افغانستان

افراسیاب خټک: افغانستان کې د ملا فضل الله د وژل کېدو دعوه، د پاکستان تبلیغاتي هڅه ده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۶مه، ۱۳۹۴ل): د عوامي نشنل پارټي غړی او سیاستوال افراسیاب خټک وايي چې په افغان خاوره کې د پاکستاني طالب مشر ملا فضل الله د وژل کېدو دعوه، د پاکستان تبلیغاتي هڅه ده.

پاکستاني رسنیو د ګل نیوز په حواله خبر ورکړی، چې ملا فضل الله له خپلې کورنۍ او پنځو ملګرو سره په ننګرهار کې د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې وژل شوی دی.

افراسیاب خټک وايي چې پاکستان د خپلې هغې دعوې لپاره چې ملا فضل الله په افغانستان کې مېشت ګڼي، د همدې وژنې لپاره تبلیغات کوي او په وينا يې دا یو بهرنی فشار دی.

خټک پخپله ټویټر پاڼه لیکلي چې په ننګرهار کې د ملا فضل الله د وژل کېدو دعوه دروغ ده او په قول يې پاکستان غواړي چې خپلې ستونزې له بهرني اړخ نه وګني، په داسې حال کې چې دا داخلي ستونزې دي او په خبره يې داخلي جرړې لري.

تر دې وړاندې هم پاکستاني مقاماتو پرلپسې ويلي، چې د پاکستاني طالبانو مشر له خپلو ملګرو سره په افغان خاوره کې دی او په پاکستان کې بريدونه کوي.

په اسلام اباد کې افغان ولسمشر غني هم له پاکستاني مقاماتو سره په ملاقات کې وويل چې دوی به د ملا فضل الله په نیولو کې خپلې هڅې ونه سپموي، چې ګڼو سیاسیونو يې دا څرګندونې د پاکستاني مقاماتو تر تاثیر لاندې ویللې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x