکی دومره عام شو چې بیا اکثره ملګرو او کلیوالو هم په خواهرزاده غږ ورته کوو، د قاري صاحب هرچا سره نیکې رویې، خوش اخلاقي، په ډکه خوله خندا، د هرچا د زړه ساتل او تر هرچا ځان کشر ګڼلو او خدمت کولو هرڅوک دېته اړ اېستل چې له مینې خواهرزاده ورته ووایي، خو دا ځانګړتیا به شاید په ملګرو کې یواځې زما وه چې تر سَکه او حقیقي ماماګانو را وروسته یې ماته هم ماما ویل او له مینې به یې غږ راته کوو چې ماما څنګه یې. زه تر اوسه په دې نه یم بریالی شوی چې کله دې ما ورباندې وار مخکې کړی وي او غږ مې دې پرې کړی وي.

مرحوم قاري صاحب د قرآنکریم تر حفظ وروسته دیني کتابونه ولوستل او تقریباً تر تکمیلې یې وروسول خو دا چې د پلار مشر زوی و، اقتصادي مشکلات یې زیات و او پلار یې کمزوری و، نو درسونه ترې په نیمایي کې پاتې شول او لکه د نورو افغانانو یې مسافرۍ او مزدورۍ ته مخه کړه؛ د قاري صاحب په برخه هم د عربو ګرمي ورسېده او قسمت آن تبوک ته ورساوه، له تبوکه یې د حج او عمرې مراسم هم په بیا بیا ترسره کړل او د حرمینو په دیدن څو واره مشرف شو.

څو کلونه یې هملته تېر کړل خو یو کاکا یې مریض شو او له هغه سره بېرته کلي ته راغی، دی چې بې ارادې راغلی و او لکه د نورو مسافرو په څېر یې کور ته د راتلو تابیا نه وه نیولې نو ځکه داسې ښکارېده لکه ډک زړه چې راغلی وي، هر چاته به یې ویل: ولا یو دم را روان شوم، هیڅ خوند یې ونکړ، ما ویل کور ته د راتلو په وخت به په ما څو اخترونه یو ځای راځي، خو د کاکا مریضتیا په هیڅ هم پوی نکړم.

په هغه ځل یې کلي کې شاوخوا دوه میاشتې تېرې کړې او بېرته مسافر شو، یو نیم کال به یې وتلی و چې دلته یې مورکۍ وفات شوه او د رحمتونو او شفقتونو اسمان یې ونړېد؛ دا چې دا لوی غم به په مرحوم قاري صاحب باندې په مسافرۍ کې څنګه تېر شوی وي، دا نو یواځې الله جل جلاله ته معلوم دی.

خو قاري صاحب خپله مسافري پسې وغځوله او څه کم درې کاله یې بیا د عربو په ګرمیو کې د حلال رزق پیدا کولو لپاره خپلې خولې تویې کړې، نږدې یوه میاشت وړاندې ښه په خوشالۍ، روغ رمټ او له یوه نړۍ هیلو سره خپل کلي ته راستون شو، دلته یې چې کور بې موره ولیده نو خوند یې ور نکړ او لکه همدا یې چې پلمه شوه، یو څو ورځې وروسته زوکام، تبه، ټوخی او د سینې درد ورته پیدا شو.

زه کور ته نه وم ورغلی خو دی دوکان ته راته راغی، له ورایه یې خندل، ویل یې ماما څنکه یې!؟ زه ور ولاړ شوم، په غېږ کې مې کلک کړ، په دواړه مخه مې ښکل کړ، ورته مې وویل: خواهرزاده ږیره دې دا وار په غومبورو در اوښتې ده، خوله مې له وېښتانو ډکه شوه، کټ کټ په خندا شو، ویل یې ماما ناځوانه یې، رانغلې او پوښتنه دې هم ونکړه، ما ورته کړل: یاره تاسې خپله خپل قدر کموئ، زه کور ته درتلم خو تا د تل په څېر واړ ړومبی کړ؛ بس ټوکې ټکالې وشوې، په خبرو کې یو څه په تکلیف ښکارېده او ټوخېده، خو خیر ما کورته د ورتللو وعده ورسره وکړه، دوه ورځې پس مې بیا ولیده، بیا یې د نه ورتلو ګیله وکړه، خو تبه او تکلیف یې لږ زیات و، په همغه ورځ ماښام مې قاري صاحب شریف شاهد راسره ملګری کړ او کور ته ورغلو، د دروازې تر ټک ټک وروسته مرحوم قاري صاحب راووت، مهمان خانه کې ورسره کېناستو، لاس مې یې ونیو، تبه یې زیاته وه، ټوخي هم په عذاب کړی و، د سینې له درده یې هم شکایت وکړ، خو له ګپ شپ، غورو او مینه ناکو خبرو ځکه نه و لوېدلی چې مریضتیا یې مرګونې نه وه.

له زوکامه کله څوک مري!؟

خو بس……..

قاري صاحب سره تر نهه نیمو بجو ناست و، مابه چې د تلو وویل، نو ده ماته ویل کېنه لاړ به شې او شریف ته به یې سترګه ووهله چې ما لږ معطل کړي تر څو ډېرې غورې وکړو، ما ورته ویل خواهرزاده! تا دې الله ج روغ کړي، بیابه مجلسونه کوو خو های که زه خبر وای چې یار به دومره زر له دنیا ځي………

نهه نیمې بجې مو رخصت ترې واخیست، د باندې راسره راووت، ښه ډېر یې بدرګه کړو، ما په وچ زور بېرته ایسار کړ، ډاکتر ته د تللو او ځان ګرم ساتلو مې ورته وویل.

دوه ورځې وروسته خبر شوم چې قاري صاحب یې روغتون ته وړی او بیستر کړی دی، خو ما بیاهم ځکه سوچ نه واهه چې د سینې درد او زوکام لا چا په مرضونو کې حساب کړی دی، تر هغه یوه ورځ وروسته خبر شوم چې وینه یې ګرځولې ده؛ بس وارخطا شوم، شماره مې یې ډایل کړه خو نمبر یې بند راتلو، د پنجشنبې ورځ ماښام (جمعې شپه) موږ یو چا کره مېلمانه و چې دوه کسان کوټې ته راننوتل او غبرګ یې وویل: قاري عبدالهادي وفات شوی دی.

انا لله و انا الیه راجعون.

دې خبرې ټول هک حیران او غلي کړو، هر چا یو سوړ اسوېلی وکیښ، زما سترګو ته د خواهرزاده برګې برګې سترګې او توره سوچه ږیره، له خندا ډکه خوله، ماما ماما غږ او…………

د باندې راووتو، د دې قیامت په انتظار و چې اوس به امبولانس راځي، د قاري صاحب جسد به پکې وي او موږ به یې له لیدلو سره ټول مرو، خو ریښتیا وایي چې: هیڅوک له غمه نه مري؛ موږ په همدې انتظار و چې څوک د قاري صاحب کور ته ورغلل او د هغه د وفات یې ورته وویل؛ الله اکبر؛ یو حال شو، یو ځوږ شو چې تابه ویل ځمکه او اسمان ټول لړزېږي، چابه ویل وآآ زما مسافره وروره…..

چا به ویل وآآ زما بې موره وروره…….
چابه ویل وآآ زما تور ږېرې ځوانیمرګه وروره…..
او چابه ویل………

تاسې په خدای باور وکړئ چې هغه سحنه هیڅ نشم انځورولی او نه لیکلی شم کومه چې ما لیدلې ده، د کلیوالو ګڼې ګوڼې ما غوندې سړي ته هم دا چانس نه ورکوو چې د قاري صاحب جسد ته دې لاس ورسوي څوک چې د قاري صاحب ماما و او څوک چې تر خپلو ماماګانو هم په قاري صاحب ډېر ګران و.

د قاري صاحب د غُسل او کفن مراسم پر ځای شول، هغه په دې نړۍ یواځې ۲۸ پسرلي ولیدل، کله مو چې تلاوت ورته کوو نو زه په هماغه ځای ناست وم چېرته چې څو شپې وړاندې قاري صاحب په ژوندونې ماته مخامخ ناست و، دې ټکي به لا زور راکړ او نور به هم سلګیو پسې واخیستم، اوښکې مې بې واره پر مخ روانې وې، سترګې مې د اوښکو داسې ډنډونه و چې د قاري صاحب مخ نه راته ښکارېده، ښه ډېر مې ورته وکتل، ځان ته به مې ټکان ورکړ، ځان به مې وسکونډه ماویل ګوندې خدای وکړي چې دا خوب وي؛ خو نه هغه خوب نه و، یو حقیقت و او داسې حقیقت چې د زړه رګونه یې پرې کول.

پر سبا د جمعې ورځ وه، د جمعې تر لمانځه وروسته په دوه نیمو بجو جنازه وه، جنازې ته نو عالمونه و چې را چلېدل، په هغه ورځ ډبرین زړونه هم دومره نرم شوي و چې سترګو یې د اوښکو په تویولو ترجماني کوله، هر چا چې د مسافر او ځوانیمرګ قاري صاحب ځواني لیده، ژړل یې او څوک چې ترې خبر شوي و جنازې ته یې ځانونه را رسولي و.

د جنازې تر لمانځه وروسته ټولو خلکو تر هدیرې بدرګه کړ او قاري صاحب مو تورو خاورو ته وسپارلو.

د مرحوم ټولې ۲۵ شپې په کور کې تېرې شوې او ناروغي تر یوې اوونۍ هم وا نه وښته.

له مرحوم قاري صاحب نه څلور اولادونه یتیمان پاتې شول چې درې یې لوڼه او یو یې زوی ((ګلالی حمزه جان)) دی.

روح یې ښاد ، یاد یې ژوندی
ـــــــــــــ
قبر سوری کړه، دسمال راکړه
پرې پاکوومه د کمکي لحد ګردونه.

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غوربندی
میلمه
غوربندی

خداوند متعال دې مرحوم قاري صاحب ته فردوس جنتونه نصیب کړي.

تاسو لیکوال خدرخېل صیب او د مرحوم قاري صاحب بازماندګانو ته د تعزیت وړاندې کولو تر څنګ د صبر، زغم او مرحوم ته د دوعاوو سپارښتنه کوم.

انالله و انا الیه راجعون

Dr M Qaseem
میلمه
Dr M Qaseem

اللہ پاک دی ورتہ جنت الفردوس نصیب کری امین
اناللہ وانا الیہ راجععون

نا پيژاند
میلمه
نا پيژاند

الله ج جنتونه ورته نصیب کری.