افغانستان

بدخشان: امنیتي ځواکونه د تګاب ولسوالۍ د نیولو دعوه کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۶مه، ۱۳۹۴ل): د بدخشان امنيتي مسوولین وايي چې امنیتي ځواکونو وکولای شول چې د عملیاتو په ترڅ کې د تګاب ولسوالۍ له طالبانو څخه ونیسي.

د بدخشان د والي وياند وايي چې د تګاب ولسوالۍ يې کې يې ګڼو طالبانو ته مرګ ـ ژوبله اړولې او په وينا يې دا بريالي عملیات دوه ورځې وړاندې پای ته ورسېدل.

د هغه په خبره په دې عملیاتو کې شل پنځلس طالبان وژل شوي او شل نور ټپيان دي.

احمد نويد فروتن وايي چې دم ګړۍ دا ولسوالي د امنیتي ځواکونو په لاس کې ده، چې د ده په قول څو میاشتې وړاندې طالبانو بشپړه نیولې وه.

طالبانو تر اوسه د بدخشان د چارواکو د څرګندونو اړوند څه نه دي ويلي، خو تر دې وړاندې هم دولتي سرچينو د هلمند د نوزاد د بېرته نیولو خبر ورکړ، خو طالبانو يې مستنده ويډيو خپره کړه چې لا يې هم واک د دوی په لاس کې دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x