افغانستان

ارګ: په شرط وړاندې کولو سره د سولې خبرې ناشونې دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۶مه، ۱۳۹۴ل): وروسته له هغه چې طالبانو د پګواش په نړیواله ناسته کې خپل شرطونه بیا تکرار کړل، ارګ وویل چې تر خبرو وړاندې د شرطونو په وړاندې کولو سره اصلاً د سولې خبرې ناشونې دي.

پرون ـ دوشنبه ـ چې په قطر کې د افغان قضيې په اړه د پګواش نړیوالې مؤسسې له لوري د جوړې شوې ناستې وروستۍ ورځ وه، د ولسمشر ویاند په کابل کې خبري ناستې ته وویل چې د سولې د مذاکراتو لپاره باید شرطونه نه وي.

سید ظفر هاشمي وویل چې تر خبرو وړاندې دوی ته د طالبانو شرطونه د منلو نه دي، او په وينا يې دوی پر دې «شرط» له مخالفينو سره خبرو ته تیار دي، چې له «تروریستي» کړونو لاس په سر شي.

طالبانو د پګواش په ناسته کې د سولې د خبرو تر پیل وړاندې د بهرنیانو وتل، د دوی فتر په رسمیت پېژندل، مشران يې له تور لیسته ایستل او د بندیانو د خوشي کول مهم ضرورتونه یاد کړل.

د جمهوري ریاست ویاند وايي چې دوی له داسې ډلې سره خبرو ته تيار نه دي چې پر دوی شرطونه ږدي.

ارګ په داسې حال کې د سولې تر خبرو وړاندې له شرطونو د نه منلو څرګندونې کوي، چې پخپله يې د خبرو تر پیل وړانډې پرلپسې د اساسي قانون منل، وسله پر ځمکه اېښودل او ګڼ نور شرطونه وړاندې کړي دي.

د کابل پوهنتون استاد او په پګواش ناسته کې برخه وال ډاکټر فیض محمد ځلاند افغان حکومت د سولې په راوستلو کې بې وسه بولي، هغه وايي: « افغان حکومت له بده مرغه د سولې د پاره کومه ښکاره تګلاره او پالیسي نه لري، تر دې دمه د سولي د شورا په پروژه تکیه کوي، مقطعې سیاستونه پر مخ بیایې او دارنګه له خپلو داخلي ستونزو سره لاس او ګریوان دی. د ملي وحدت شرکت چې ګڼ ورته دوسره حکومت وایې نه شي کولی د افغان ولس دا ستر ارمان ورپوره کړي.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حمداللہ احمدی

پہ ارگ کی ناست بی تجربی او ناخبرو !!!!!!!
سه موخیال دی چه طالبان ستاسو هرسه بی قیده اوبی شرطه ومنی های های افسوس! !
داخو خبری اوتری اوصلحه نه بلکه تسلیمه ول دی
ایا طالبا ن بہ دیته تیارشی فکر کوم نا هیسکلہ نا
این خیال است محال است جنون

الحاج استا ذ بیانزی

وایی ، کوم فقیر لیونی د کنړ د ګمبیری ډاګ کی کومه شړی موندلی وه هغه یی اندازه کوله چه وړه نه وی . متفکر هماغه د ګمبیری فقیر دی دا چه تاسی د یو څو ډالرو په خاطر زمونږ خاوره ، خلک او خپلواکی څه چه ځانونه او ناموس مو په کفارو وپلورلو ، که د دی هیواد له محکمو هم وزغورل شی هم خوشاله اوسۍ

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x