افغانستان

اشرف غني: که د سولې پروسه ژر عملي نه شي، راتلونکو مياشتو کې به جګړې سختې شي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغه ۶مه، ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت مشر اشرف غني وايي، چې دوی به داعش ډله «په ځمکه کې ښخه کړي» او دا يې يوه وحشي او غير افغاني پديده بللې ده.

افغان حکومت وايي، چې داعش غلط او بې لارې خلک ځان سره ملګري کړي دي.

ولسمشر غني پر سيمه ييزو او نړيوالو هېوادونو غږ وکړ، چې د داعش ضد جګړه کې د افغانستان ملاتړ وکړي.

اشرف غني سويس کې د نړيوال اقتصادي فورم غونډې کې د ګډون پر مهال بي بي سي ته په خپله ځانګړې مرکه کې وويل: «په سيمه‌ييزه کچه ډېرې ډيپلوماسۍ په نظر کې نيول شوي او دوی هوډمن دي، چې د داعش پر ضد قوي عمليات وکړي.»

تېره اوونۍ د امريکا بهرينو چارو وزارت د يوې اعلاميې په ترڅ کې وويل، چې افغانستان کې د داعش فعاله ډله ترهګره اعلانوي او هر ډول کړنې يې ناقانونه بولي.

غربي رسنيو له تېرې اوږدې مودې افغانستان کې د داعش او طالبانو د فعاليتونو او پرمختګونو په اړه څېړنې پيل کړي دي.

له تېر کال ډيسمبر راهيسې طالبانو د افغانستان ګڼې ستراتيژيکې سيمې نيولي او حکومت ته يې «سرخوږی» پيدا کړی دی.

بي بي سي د طالبانو له لوري د سنګين او هلمند نورو ولسواليو تر څنګ د کندز نيول په تېرو پنځلسو کالو کې د طالبانو له سترو برياوو بللي دي.

«په عين حال کې طالبانو د داعش پر ضد د هېواد ختيځ او نورو سيمو کې پراخ عمليات پيل کړي او د دې لپاره يې ځانګړې قطعې جوړې کړي دي.»

ولسمشر غني د سولې په اړه وويل، چې وخت زموږ په زيان دی او که په لنډه موده کې د سولې خبرې پيل نه شي، نو طالبان به راتلونکو مياشتو کې سختې جګړې پيل کړي.

«موږ پوهېږو، چې راتلونکي فيبروري او مارچ به زموږ لپاره ډېر خونړي وي.»

اشرف غني وويل، چې راتلونکې خونړۍ جګړې به د افغانستان تر څنګ په سيمه هم ناوړې اغېزې ولري.

«د افغانستان شخړه په سيمه‌ييزه کچه پيچلې او سره تړلې ده او د يو هېواد ځواکونه يې نه شي اداره کولای.»
ولسمشر پر پاکستان غږ وکړ، چې د طالبانو کوم خلک، چې د سولې خبرو کې برخه نه اخلي، بايد پاکستان يې پر ضد جدي ګامونه پورته کړي.

د ګډ حکومت مشر وويل، چې زموږ ګټې شريکې دي او پاکستان بايد موږ سره په ګډه د نظام ژغورنې لپاره جدي هڅې وکړي.
اروپا ته د تلونکو مهاجرينو په اړه د يوې پوښتنه په ځواب کې ولسمشر غني زياته کړه: «تاسې له خپل هېواده تښتئ او اروپا هم ستاسې پر وړاندې خپل دروازې تړلي دي.»

د کورنيو چارو پخواني وزير عمر داودزي نن ټکی اسيا سره د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې پر ولسمشر غني نيوکه وکړه، چې د ولسمشر هره خبره په کورنۍ او نړيواله کچه تلل کيږي او دی اوس هم داسې «جذباتي» خبرې کوي، لکه د ټاکنو کمپاين پر مهال يې، چې کولې او دا ډول خبرې له يو ولسمشر سره نه ښايي.

ولسمشر د خپلې مرکې په ترڅ کې د داعش پر کړنو او فعاليت نيوکې وکړې او ژمنه يې وکړه، چې دوی به داعش په ځمکه کې ښخ کړي، مګر د ولسي جرګې لومړی مرستيال حاجي ظاهر قدير او د ملي شورا ګڼ نور غړي پر حکومت نيوکې کوي، چې د داعش ملاتړ کوي او په ځانګړې توګه د ملي سلاکار حنيف اتمر د داعش تر ټولو قوي ملاتړی بلل کيږي.

په عين حال کې امريکايي رسنيو هم، د کانګريس غړو له قوله ويلي، چې د طالبانو پر ضد جګړه اوس هم روانه ده، مګر د افغانستان ختيځ کی د داعش پر ضد د امريکايي ځواکونو لاسونه تړل شوي.

دا خبرې د امريکا د کانګريس غړي او وسله‌والو ځواکونو د څار کمېټې مشر ميک تورنبيري تېره اوونۍ امريکايي رسنيو سره کړي دي.

تورنبيري وايي، چې افغانستان کې د جګړې ماموريت له دوو ځايونو اداره کيږي، د طالبانو او القاعده پر ضد جګړه د پنټاګون او د داعش پر ضد عمليات سپينه ماڼۍ اداره کوي. د تورنبير په وينا د د اعش پر ضد عملياتو لپاره د امريکايي ځواکونو لاسونه تړل شوي، يوازې هغه مهال «محدود» عمليات کولای شي، چې سپينه ماڼۍ اجازه ورکړي او هر ډز بايد د سپينې ماڼۍ په اجازه وشي.

«زه نه پوهېږم، چې دا جګړه څنګه روانه ده او په کومو غوښتونو پر مخ بوول کيږي دا سوال نه يوازې ماسره دی، بلکې زموږ ټول ولس يې اندېښمن کړی دی، که زموږ خلک پر دې پوه شي، چې د جګړې په اړه زموږ د ځواکونو لاسونه تړل شوي، نو خلک به مو ډېر خوابدي شي.»

د ميک تورنبيري تر څنګ د کانګريس نور هم ډېر غړي افغانستان کې د امريکايي ځواکونو عملياتو او قوماندې په اړه نيوکې کوي او پنټاګون ته يې په دې اړه ليکونه لېږلي دي. د امريکا هوايي ځواک پخواني افسر او د کانګريس اوسني غړي دفاع وزير اشټون کارټر څخه په يو ليک کې پوښتنه کړې، چې افغانستان، په ځانګړې توګه هلمند کې امريکايي سرتيري په مخامخ جګړو کې برخه اخلي، هلته له ګڼو ستونزو سره لاس او ګريوان دي، د دې جګړو ګټه څه ده، چې امريکايي پوځيان په کې وژل کيږي. همدا رنګه د کانګريس نورو غړو هم دفاع وزير ته په دې اړه اعتراضي ليکونه لېږلي دي.

تورنبيري پر بارک اوباما هم نيوکې کوي، چې د ۲۰۱۴م په پای کې يې افغانستان کې د امريکايي پوځيانو د جګړه‌ييز ماموريت د پای ته رسولو اعلان وکړ او زياته کړې يې وه، چې ۹۸۰۰ پوځيان به افغانستان کې د افغان ځواکونو د روزنې او مشورو لپاره پاتې وي، مګر اوس هم وخت پر وخت داسې خبرونه ترلاسه کيږي، چې امريکايي ځواکونه په مخامخ جګړو کې برخه اخلي او د وژنو خبرونه يې هم اورو.

افغانستان کې د امريکايي ځواکونو جګړه‌ييز ماموريت په اړه امريکايي رسنۍ هم نيوکې کوي.

بلومبرګ امريکايي تحليلي ويبپاڼې ليکلي، چې ۲۰۱۵م د امريکايي پوځيانو لپاره د افغان ځواکونو د مرستې کال و، خو تېر اکتوبر کې کندز کې د بې پولي ډاکټرانو پر روغتون د امريکايي جنګي الوتکو بمبارۍ کې د روغتون ډاکټرانو، عملې او ناروغانو په ګډون لسګونو کسان ووژل شول او په ټوله نړۍ کې يې د امريکايي ځواکونو د جګړه ييز ماموريت پت راز څرګند کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
khalid

سياسي منافقت: له طالبانو سره د سولې او له داعش سره د جګړې هوډ د امریکا دفاع وزارت تېره پنجشنبې خپلو ځواکونو ته اجازه ورکړه چې په افغانستان کې د داعش ډله وځپي. امريکا دغه پرېکړه وروسته له هغې وکړه چې تېره اوونۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پاک-افغان داعش ډله چې (داعش خراسان) نومیږي په خپل تروريستي لست کې شامله کړه. که څه هم په افغانستان کې د جان کېري له حکومت سره د امنيتي هوکړه ليک له لاسليک وروسته ظاهراً د امریکایي ځواکونو د محارب ماموریت پای اعلان شو، مګر دا دي يو ځل بيا دغه ځواکونه… نور لوستل »

غوربندی

أشرف غني د سولي د امريكايي تعريف له مخي طالبانو ته گوشزد کوي چی که گواکي تسلیم نه شوی راتلونکو مياشتو کی به ستاسو پر ضد صلیبی-خوارجي ائتلاف د کابل او پاکوستان د مزدورانو په ملتيا پريکنده جگره کوي، له دي سپین خوسکي گیله نه ده پکار، ز که دده کاکا (زاره بوده) له مرکي هم د دوی د بد نیت بوی راته.
طالبان نباید چی د سولي د خبر و په وسیله غافلگیر شي.

الحاج استا ذ بیانزی

غوربندی صاحب السلام علیکم ! دوی له اوله د ټولی نړی د غلامانو او بادارانو سره په ګډه او په ډیر وحشت زمونږ به هیواد یرغل وکړو ، زمونږ هیواد یی اشغال کړو هغه وخت بوش ویل چه څو میاشتو کی به طالبان مهار یا محوه کړی ، کلونه یی تبر شول لسیزی یی پيل شوی دی او خپله محوه او محار شول . دغه چه د سولی ، روغی او جوړی شعارونه ورکوی دا یی هم د څو مخۍ شعارونه دی ، دوی کله هم د سولی هیله نه لری سوله د اسلامی نظام سره ملتیا لری او دوی… نور لوستل »

احمد

اشرف غنی که خود را قومندان اعلی میگه. درحقیقت سر قومندان لافو ها و دروغ گوها است. این لافو از ارگ چیق میزنه که مه داعش در زمین گور میکنم اما درکهایش نیست نی عملیات میکند ونی از همکاری دست میکشد. اینها میگن که کسی جنگ نمی کند ما باانها صلح نمی کنم. ای دیوانه تاحال نمی فهمد که صلح با کی میشه. و میگه که از راه جنگ ما اینها را ختم میکنیم کسی که جنگ میکند و قانون اساسی و دیموکراسی قبول نداره. بسیار گپی خنداور است کسانی اینها را قبول میکند از پیش راه انها خلاص بود… نور لوستل »

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x