نظــر

لاسپوڅې خبري رسنۍ!!!

42C4DA58-1D5D-440B-96FD-C5A8D0313646 mw1024 n sکله چی صلیبی یرغلگرو په افغانستان باندی یرغل وکړ او د بی گناه او مظلومو افغانانو په وینو باندی یی ځمکه خړوبه کړه او د هغوی آزادی یی ورڅخه وتروړله او د خپل کرغیړن او ناشونی هدف لپاره یی په سلگونو نه بښوونکي جرمونه ترسره کړل تر څو چی د افغانستان غیور ملت هم د ډیموکراسۍ په بویگن ډنډ کی غوپه کړي، او خپل طاغوتی نظام ورباندی پلی کړي، او د دې لپاره یی ځینی ایمان پلورنکي،

وطن پلورنکی، ننگ او ناموس پلورنکي د څو ډالرو په مقابل کی واخیستل تر څو چی له خپلو بادارا نو سره د صلیبی توطئې په پلی کولو کی همکاری وکړي او یو ځل بیا زمونږ د گران هیواد د  کونډو او یتیمانو په زخمونو باندی مالگې ودوړوي د ډالرو په مقابل کی د خپل ایمان څخه تیر شول او د خپلو بادارانو په قلمرو باندی روان شول، او هیره د نه وی چی په هغه وخت کی د صلیبی یرغلگرو لاسپوڅو داسې تبلیغاتی ماشینونه پیدا کړل چی هر ډول تبلیغات به یی په خورا پریمانه توگه ترسره کول، چی د هغوی له جملې څخه یو هم د گران هیواد د غیرتی او په دین مینو وگړیو په زړونو کی د روعب او خوف په خاطر به یی داسی ډنډورې غږولې چی گواکی صلیبی یرغلگر به د افغانستان اسلامی امارت داسی ختم کړی چی بیا به داسی څوک پیدا نه شی چی د طالب نوم په خوله راوړي ځکه چی د صلیبی یرغلگرو د غلامانو سره سوپر پاور، او ملگرو ملتونو لاس یو کړی دی نو هیڅکله به دوی زوال ونه کړی او د تل لپاره به د صلیبی بادارنو جیبونو د دوی په خدمت کی وی، الحمدلله چی نن هغه ورځ را رسیدلې ده چی د صلیبی یرغلگرو د کبر کاسه نسکوره شوې ده، اقتصادی بحران سره مخامخ دی په ملیاردونو ډالرو مالی تاوان، او په زرگونو عسکر یی د افغانستان د اسلامی امارت د سرښندونکو مجاهدینو د تندریزو بریدونو په نتیجه کی د دوزخ کندې ته ولیږل شول، او داسی غاښ ماتوونکی ځواب یی ورکړ چی د ټول عمر لپاره به یی یاد ساتی او نړیوالو ته یی هم یو د عبرت درس ورکړ او دا یی ورته ثابته کړه چی هر غیرتی افغان د اسلام او خپل هیواد د دفاع په خاطر خپل سر او مال د قربانۍ لپاره هر وخت د الله تعالی په لاره کی وقف کړی دی او هیڅکله به د صلیبی یرغلگرو غلامۍ ته سر ښکته نه کړي، کله چی صلیبی یرغلگرو په افغانستان کی د خپلو تلفاتو د برداشت کولو توان له لاسه ورکړ، نو د خپلو لاسپوڅو په مرسته یی خبري رسنۍ هم په خپل دام کی راگیر کړل او هغه څه یی ورباندی ومنل چی د صلیبی یرغلگرو په گټه وو، او ټول یی داسی تهدید کړل چی تر نن ورځې پورې بیا هیڅ داسې رسنۍ پیدا نه شوه چی نړیوالو ته حقیقت ښکاره کړی او خپل مسوولیت اداء کړي، نن ورځ ټولې خبري رسنۍ د صلیبی یرغلگرو په واک کې دي او کله چی کوم ځای کی دوی ته تلفات واوړي نو هغه ځای ته هیڅ خبریال نه ورپریښودل کیږی او که کوم یو د دوی خوښې مخالف کار وکړی نو نتیجه به یی داسې وي لکه څه وخت مخکې چی ټولو هیوادوالو د سر په سترگو ولیدل چی د جلال آباد په ښار کی خبري رسنۍ سخت تهدید او شکنجه شول چی په مقابل کی یی ډیرو وگړو لاریونونه ترسره کړل خو بیا هم صلیبی یرغلگرو هیڅ غوږ ورباندی ونه گراوه او خپل شنیع عمل ته یی لا نوره هم ادامه ورکړه، او دا یو څرگند حقیقت دی چی صلیبی یرغلگر د بی گناه وگړو په وژلو، بندی کولو، شکنجه، تهدیدولو کی اوج ته رسیدلي دي او داسی جرمونه یی ترسره کړل چی انسانیت ورڅخه شرمیږی، چی یوه بیلگه یی د لوگر ولایت په بی اسرې او مظلومو وگړو باندی بی دریغه بمباری ده چی په لسگونو وگړي پکی شهیدان شول، خو بل خوا بیا د خبري رسنۍ لخوا دغه دردونکې پيښه د تبلیغاتو ماشین ته ور وا چول شوه او د ولسی وگړو څخه یی طالبان جوړ کړل تر څو چی له یوې خوا د نړیوالو له غبرگون څخه ځان خلاص کړی چی دوی هیڅکله عام وگړي نه دی وژل او له بلې خوا د طالبانو غچ له ولسی وگړو څخه واخلي او ټولو مسلمانانو زړونه ودردوي، او له بلې خوا یی د کابل د اجیرې ادارې د کاواکه گوډ‌اگی هغه دروغجن وعدې هیوادولو ته رسوا کړې چی ویلی یی وو چی زه هیڅکله گوډاگی نه یم او ما له خپلو بادارانو سره ستراتیژیک تړون کړی دی چی عوام به نه وژل کیږی دا وه د کرزی وعده چی له خپلو بادارانو څخه یی اخیستې وه چی وفاء یی ټولو هیوادوالو او نړیوالو ته معلومه شوه او پدې هم پوه شول چی کرزی خپلواک مشر دی او که کاواکه؟؟!!

نو پدې هکله د ډیموکراسۍ،او بشر د حقوقو داعیانو څخه پوښتنه کوم چی ستاسې هغه دروغجنې دعوې چیرته دي؟! چی هر وخت یی د خپلو صلیبی بادارانو سره ډنډورې غږوې، او دا نعرې وهې چی مونږ د بشر حقوق غواړو آیا د بشر حقوق همداسې وی لکه تاسی یی چی مراعات کوی؟ بی گناه معصوم ماشومان، ښځې او بوډاگان شهیدانوی او بیا چی کله په خپله دروغجنه دعوه کی راگیر شی نو بیا نوموړي شهیدان د طالب په نوم بدرگه کوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x