لغمان: باد پښ کې مشهور اربکی قومندان طالبانو ته تسلیم شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۶مه، ۱۳۹۴ل): د لغمان په باد پښ ولسوالۍ کې د اربکيانو مشهور قومندان محمد رحیم چې په نود مشهور و، له خپلو ملګرو سره طالبانو ته تسلیم شوی دی.

نود چې له خپلو کسانو سره يې د باد پښ په ګړوچ سیمه کې فعالیت کاوه، ولسي وګړي يې له چلنده ناخوښه او څو ځلې يې د لغمان ولایتي ادارې ته هم شکایتونه کړي دي.

طالبانو د نود د تسلیمۍ پخلی کړی او ويلي يې دي چې هغه له خپلو دریو ملګرو سره دوی ته ورغلی دی.

طالب وياند ذبیح الله مجاهد پخپله ټویټر پاڼه لیکلي چې نود له ځان سره موټر او وسلې هم دوی ته سپارلي دي.

« ګړوچ سیمه کې مشهور اربکی قومندان محمدرحیم(نود) له خپلو ۳ ساتونکو، موټر او وسلو سره له مجاهدینو سره یوځای شو.»

ياده دې وي طالبان د دعوت، ارشاد، جلب او جذب په نوم کمیسیون لري چې هڅه کوي له جګړې پرته خپل مخالفين له جګړې لاس اخیستو ته اړ او د ځان ملګري کړي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د