افغانستان

روزګان: چينارتو کې یو پولیس خپل ۱۰ ملګري وژلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۶مه، ۱۳۹۴ل): د روزګان امنيتي مسوولین وايي چې د دې ولایت د چينارتو په شپلوغ سیمه کې يو پولیس له طالبانو سره لاس یو کړی او د یوې پوستې ۱۰ تنه پولیس يې وژلي دي.

د روزګان د امنیتي مسوولینو په قول په پوسته کې مېشتو عسکرو له ډلې یو تن له طالبانو سره تماس نیولی او د جګړې په وخت کې يې د هغوی ملګرتیا کړې، چې له پېښې وروسته په تېښته بریالی شوی دی.

طالبانو د پېښې د څرنګوالي ورته پخلی نه دی کړی، خو ويلي يې دي چې په د شپلوغ په توره ګاړه کلي کې يې یوه پوسته بشپړه نیولې او پکې مېشت ۹ تنه عسکر يې وژلي دي.

طالبانو د کوم پولیسو د ملګرتیا خبره نه ده کړې او نه هم د روزګان چارواکو ويلي چې دا دواړه بېلې پېښې دي او کنه.

طالبانو ويلي چې پر یاده پوسته يې بريد کړی چې پکې سپکې او درنې وسلې هم کارېدلې دي او په پاي کې يې له پوستې نه ګڼ مهمات هم تر لاسه کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x