شعـــــرونه

غزل ـ حمدالله حلميار

حمدالله حلميار

زما ستړیو ستړیو دعاګانـــــــو دا اثر راوړی
د سهار سترګې راته زیری د سحر راوړی

(پرده تیاره ده، تلویزون نه د غم ساز راځي
نن خبریال د خبریال د مرګ خبر راوړی)

نړۍ لږ پام چې کاغذي لمن دي اور وانخلي
زړه کې لمبې، او اسویلو کې مې شرر راوړی

که د لفظونو خاموشي ده وي دې خیر دی صنم
په سترغلو کې مې د اوښکو سمندر راوړی

د مورې زویه! لا تر څو مې اعتبار وژنې؟
ما لاس کې ګل، تا په لستوڼي کې خنجر راوړی

واه حلمیاره! ستا غزل سمه تابلو ده قسم
واه زما نوم دې پکې څومره په هنر راوړی
حمدالله حلمیار

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x