نظــر

دسولې ښوروا او دګڼکپانو نوالې

8616340604 ddd9f5c028 zپه فارسي کې یو متل دی وایي ( عاقل آسوده بود تابه جهان خر باقیست )  د فارسي ادب سرلاری  مولانا رومي هم په  مثنوي شریف  کې همدا خبره په نوکی اړولي انداز کوي او فرمایي :

تاکه ابله باقي است اندرجهان ــــ مرد مفلس کی شود محتاج نان

پرون مې دپژواک اژانس یو خبر ولوست ، چې ویل یې په هلمند کې یوولس تنو طالبانو د سولې شورا په هڅو له وسلوال مخالفت څخه لاس واخیست ، او دسولې شورا ته تسلیم شول ، له راپور سره دپژواک ویبپاڼې د تسلیم شویو انځور هم خپور کړی وو

، چې خورا خندوونکی وو .

هغه کسان چې دسولې له شورا څخه یې دمجاهد په نوم پیسې او لنګوټې وهلې وې ، یوه یې هم په مخ ږیره نه درلوده ،  او ځینو خو یې دږیرې سره بریتونه هم خرېیلي وو ، لنګوټې یې داسې کږې وږې تړلي وې ، ته وا په زور دې ورتړلي ، دسولې شورا ورته یو یو جلد قرانکریم هم ورکړی وو چې ځینو داسې نیولي وو ته وا په ټول عمر یې کتاب په لاس کې نه دی اخیستی ، ددغه کسانو له هیئته  په لومړي نظر معلومېده ، چې طالبان نه بلکې  ګڼکپان  دي او هسې یې دسولې دشورا  احمقان تیرایستلي دي .

په دې وروستیو کې به شاید له مختلفو رسنیو خبریږئ چې دسولې شورا دطالبانو دتسلیمۍ پرلپسې خبرونه ورکوي ، پلټنو ښودلې ، چې دوطن په لراوبر کې غله ، داړه ماران ، کیسه بران ، چلبازان او ګڼ کپان  دسولې په ښوروا اموخته شي ، او بې دریغه ترې نوالې وهي .

هغه کیسه بران چې پخوایي په ښاري سرویسونو کې جیبونه وهل اوس دصلاح الدین رباني په جیب اموخته شوي ، چې یوه ورځ ترې  دتسلیم شوي طالب په نوم په ننګرهار کې ډالر وهي او  میاشت وروسته بیا په هرات کې ځان تسلیموي .

څو ورځې وړاندې وایي په غزني کې هم لس پنځلس کسان دسولې شورا دمشرانو او دغزني دوالي په حضور کې تسلیم شول ، تسلیم شویو کسانو چې د دري په هزارګي لهجه یې خبرې کولې  خبریالانو ته وویل چې دوی په قرباغ کې جهاد کاوو ، مګر له مراسمو وروسته چې ځینو حاضرینو راټینګ کړل ، نو جوالیان او پنډیان وختل ، چې ځانونه یې طالبان کړي وو.

تردې وړاندې په کندهار کې هم یوځل دتسلیمۍ شانداره مراسم هغه وخت له بې خوندۍ سره مخامخ شوي وو چې کله دخبریالانو په مخکې راز افشاء شوی وو ، او معلومه شوې وه چې تسلمیدونکي کسان مخالفین نه دي ، خو هغه وخت بیا دسولې شورا او ملي امنیت چارواکو  له خپلې بیدارۍ نه په استفاده  رسوایي کنترول کړې وه ، او خبریالانو ته یې ویلي وو  چې ( البته دوی دریمه درجه مخالفین  دي ، یعني مخالفین خو نه دي مګر دملاصاحبانو په خبره  نازل په منزله دمخالفینو دي ، او موږ مصلحتا مخالفین فرض کړي )

پلټنې ښیي ، چې د تیرایستنو دې بهیر له هغه وروسته زور واخیست کله چې  د سولې دشورا  د جوړیدو په اوائلو کې دافغانستان په لویدیځ کې یوه چارواکي خپل یو شمیر  مسلح غله رسما دطالبانو په نوم دسولې شورا ته تسلیم کړل .

دافغانستان په لویدیځ کې دفراه ولایت  دملي امنیت  رئیس  صمدخان نومیږي ، چې تر  والي اکرم خپلواک ډير قدرت لري ، دکره معلوماتو له مخې صمدخان په خپلو غیررسمي تشکیلاتو کې پخوادوه شبکې درلودې  ، چې یوه په هرات کې د سړي تښتوونکو او بله هم  دفراه په لویه لاره   دلارې وهونکو  غلو شبکه وه .

څو کاله وړاندې چې حامدکرزی په کابل کې دسولې دښوروا په باندې کولو بوخت وو ، په فراه کې طالبانو هم د امریکایانو ترڅنګ له غلو سره مبارزه شروع کړې وه ، او څو ځله یې دلویې لارې په اوږدو کې تودې جګړې ورسره وکړي ، طالبان چې له غلو سره خورا زړه دښمني لري ، دفراه غلو ته یې  خورا سخت شکست ورکړ ، څوځله یې دبکوا  او بالابلوک په مربوطاتو کې غله ونیول  او تراعدام وروسته یې راوځړول ، تردې  چې دفراه ریګزارې دښتې یې دغلو  ترپښو لاندې سرې تبۍ کړې .

دفراه په مسلحو غلو کې یوه لویه برخه غله دملي امنیت درئیس صمدخان دشبکې رسمي غله وو ، چې دحکومت هم زور نه پرې رسیده ، مګر کله چې صمدخان خپل غله  دطالبانو له اړخه دتباهي سره لاس او ګریوان ولیدل ، دامهال تازه تازه  دسولې شورا هم کار پیل کړی وو ، نو صمدخان خپلو غلو ته وویل چې د ږیرو اوږدیدو ته انتظار ونه کړي هسې یوه یوه لنګوټه پیدا کړي او په همدې خرېیلو مخو  دسولې شورا ته تسلیم شي .

دصمدخان غله په پوره بریالیتوب  په هرات کې  دطالبانو په نامه دسولې شورا ته ډلې ډلې تسلیم شول ، او له هغه مهالو د خرېیلو طالبانو ( غلو  او ګڼ کپانو ) دتسلیمۍ بهیر پیل شو ، چې ورپسې دفراه ، نیمروز ، کندز او نورو سیمو یو شمیر غلو هم دې کار ته لاس واچاوو .

دا څه موده به شاید تاسې نه وي اوریدلي چې په فراه کې غلو خلک وشکول ، مګر درسنیو له لارې به مو داسې راپورونو ډيرلیدلي او اوریدلي وي چې په هرات ، فراه  او هلمند کې مخالفین تسلیم شول دغه راز به مو  دتسلیم شویو کسانو بدورګه او بدشکله  څيرو  هم پام جلب کړی وي ، دغه تسلیمیدونکي او دسولې له شورا ډالر وهونکي ټول هغه غله دي چې پروان یې د هرات په لاره  له ښځو ګېڼې خلاصولې ،  په ګوتمیو پسې یې له خلکو ګوتې پریکولې او په مسافرو ښځو یې جنسي تیري کول ، مګر اوس چې طالبانو پسې واخیستل  دسولې شورا ورته  پګړۍ وتړلې ، او په خپله غیږه کې یې ځای ورکړ .

خبره بیا هم هماغه ده  ( تا ابله درجهان است  مفلس در نمي ماند ) ترڅو چې دسولې دشورا غوندې احمقان او متجاهلان  وي ، نو هیڅ  غل ، چرسي ، پوډري  او جیب وهونکی به هم مفلس پاته نه شي ، بلکې ټولو ته به دسولې په ښوروا کې  مړۍ نیمه ورسیږي .

دوه کاله وړاندې دکندهار یو اوسیدونکی دهرات په لاره  غلو تښتولی وو ، او له لومړۍ شیبې یې سترګې ورپلستر کړې وې ، شپږ میاشتې وروسته یې کله چې دخلاصولو په مهال سترګې ورپرانیستې وې ، نو خیالیګرې سترګې یې  چینجیو پاکې خوړلې وې ، دا ډول نور ډیر بوږنوونکي جنایات شته چې دافغانستان په لویدیځ کې دصمدخان دغلو او تښتوونکو شبکې ترسره کړي دي ، مګر دغه جنایتکاران ددې په ځای چې دمحاکمې میز ته ودرول شي ، دسولې شورا یې شعوري یا غیرشعوري په غاړه کې امیلونه وراچوي ، او خپله  ډالري لوبه پرې ګرمه ساتي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x