افغانستان

غور: د مرکزي زندان ګڼو زندانيانو د نه خوړو اعتصاب کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغه ۶مه، ۱۳۹۴ل): د غور په مرکزي زندان کې لسګونو زندانيانو د ناسم چلند له امله د نه خوړو اعتصاب کړی دی.

زندانيان وايي چې دوی به تر هغو پورې خواړه ونه خوري تر څو د دوی غوښتنې نه وي منل شوې.

دوی وايي چې په زندان کې د ځينو زندانیانو دوسيې بې څېړنې پاتې دي، او پر دې سربېره د زندان مسوولین ورسره ناسم چلند کوي.

زندانيان شکایت کوي چې له خپلوانو سره خبرو ته نه پرېښودل کېږي او په زندان کې نږدې هره ورځ په یو بل نوم پلټنې او تالاشۍ کېږي، چې دوی ارام ته نه پرېږدي.

د غور د مرکزي زندان مسوول سمونوال عبدالبصیر وايي مني چې په زندانې کې ستونزې شته خو د ده په وينا دوی یوازې له زندانیانو هغه موبایلونه را ټول کړي چې دوی پټ استعمالول.

زندانيان د زندان د امر خبرې ناسمې بولي وايي چې د پېښې د څېړنې لپاره دي بې پرې هیئت وټاکل شي.

ياده دې وي تر دې وړاندې هم د هېواد په ګوټ ـ ګوټ کې ګڼو زندانيانو د زندان له مسوولینو شکایتونه کړي دي، خو غږ يې نه دی اورېدل شوی.

ولسمشر غني د خپل ټاکنیز کمپاين پر مهال ژمنه کړې وه، چې له زندانیانو سره به سم چلند کوي او د بګرام مشهو زندان به تړي، خو لا هم دغه زندان فعال او له بېلابېلو زندانونو لسګونه زندان د بګرام د ډکېدو په موخه ور وړل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x